امریکایان څرنګه په ننګرهار کې داعش ته د نفوذ زمینه برابروي؟!

شاهد ( غزنیوال)

د روان کال د وري د میاشتې په ۲۳ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو د بمونو د مور په نوم تر ټولو ستر بم وکاراوه.

په اچین کې د بمونو د مور له کارولو څخه د امریکایانو دوه هدفه وو:

لومړی: د بمونو د مور په کارولو سره د داعش شهرت ته تبلیغاتي کمپاین کول.

دوهم : شمالي کوریا او په سیمه کې نورو امریکايي پوځي سیالانو ( روس ـ چین ته ) د امریکایانو پوځي زور ښودل.

د یاد بم تر کارولو وروسته چې د ګډ حکومت چارواکو ورکې د امریکايي رسنیزو ویاندویانو په څیرد لسګونو داعشیانو د وژل کیدو او د هغوی د کمزوري کیدو ادعاء وکړه برعکس داعشیانو لومړی د ننګرهار د هوايي ډګر په خواوشا کې راډیويي نشرت پیل کړل او د هغه په تعقیب یې د تورې بوړې ستراتیژیکې سیمې په لوري خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

امریکايي او دولتي چارواکو د هغوي د مخنیوي په ځای هره ورځ په سیمه کې د دوي د پرمختګ اعلانونه کول او په دې سره یې هغوی ته د تبلیغاتي کمپاینرانو رول تر سره کاوه.

تر دې چې د خزاني فصل له شروع کیدو سره سم داځل داعشي جګړه مارو د خوګیاڼو د ستراتیژیکي سیمې د لاندې کولو لپاره بریدونه پیل کړل.

داعشي جګړه مارو په پیل کي د وزیرو تنګي په شمول د خوګیاڼو ولسوالۍ ځینې سیمې عملا ترخپلې ولکې لاندې راوستلې چې وروسته سیمه ییزو خلګو د طالبانو په همکاري د هغوی مخه ډب او لاندې کړې سیمې یې بیرته تري ونیولې.

امریکایان چې کله پوه شول چې له اچین څخه د خوګیاڼو له لارې کابل ته د داعشي جګړه مارو د رسولو پلان یې د طالبانو لخوا له ماتې سره مخ شو نو یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پر طالب ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل چې له امله یې د داعشیانو په مقابل کې د طالبانو پیل کړي عملیات له ستونزو سره مخ کړل.

امریکایان په پلان کې لري چې له ډیورنډ کرښې سره په پوله اچین ولسوالۍ او له هغې څخه د خوګياڼو ، حصارک ، ازرې او مرکز پول علم له لارې داعشي جګړه مار د پلازمینې کابل څنډو ته رانیږدي کړي.

په دې اړه د ننګرهار او لوګر ولایتونو دولتي لوړ پوړي چارواکي او د هیواد سیاسي شنونکي ښکاره شواهد لري او په ځلونو یې د رسنیو له لارې د امریکايي الوتکو په وسیله د داعشي تروریستانو د تجهیز او دیسانټ پټې معاملې افشاء کړې چې امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت له دغو ټولو عیني حقائقو څخه انکار کوي.

د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې ننګرهار او بیا ازرې ته د داعشي جګړه مارو راسول او هلته د پلازمینې کابل په څنډو کې د هغوی ځای پرځای کول د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه هغه تخریبي پلان دی چې امریکایان غواړي د راتلونکي کال تر پسرلني موسم وړاندې یې تکمیل کړي.

هغوی غواړي د ګډ حکومت پر متزلزل حالت او نورو سلګونو ناخوالو سربیره کابل ته د داعشي جګړه مارو په رانیږدي کولو سره نورهم دا سیمه نا امنه او له دې لاري خپلو تروریستي پلانونوته د پلي کیدو لاره هواره کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version