اسرائیلی ضابط: داعش «حماس» ته وسله نه پریږدي

 د اسرائیل یوه پخواني ضابط په خپلې یوې وروستۍ لیکنه کې ادعا کړې چې د فلسطین سره پر پوله باندي د داعش ډله حماس ته د وسلو د قاچاق مخه نیسي، چې له امله یې د اسرائیل امنیت خوندي شوی او په فلسطین کې پر مقاومت منفي اثر غورځېدلی دی.

نوموړي ویلي چې حماس اوس د داعش تر ټولو سر سخت دښمن دی، ځکه یې د نورو اجراءاتو تر څنګ پر حماس ډلې هغه قاچاقي لاري درولې چې مخکې به باندي اسلحه او نور د اړتیا اړوند توکي ورته رسیدل.

د اسرائیل د استخباراتو پخواني ضابط «یوني بن مناحیم» پر یوې دولتي رسمي ویب پاڼې باندي دغه تحلیل کړی او زیاته کړې یې ده چې د حماس او داعش تر منځ خرابې اړیکې بالاخیره ددې سبب شوې چې حماس ډله په غزه کې د داعش اړوند ځیني کسان ونیسي او د مصر سره پر پوله باندي رقابت زیات کړي، چې په مقابل کې یې د داعش ډلې پر «غزه» باندي کلابندي سخته کړې او د وسلو په شمول پر هر نوعه قاچاق یې بندیزونه لګولي دي.

داعش ډلې د مصر په سینا ولایت کې د فلسطین سره پر څنګ د «ولایت سیناء» په نامه دولت اعلان کړی دی.

اسرائیل او مصر پر حماس ډلې تور پوري کوي چې سیناء سره پر پوله په قاچاقي توګه وسلې واردوي.

اسرائیلي ضابط ویلي په دې وروستیو کې حماس ته وسلې نه رسیږي ځکه چې د سمندر لاره اسرائیلي سمندري ځواکونو نیولې او په کلکه یې څاري، په داسي حال کې چې د ځمکې له لاري هغه ټولې قاچاقي لارې د داعش په مټ خوندي دي چې مخکې به حماس ته وسله باندي رسیده.

ویل کیږي چې د وسلو او نورو توکو تجاران اوس د داعش له ویرې هم نشي کولای چې فلسطین ته قاچاق وکړي.

په دې وروستیو کې د داعش ولایت سیناء ډلې پر «حماس» د کفر فتوا ولګوله او پر ضد یې د جهاد اعلان وکړ. دغه ډلې په دې وروستیو کې د حماس او مصر تر منځ نیژدې اړیکې هم وغندلې او دواړه یې په یوه وخت کې خپل دښمنان وبلل.

د یادونې وړ ده له هغه وروسته چې پر حماس د نړیوالو فشارونه ډېر شوه او د محمود عباس په مشري د فلسطین حکومت په غزه کې پر شته مامورینو تنخاګاني بندې کړي او مصر هم ورسره یوازینۍ لاره بنده کړې وه، حماس ډلې په غزه کې خپله حکومتي اداره ختمه کړه او د فلسطین رسمي حکومت ته یې بلنه ورکړه چې د غزې واک واخلي.

د واک څخه تر تېریدو مذاکرات د مصر په وساطت د فلسطین د حکومت او حماس تر منځ وشوه چې له امله یې د حماس مشرانو د مصر پلازمینې قاهره ته مکرر سفرونه وکړه چې له امله یې داعش پر حماس د مصري حکومت سره پر نیژدې والي تور پوري کړ او پر ضد یې جهاد داسي روا وباله لکه څرنګه چې ددوی په وینا د مصري حکومت پر ضد روا دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version