اسلامي امت د مرجئه او خوارجو په مینځ کې

قاري سعيد خوستی

ایمان څه ته وايي؟

خوارج او معتزله ایمان داسې راپیژني: په زړه تصدیق، په ژبه اقرار، په اندامونو عمل.

خو د خوارجو او معتزله تر مینځ بیا اختلاف دی. دواړه ډلې په دې یوه خوله دي چې که د ایمان سره عمل نه وي معنی دا چې مؤمن ګناه وکړي نو له ایمان خارجیږي. خو ایا په کفر کې داخلیږي؟ خوارج وايي: هو کافر شو. خو معتزله يې په کفر کې داخل نه بولي. هغوی د کفر او ایمان تر مینځ یوه مرتبه ایجاد کړې چې د لويې ګناه کوونکی نه کافر بولي نه مؤمن. چې په علمي ژبه کې ورته منزله بین المنزلتین وايي.

مرجئه ایمان داسې راپیژني: ایمان یواځې د زړه له تصدیق څخه عبارت دی. د دوی مشهور اصطلاح دی چې: له ایمان سره هیڅ نیک عمل ګټه نه کوي او نه کومه ګناه نقصان کوي، لکه څنګه چې له کفر سره کوم نیک عمل ګټه نه کوي.

اهل السنة ورته دوه تعریفه لري، یو د محدثینو او جمهورو تعریف دی چې هغوی ایمان داسې تعریفوي: په زړه تصدیق، په ژبه اقرار، په اندامونو عمل. دویم د امام ابوحنیفه رح تعریف دی. امام صیب يې داسي تعریفوي: په زړه تصدیق، په ژبه اقرار.

د امام صیب او د محدثینو تر مینځ اختلاف لفظي دی، په دې معنی چې دواړه لوري په دې یوه خوله دي چې نه خو د لويې ګناه کوونکی کافر دی او نه یواځې تصدیق له اقرار او عمل پرته د نجات ذریعه کیدلی شي.

تحقیق کوونکو عالمانو د امام صیب او محدثینو تر مینځ اختلاف د هر چا د خپل چاپیریال زیږنده بللی، په دې معنی چې د امام صیب په زمانه کې خوارج ډیر ؤ او خوارجو ویل چې په ګناه سړی کافر کیږي یعنې عمل د ایمان لپاره لازمي برخه ده چې له دې پرته ایمان نه صيي کیږي. امام صیب د دوی د خبرې د رد لپاره جدا لار غوره کړه او ويې ویل: اعمال د ایمان برخه نه ده. خو د محدثینو په وخت کې بیا د خوارجو ټغر ټول شو، مرجئه راپیدا شول. هغوی اویل چې له ایمان سره اعمال هیڅ اړیکه نه لري محدثینو د دوی د رد لپاره اویل: چې اعمال د ایمان برخه ده.

امام ترمذي په خپل سند سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم روایت کوي چې ويې فرمایل: دوه ډلې دي؛ چې په اسلام کې هیڅ برخه نه لري، قدریه او مرجئه.
(سنن ترمذي ج٢ حدیث ٢١٤٩)

او د خوارجو په اړه امام مسلم په خپل سند سره له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ويې فرمایل: دوی له دین داسې وځي، لکه غشی چې له ښکاره وځي.
(صحیح مسلم ج٢ حدیث ١٠٦٣)

د امام ابوحنیفه رح په زمانه کې د خوارجو فتنه راڅرګنده شوه. خوارجو اعمال رکن د ایمان بلل او مرتکب د لويې ګناه يې کافر باله نو ځکه امام صیب ایمان په ژبه اقرار او په زړه تصدیق اوباله او عمل يې د دنیوي احکامو د اجرا لپاره شرط وګاڼه خو له ایمان يې جزء ونه بللو. خو د امام بخاري رح په وخت کې بیا د إرجاء او مرجئهء (اوسنیو دیموکراسۍ پلوو مذهبیانو، اخوانیانو، جمیعتیانو، جماعتیانو) فتنه راپورته شوه. نو ځکه امام صيب ایمان عبارت له دوو شیانو وګرځولو؛ په ژبه اقرار، په زړه تصدیق.

مرجئهء ویل: ایمان یواځې په زړه تصدیق ته وايي، عمل او اقرار ته هیڅ اړتیا نشته بلکې مؤمن ته زنا، قتل، شراب، حرام هیڅ نقصان نه کوي.

اوسني او پخواني مرجئه او خوارج

زموږ په عصر کې دواړې ګمراه ډلې هڅه کوي ترڅو ځانونه له پخوانیو همفکرانو څخه جدا معرفي کړي او د خپلو اسلافو عقایدو ته نوي جامه واغوندي. اوسني مرجئه( په دیموکراسۍ او جمهوریت باور لرونکي مذهبیان او دیموکراتان) د پخوانيو مرجئهء په څیر قول نه کوي چې ګناهونه مسلمان ته ضرر نه رسوي او نیک کارونه بې ګټې دي بلکې دوی وايي: جهاد، هجرت، نصرت، استشهاد، حدود، ولاء او براء، أمر بالمعروف نهي عن المنكر مسلمان ته ګټه لا څه چې برعکس د ماډرنې نړۍ په وړاندې د اسلام د بدنامۍ سبب کیږي او مسلمان ترې باید کلکه ډډه وکړي. یعنې که سړی متوجه شي اوسني مرجئه له پخوانیو بدتر دي ځکه هغوي نیک اعمال یواځې بې ګټې بلل چې اوسني تسلیم شوي او د دوی همفکره مرجئه بیا نیک کارونه ګناه او ناروا بولي.

همدا ډول اوسني خوارج د لويې ګناه کونکی کافر نه بولي خو مسلمانان په شبهاتو او شکوکو حتی په نیکیو کافروي او وینه يې حلاله بولي. تاسې به ډیر خوارج لیدلي وي چې استدلال کوي چې موږ خو ځکه خوارج نه یو چې موږ د لويې ګناه کوونکی کافر نه بولو. خو امام ابوالحسن اشعري په خپل کتاب، مقالات الاسلامیبن کې لیکلي: دوی(خوارج) په دې هاند دي چې د لويې ګناه کوونکی کافر دی پرته د خوارجو د نجدات له ډلې چې هغوی دا عقیده نه لري، حال دا چې خوارج دي(مقالات الاسلامیین ج١ص٨٦)

موږ لکه څنګه چې بایده ده، د خوارجو او خارجي فکر په وړاندې مبارزه وکړو، همدومره باید د إرجاء او مرجئهء؛ اوسنیو جمهوریت پالو ګمراه عالمانو، د طاغوت د درباریانو، اوسنیو اخوانیانو او دیموکراتانو په وړاندې حساس واوسو.

دا دواړه فکرونه د امت د انحطاط او تباهۍ عامل دي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version