اميرالمؤمنین شيخ صاحب حفظه الله تعالی ته په پوره عقیدتمندي

عزیز الدین مصنف

 

په دې وروستيو کې د افغانستان د اسلامي امارت په استازولۍ په پاکستان کې یوه کونسل د اسلامي امارت زعامت ته په پوره جرأت د ګستاخۍ ژبه کارولې، هغه څوک چې له مجاهدینو څخه په نمایندګي غږېږي، نه علم لري او نه هم د اسلامي امارت له دریځ څخه خبر دی.

دا چې اسلامي امارت د نړیوال جهاد زعیم دی که مانع، دلته یې ولولئ!

 

الحمد لرب الانصار والمهاجرین والصلاة والسلام علی قائدالمجاهدین محمد و علی اله و صحبه اجمعین الی یو الدین.

و بعد! د افغانستان اسلامي امارت چې له نوم څخه یې ښکاري، هغه وخت یې د تهداب ډبره کېښودل شوه، کله چې مجددِ وقت، عمر ثالث مرحوم لوی ملا صیب رحمه الله د پاټکیانو خلاف په مسلحې مبارزې پیل وکړ، ځیني خلګ دا وایي چې د اسلامي امارت یوازېنی هدف له افغانستان څخه د خارجیانو ویستل وو، چې دا نظریه، فکر او ايډيالوژي مطلقاً له هغه څه سره په تضاد کې ده، د کوم پیل چې مرحوم ملا صیب رحمه الله ته منسوبیږي.

اسلامي امارت هغه وخت له خارجیانو سره مخ شو، کله یې چې په لومړنۍ دوره کې مفسدین له شمال څخه ټول کړل، تر هغه وخته پورې اسلامي امارت د داخلي مفسدینو خلاف د جهاد فتوا ورکړې وه، په دې مفسدینو کې هغه مجاهدین هم شامل وو چې د روس خلاف یې په جهادي مبارزه کې پوره ونډه اخیستې وه، مرحوم ملا صیب رحمه الله چې په لومړي ځل څوک وټکول، هغه خارجیان څه چې جمهورتیان هم نه وو، بلکې پخواني مجاهدین وو، که چا ته معلومات نه وي، نو د اسلامي امارت په تاریخ دې له سره کتنه وکړي.

کله چې امریکایان د شمالي ټلوالې په ننګه هېواد ته د یرغل په نیت داخل شول، همدا وخت و چې طالبان له امريکايانو (خارجیانو) سره مخ شول، چې په خپله پخوانۍ فتوا یې جهاد ته ادامه ورکړه.

دا له هیچا څخه پټه نه ده چې له اسلامي امارت سره په دې مبارکه غزا کې د ټولې نړۍ مجاهدینو (عربو او عجمو، مهاجرو او انصارو) پوره برخه اخیستې، دا چې اسلامي امارت د هغوی په اړه څه دریځ او نظر لري په دوو مختلفو ټکو کې ورته اشاره کوو.

 

۱_ د اسلامي امارت ښکاره سياسي پالیسي.

۲_ د اسلامي امارت د زعامت نظریه، فکر، عقیده او موخې.

 

کوم څه چې پالیسي پورې تړلي، هغه له نورو هېوادونو سره سیاسي روابط، خپل بهرنی لید لوری، تجارتي تبادله، اقتصادي رقابت او داسې نور عناوین شاملېږي، په اوس وخت کې د پالیسي له بعده د هر تریخ دریځ اظهار ممکن دی، ځکه له کُفر سره په معاملاتو او موالاتو کې ډېر توپیر موجود وي، د اسلامي امارت تعاملات له نورې نړۍ سره د آزادو بشري او نا پېيلو بدیلونو په اساس ترسره کېږي، ځکه تجارتي او اقتصادي اړیکي له نورو سره د مادي ارزښتونو په اساس صورت نیسي.

 

دوهم: د اسلامي امارت د زعامت نظریه، فکر، عقیده او موخې دي، همدا برخه د اسلامي امارت له اصل څخه نمايندګي کوي، هغه څه چې د اسلامي امارت په ذات کې شاملېږي، هغه يوازې د نړۍ د مجاهدينو نه بلکې د ټول عالم اسلام (اسلامي نړۍ) غوښتنه ده، دا فکر او نظریه یوازې تر یوې جغرافیې نه محدودېږي، بلکې دا روابط یوازې او یوازې د کامل بصیرت په سترګو لیدل کېدلای شي.

اسلامي امارت یوازې د افغانانو ملکیت نه دی، دا د هغو دوه ملیارده مسلمانانو ارمان دی چې ټول عمر د الله جل جلاله د دې معصوم لښکر د قدمونو ورتلو ته د لارو په سر ناست دي.

که یې څوک نه مني، نو مهرباني دې وکړي د اسلامي امارت له یو ادنیٰ او کشر مجاهد سره دې چېرته ګوښه مجلس وکړي، له هغه څخه دې د اسلامي امارت د موخو، مقاصدو، اساساتو، ارزښتونو او تګلارې په اړه وپوښتي، بیا به وپوهېږي چې اسلامي امارت يانې څه!؟

په دې اړه نور وضاحت ته اړتیا نشته إن شاء الله تعالی، پاتې شوې د کونسل خبرې، هغه یوازې د هغه له فردي ګټو څخه استازولي کوي، نه د اسلامي امارت (أعزها الله) له رسمي دریځ څخه..!

درنښت!

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version