اسلامي امارت؛ د امت د نجات یواځینۍ هیله

ماهر بلال

د الله تعالی د سپیڅلو احکامو تطبیق د اسلامي نظامونو کار دی، که چیرې اسلامي نظام په کومه خاوره حاکم وي نو دا په دې معنی ده چې الهی امرونه جاري کیږي او د الله تعالی سپیڅلی دین به نور هم قوي کیږي.
د خلفاء راشدینو څخه راوروسته آن تر عباسي، اموي او عثماني خلافتونو د مسلمه امت د برم او عزت تاریخونه جوړیدل، هر طرف به مؤمنان په جهاد او قتال بوخت وو او د مؤمنانو لپاره به یې فتوحات راوړل او د الله تعالی د سپیڅلي احکاماتو جریان به یې نور هم ګړندی کاوو، د علم سمندر به د نړۍ نورې جغرافیې ته خوریده، هرخوا به د علم مشالونه ځلیدل خو یو وخت بیا راغی چې دا د ځل او بل مشالونه په تورو تیارو بدل شول.
مسلمانانو د واک پر سر خپل منځي اختلافاتو هرڅه شاته وغورځول، د اختلافاتو له امله هغه امت چې د نړۍ هره اختراع کې مخکښ وو همغه مسلمه امت د شاتګ بهیر پیل کړ؛ وجوهات یې ډیر وو.
اسلامي نظامونه هرکله د امت غمخوار پاتې شوي خو بدبختانه چې مونږ مسلمانان له ډیره وخته له غمخوارانو برخمن نه وو.
د عثماني خلافت راپدیخوا ډیر وخت وروسته هم داسې څوک پیدا نشول چې د مظلوم امت زخمي وجود ته پرهر جوړ شي، د امت مسلمه پخوانی برم بیا اعاده کړي او د کفارو سترګو ته اغزي جوړ شي.
د عثماني دولت له پرځیدو وروسته چې محمدي امت کوم څه ته په تمه وو او یواځینۍ هیله یې وه هغه یوازې شرعي نظام او د یو سپیڅلي قیادت جوړیدل وو او بس. ترڅو ټول مؤمنان په یو قیادت راجمع شي او مسلمانان د کفارو له وحشتونو خلاص کړل شي. مسلمه امت ته دا انتظار ډیر اوږد نشو، امت سره د تېر په شان د یو بل سپیڅلي قیادت د واک امید پیدا شو هغه داسې چې له نن څخه تقریباً دوه نیمې لسیزې وړاندې د اسلامي امارت د خپل حاکمیت په پیل سره امت ته دا پیغام ورکړ چې په مسلمانانو کې اوس هم د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین لارویان شته او ډیر ژر به دا اسلامي خوځښت (اسلامي امارت) د نړۍ د هر مؤمن د درد دوا شي. مسلمه امت ته دا هیله خوشحالي بخښونکي وه، امت ددې خوځښت په افغانستان کې د حاکمیت وروسته نورې نړۍ ته د خوریدو الهام اخیست ځکه چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره یو وار بیا د مؤمنانو تیر پرتمین تاریخ تکراریدو ته زمینه سازي وشوه.
د امت دا خوښي کفارو هیڅ ونشوه زغملی او د اسلامي واکمنۍ د پرځولو لپاره یې په ډیرو بې ځایه بهانو په شرعي نظام هجومي یرغل وکړ، ستر جنایتونه یې وکړل، په اسلامي امارت راټول شوي عرب او عجم یې ټول له تیغه تیر کړل؛ پدې جنایت کې ورسره د نړۍ اکثره برخه کفار او تش په نامه مسلمان دولتونه هم ملګري وو.
جګړه وشوه مسلمانان شهیدان شول، د اسلامي نظام د بیا احیاء کیدو لپاره مسلمانانو زیاتې قربانۍ ورکړې، د شل کلنې جګړې د ایثارونو په برکت اسلامي شرعي نظام یو ځل بیا واکمن شو او یو ځل بیا د واک ګدۍ د اسلام خدمت ته وقف شوه.
د اسلامي حاکمیت د بیا تکرار سره مسلمه امت ته هم د خپل نجات یواځینۍ هیله پیدا شوه؛ مسلمه امت په هر غم او درد کې د نړۍ هیڅ برخې ته د مرستې غږ نه کوي بلکې په ټوله کې په اسلامي امارت غږ کوي، د فلسطیني مؤمنانو د مظلومیت څخه نیولې تر نورې عجمي نړۍ د ظلم ښکار مؤمنان د خپل نجات لپاره له الله تعالی د اسلامي امارت مرسته غواړي. اسلامي امارت هم په ورته وخت کې د هر مظلوم غږ ته لبیک ویلی او د خپل توان په اندازه یې عمل کړی.
په اوس وخت کې اسلامي امارت د ډیرو سختو مشکلاتو ښکار دی خو امارت بیا هم د هر مظلوم غږ اوریدلی او په زغرده یې ترې ملاتړ کړی. امت هم د ټولو ښیګڼو په مقابل کې اسلامي امارت ته د لا استحکام دعاوې کوي.

مونږ ټول امت ته دا ډاډ ورکوو چې ان شاءالله اسلامي امارت به د مخکې په شان په نږدې وخت کې ستاسو د نجات یواځینۍ هیله ثابته شي، د امارت به له ستونزو څخه د خلاصیدو وروسته لومړنی کار ستاسو د نجات لپاره زمینه سازي وي. ان شاءالله و بعون الله

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version