امیرالمومنین حفظه‌الله زموږ له پیژندنې، د دښمنانو تر پروپاګنده

محمد صادق طارق

دښمنان تل هڅه کوي، د هغه مجاهد شخصیت چې د اسلام د دین د ټینګښت او د هېواد د ازادۍ لپاره یې خپل زوی قرباني کړ، زیانمن کړي. په دې لنډه لیکنه کې به زه د امیرالمومنین حفظه‌الله په ورځنیو کارونو او ځینو خاطرو بسنه وکړم.

د مشرتابه د ورځنيو ساعتونو مهالوېش په لاندې ډول ترتیب شوی دی. کله چې د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړي، نو سمدستي د قرانکریم تلاوت پیل کړي، البته په پوره دقت سره د قرآن کریم تلاوت کوي. بايد يادونه وشي چې اميرالمومنين حفظه‌الله د ښکلي غږ څښتن او مجود قاري دی، چې تل د قرآن کریم تلاوت کوي او د قرآن کریم د تجوید اصول په نظر کې نیسي.

د سهار چای څښلو پر مهال د فتوا اړوند ځینې مهم مسایل مطالعه کوي، یا د ځینو دندو او دفترونو اړوند ځینې اړین اسناد ګوري. کله چې خپل دفتر ته راشي، د رسمي وخت له پیل څخه مخکې د خپل دفتر ټولو کارکوونکو ته د ورځني درس په توګه د مشکوة المصابیح درس ورکوي، بیا په رسمي کارونو بوخت شي.

هغه په ​​همدې ډول خپل کار ته دوام ورکوي. د ماسپښین له لمانځه وروسته ډوډۍ خوري او بیا د مهالوېش سره سم خپل کار ته دوام ورکوي. ځینې وخت که مجلس په داسې ډول تنظیم شي، چې څو کسان پکې برخه واخلي، هر ګډونوال ته وخت ورکول کېږي، چې په اړونده موضوع خپل نظر څرګند او خبرې وکړي.

ياده لړۍ په همدې ډول دوام لري، چې کله کله د سهار تر يوې يا دوو بجو پورې دوام کوي. ځینې ​​​​وختونه داسې پیښ شوي چې هغه د مهمو چارو د پاملرنې له امله ټوله شپه خوب نه کوي.

باید یادونه وشي چې زعیم امیر حفظه الله تل د تهجد د لمانځه لپاره له خوبه پاڅېږي، کله ناکله د سهار له لمانځه مخکې تلاوت او مطالعه هم کوي.

د مشرتابه ځانګړنه دا ده؛ چې هغه مسائل چې په ده پورې اړه ولري، په ژوره توګه څېړي او د هغې ټول اړخونه په پام کې نیسي، حتی د جملو او کلمو ترکیب ته هم پاملرنه کوي. همدارنګه، هغه خورا لېواله دی چې د ټولو مهمو مسئلو پاملرنه وکړي. له يادو ټولو بوختياوو سره، سره غواړي چې د هېواد له اوسنيو حالاتو، پېښو او مهمو ورځنيو مسايلو څخه پر وخت خبر شي.

کله چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې مشرتابه حفظه‌‌الله په ننګرهار ولايت کې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله، هېڅکله يې معاش نه اخيست، په کومه محکمه کې چې مامورينو خپل مياشتني معاشونه اخیستل، هلته د نورو قاضيانو لاسليکونه کېدل. خو د امیرالمؤمنین حفظه الله د لاسلیکونو ځای خالي و. معلومه شوه، چې په هغه وخت کې هم مشرتابه له بیت المال څخه معاش نه دی اخیستی.

د کره معلوماتو پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د کورنۍ هېڅ یو غړی هم تر اوسه رسمي دنده نه لري او د ده په ګډون هېڅوک هم له بیت المال څخه معاش نه اخلي. که څه هم د نږدې ملګرو په منځ کې با استعداده او وړ کسان شتون لري. خو چاته یې اجازه نه ده ورکړې چې رسمي دنده ولري او يا له بيت المال څخه معاش تر لاسه کړي. د امیر د کورنۍ دوه غړي د هغه جوماتونو امامان دي چې په حج او اوقافو ریاست کې رسمي دي، خو له بیت المال څخه معاش نه اخلي. کله چې مقتدیان د خپل رضایت له مخې هغوی ته څه ورکړي، د ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي.

موده مخکې اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) يوه مدرسه تأسیس کړه، تر څو د ځينو چارواکو اولادونه، چي نورو مدرسو ته نه شي تللای، دلته زده کړې وکړي او دوی به په خپله دغه سيمه اداره کړي، خو وروسته يې خپل نظر بدل کړ. ښايي نور چارواکي هم دا ډول مدرسې جوړې او اداره کړي، له همدې امله يې د کندهار ولایت د پوهنې رئیس مولوي نقشبندي صاحب راوغوښت او ورته ويې ویل: دغه مدرسه تاسې ته وسپارل شوه، د ښوونکو د خوړو او لګښتونو تادیه پخپله وکړئ. د مهتمم په توګه کارونه داسې ترتيب کړه، چې په خپل لاسليک سره د بیت المال له خزانې څخه د استادانو معاش او د مدرسې مصارف وباسي، خو پخپله به معاش نه لري. دلیل یې دا دی چې د مدرسې مهتمم د امیرالمومنین حفظه الله د کورنۍ غړی دی او نه غواړي چې د کورنۍ کوم غړی یې له بیت المال څخه حقوق یا میاشتنۍ معاش واخلي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال مهاجر فراهي وايي: د غور ولايت والي ملا احمدشاه دیندوست راته وويل: يوه شپه چې زیات باران او واوره ورېده، د غور ولایت د يوې لرې پرتې ولسوالۍ ولسوال ماته د واټساپ له لارې یو پیغام رالیږلی و، لیکلي یې وو: “چې دلته یوه ښځه د زیږون له درده رنځ وړي، ټولې لارې بندې دي، ساحوي ډاکټرانو ډېرې هڅې وکړې، خو ستونزه حل نه شوه.”

احمدشاه دیندوست وايي: ما د مرغاب ولسوالۍ د ولسوال پیغام مستقیماً د امیرالمومنین دفتر ته ولېږه، موده وروسته د امیرالمومنین رابط راته وویل: تاسو هغوی ته ډاډ ورکړئ او د هرات له والي شیخ الحدیث اسلام جار سره اړیکه ونیسئ. موږ به ډېر ژر د هرات له قول اردو څخه یو وزر چورلکه ور واستوو.
زه هم د شپې په تیاره کې د غور سرحدي لوا ته راغلم، چې د چورلکې د راتلو انتظار وکړم او له دوی سره یو ځای لاړ شم، ځکه چې ښايي پیلوټان ​​لاره پیدا نه کړي.

دیندوست وايي: د امیرالمومنین رابط، د هرات والي شیخ اسلام جار او د الفاروق قول اردو قومندان سره په اړیکه کې وو او دقیقې مو شمېرلې، تر څو چې هوا یو څه ښه شي او د چورلکې د الوتنې لپاره زمینه برابره شي.

د غور والي زیاتوي: په دې موده کې د امیرالمومنین رابط ما ته څو، څو ځله ټیلیفون وکړ او ویې ویل: چې مشرتابه د موضوع په اړه د وروستي راپور په اړه پوښتنه کوي، چې خبره تر کومه ځایه رسېدلې ده، د شپې له دولسو بجو وروسته د مرغاب ولسوالۍ ولسوال خبر راکړ، چې الله عزوجل ستونزه حل کړه. ما سمدستي د مشرتابه دفتر ته خبر ورکړ، چې ستونزه حل شوې ده.

د دې څو مواردو په لوستلو سره قضاوت محترمو لوستونکو ته پرېږدو.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version