افغانستان او داعشي فتنې سلګۍ!

لیکوال: محمد عفان
په تېرو څو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو ځانګړو ځواکونو د خوارجو دوه لوړ پوړې چارواکې(کوتری او آهنګر) په وژلو سره د شیطان وزرونه پرې او منتر یې کار پرېښود او کوکارې پرې ګډې شوې، یاد شیطانان د دوی له هغو مشرانو څخه وه چې د وحشت، قتل، سفک او وینې تویونې لپاره هیڅ شرعي اسلامي حدود نه پېژندل، د تکبر، فرعونیت او چنګیزیت دغه تور مخونه د تنکیو استشهادي ابابیلو په ډبرو بوس شول، او د خراسان ځمکه یې د تل لپاره د دوی له فساد څخه پاک کړ.

داعشي خوارج چې له مقدسو نومانو، اسلامي ارزښتونو او شعائرو څخه په استفادې خپله شیطاني حلیه او قواره مخفي ساتي او خپل شؤم موسادي پلانونه او فسادي دسیسې پیاده کوي او د اسلامي نظام په وړاندې د بېلا بېلو وسوسو، شبهاتو او تورونو له لارې بهرني تبعه ځوانان تېر باسي، د هغوی اذهان ورته مغشوشوي او له حقائقو یې په حاشیه کې ساتي، د دوی له احساساتو او جذباتو څخه په استفادې یې د مسلمانانو په مساجدو، معابدو او تجمعاتو کې د تور واسکټ په واسطه ایره ایره کوي. ډول ډول توجیهات ورته لټوي، او د ځوان نسل هغه جذبه چې د اسلامي نړۍ د استقلال او حریت لپاره یې ساتلې وه دوی یې د یوه اسلامي نظام په مقابل کې قربانی کوي.

داعشي خوارج نه یواځې په افغانستان کې بلکې په درسته اسلامي نړۍ کې د هغو ځواکونو په ضد جګړه کوي څوک چې د لویدیځوالو په سترګو کې اغزي دي، له شام عراق صومالیې او لبنانه نیولې بیا تر افغانستانه ټولې جهادي جبهې او تنظیمونه د دوی په اند مرتد او له اسلامه وتلي دي او په وړاندې یې جګړه داسې ګڼي لکه د مشرکینو په مقابل کې، د دوی د افراط، جهل، بې علمي، تحجر او تکفیرې انګیزې له امله په ټوله اسلامي نړۍ کې جهادي تنظیمونو سختې ټکرې وخوړلې او هغه اشخاص چې سي ای اې او موساد ته مطلوب وو او پر سر یې جائزې ټاکلې وي، داعشي خوارجو ورته خورا په اسانتیا دغه اهداف په خپلو لاسونو سر ته ورته ورساوه. خو لله الحمد په افغانستان کې د دوی د وحشي پروژې لاسونه لنډ شوي او د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له لورې یې هره ورځ د سرکرده مشرانو سرټمبه او تکفیري سرونه وهل کیږي او ټوله اسلامي نړۍ یې له شر او تورې فتنې څخه خلاصیږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version