امريكا د داعش (خوارجو) ملاتړ کوي

طاهر احرار

عراق او سوريه دوه داسې هېوادونه دي، چې اکثر وګړي يې سُنيان او شيعه ګان (اهل تشیع) دي.
د دواړو هېوادونو نور ګاونډيان سُنيان دي خو يواﺯې د عراق يوې خواته ايران اوسيږي، چې اوسېدونکي يې اهل تشیع دي،
ايران په سيمه کې د شيعه مذهب پيروانو څخه کلک ملاتړ کوي او له همدې وجې د عراق او سوريې په پالسي (سیاست) کې دخيل دي،
له بلې خوا امريکا د عراق او سوريې په معامله کې د ايران د مداخلې سخت مخالفه ده.
د دې لپاره چې په سيمه کې د ايران د نفوﺫ مخه بنده شي، د عراق او سوريې خلک چې طبعاً يې له غرب کرکه درلوده ووژل شي، هېوادونه يې ړنک شي، امريکا له داعش ملاتړ کوي، نغدې پيسې ورکوي، د هغوى سره په جلب و جذب کې مرسته کوي او د جګړې لپاره اسلحې او ټرينينګ ورکوي.

د دې بدبختو اجيرو قرارداديانو شروع داسې وشوه؛
په يو رسمي مجلس کې چې اجنډا يې (په سيمه کې د ايران د نفوﺫ مخنيوى) وو د امريکا لوړ پوړو نظامي او سياسي مشرانو شتون درلود.
د C I A پخوانی مشر او څلور ستوري جنرال ډیویډ پیټریاس؛ چې لا هم په واشنګټن کې ډېر واک لري، وړاندیز وکړ، چې موږ باید په سوريه کې داعش ته وسلې ورکړو. یو څو نورو امریکایانو هم وويل، چې موږ باید په عراق او سوریه کې د ياغيانو ملاتړ وکړو.
د نیویارک ټایمز مجلې مشهور کلام لیکونکی توماس فریډمن پوښتنه کوي؛ چې ایا موږ باید پخپله د داعش وسله وال شو؟

د ایران د نفوذ د مخنیوي لپاره دا یوازې تشې خبرې نه وې.

د FBI د ادارې پخوانی ترجمان سیبل اډمونډز وايي؛ چې سي آی اې(CIA) او ناټو د سوریې پولې تر څېرمه د ترکیې او ناتو په یوه ګډه اډه کې، د خلکو استخدام او روزنه پیل کړې، ترڅو په سوریه کې ترهګریز بریدونه وکړي.

همدا د داعش ﺯيږون وو!

Unfortunately, an internal U.S.Defense Intelligence Agency (DIA)document produced recentlyshows that the U.S.knew that the actions of“the West,Gulf countries and Turkey”in Syria might
create a terrorist group like ISIS and an Islamic caliphate.
By way of background, anon-profitorganization called Judicial Watch has–formany years–
obtained sensitive U.S. government documents through freedom of information requests and lawsuits.
The government just produced documents
to Judicial Watch in response to a freedom of information
suit which show that the West has long supported ISIS.

همدا رنګه په 2011 کې په نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ، او CNN کې ​​لیکل شوي وو، چې د متحده ایالاتو فوځ په ترکیه کې د CIA/NATO په ګډه اډه کې ځانګړي ځواکونه Gladio یونټ ته راوستل، دغه يونټ د امريکا د هوايي ځواکونو يوه برخه وه، دوى ته يې نظامې روﺯنه ورکوله، اسلحې يې ورکولې او د بريدونو لپاره يې استخدامول، دوى ته امر ورکړل شو، چې په سوريه کې د ننه د بشارالاسد په خلاف او په مختلفو کليوالي سيمو کې د عامو خلکو پرخلاف بريدونه وکړي.

دا د داعش پیل وو. اول ياغيان بيا يې نوم داعش ته بدل شو، هغه خلک چې د داعش په نوم یادیږي، دوی په ډير احتیاط سره غوره شوي دي، ترڅو د امريکا او د ناټو ګټې په ډېره ښه طريقه خوندي کړل شي.

د امریکا د دفاع د استخباراتو د ادارې (DIA) یو داخلي سَند چې په دې وروستیو کې خپور شوی، ښایي چې متحده ایالات پوهیږي، چې په سوریه کې د (لویدیځ، خلیج هېوادونو او ترکیې) کړنې کیدای شي. د داعش په څېر ترهګرې ډلې رامنځته کړي.

دا سَند د امریکا د دفاعي استخباراتو د ادارې (DIA) لخوا د ۲۰۱۲ کال د اګست په ۱۲ نیټه لیکل شوي وو…
دا سند ښایي چې لویدیځ له اوږدې مودې راهیسې د داعش ملاتړ کوي.
الغرض ممکن تاسې له داسې خلکو سره مخ شئ، چې ځانونه به د غرب، يهودو مخالفين بولي، دعوې به کوي، چې موږ ورسره په جګړه يو خو په حقيقت کې همغه خلک به د هغوى غلامان او کرايه شوي، قاتلان وي، دوى به د هغوى د ګټو لپاره کار کوي، د دوى د خوشحاله ساتلو لپاره به مسلمانان وژني، کورونه به يې ورانوي، د هيواد اساسات به نسکوروي او عجيبه به دا وي، چې ځانونه به د خلافت مُدعيان بولي
نه داسې هيڅکله هم ندي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version