د مازدیګر آذانونه لا نه وو شوي، د لمر تتې وړانګې په ډرون وهلیو کورونو خپرې وې، د مدیترانې د سمندر خوا ته ورو ورو ور روان وم، ما ویل راځه دلته به د ساحل په غاړه اودس هم تازه کړې او لږ دمه به جوړه کړې، چې یوه رمه وحشي سپیان مې تر څنګ تېر شول، د سپیانو داړې د غزې د ماشاومانو په غوښو لړلې وې، له خولو یې لا تازه وینې څڅېدې، د ودانۍ په نوم هیڅ شی نه و پاتې، په نرمو ریګونو د سیمنټي ورانو دیوالونو له مینځه به کله کله سوې چیغې پورته شوې، زه د سمندر خوا ته ور روان وم، کله کله به مې د قرآن کریم نرم او خوږ تلاوت تر غوږ شو، ما به په زړه کې پټ د غزې نوم واخیست، ویښتان به مې ځیږه شول، وجود به مې وبرېښېد، ځکه زه خپله په همغه غزه کې وم چې کیسې یې د انسان هډونه ریږدوي، ورو ورو د ساحل غاړې ته ور نږدې کېدم، لستوڼي مې پورته کړل، له جیبه مې مسواک را واخیست ما لا په اوداسه شروع نه وه کړې چې یو درز شو، له درز سره پر ځان نه وم پوه شوی، ماسخوتن چې په هوښ راغلم ځان مې په کفن کې پېچلی ولید، شاوخوا ته مې بې شمېره شهیدان په کفنونو کې تاو کړي اېښي وو، د دې حالت په لیدو مې له خولې چیغه ووته، زما له چیغې سره څنګ ته ناستو ماشومانو له یوبل سره کټ کټ وخندل، دا ماشومان هم په ماذديګرني بمبار کې زخمیان شوي وو، د ماشومانو له اندامونو لا تر اوسه وینې څڅېدلې، ځان مې سره راټول کړ، هلته ولاړو کسانو زما په لیدو هیڅ خیال را نه وړ، پورته شوم کفن می له ځانه خلاص کړ، سر مې راباندې تاوېده، خپله مور را په زړه شوه، که یې په دې حالت لیدلای وای څومره ډېر شربتونه او پټۍ به یې راته راوړې وای، مګر زما د پوښتنې هیڅوک نه و، سخت تندې اخیستی وم، ما ولاړو کسانو ته د اوبو وویل، هغوی پوه کړم چې دلته ټولې اوبه زهري شوي دي، باید تر سبا پورې صبر وکړې چې اوبه را ورسیږي.
څنګ ته ناست یو ماشوم ته مې کتل په پښه کې یې چره بنده وه، کله به یې چې لاس ورووړ له ډېره درده به یې ورېږداوو، ما یې د راویستلو هڅه وکړه مګر زړه مې کمزوری شوی و.
د اوسپنې یوه میله مې راسره واخیسته د امساء پر ځای مې پر زمکه لږوله، کرار کرار له دې ځایه وخوزېدم، داسې لس دقیقې به نه وم تللی چې پر هماغه ځای مسلسل څو توغندي ولږېدل، هرڅه یې له خاورو سره برابر کړل، هلته د زخمي ماشومانو چیغې کرارې شوې، شهیدان بیا شهیدان شول، مگر دا ځل په خپلو کفنونو کې ټوټه شول، یوازې زه وم چې روغ وتلی وم، که بېرته ورتلای نو زما به څه له وسه شوي و؟
جامې مې د اور لمبو وهلې وې، ورور ورو له دې ځایه روان شوم، ځای ځای به په خرو او آسونو پسې تړلې ګلډۍ را تر سترګو کېدې چې هر چا به خپل شهیدان پکې بار کړي وو، د خښېدو ځایونه به یې لټول، د څوارلسم سپوږمۍ په آسمان تکه سپینه ولاړه وه، د غزې ټپونو یې په رڼا هیڅ اثر نه و کړی، کوښښ مې کاوه شپه یوه آمن ځای ته ورسوم.
د ژمي په دې سړو شپو کې بیرون پاتې کیدل د مرګ خولې ته ځان سپارل و، له لرې مې یوه تته رڼا تر سترګو شوه، داسې يونيم ساعت مزل مې ور وکړ، له ورسېدو سره سم د رڼا له ځایه د یو چا زږېروي راتلل، کرار کرار ورنږدې شوم، مازیګر مهال دا ځای هم بمبار شوی و، یوازې یوه کوچنۍ ماشومه پکې ژوندۍ پاتې وه پاتې ټوله کورنۍ یې شهیده شوې وه، ځای ځای د شهیدانو هډونه پراته وو، ماشومه د خپلې مور سرته ناسته وه، د سیمټي دېوال په سر کوم څه اور اخیستي و، هماغه اور ماته د کور رڼا ښکاره شوه، زما په ورسېدو ماشومې چیغې شروع کړې، سترګې یې له اوښکو تکې سرې وې، د کورنۍ د شهیدانو جسدونه یې لا هماغسې تاوده ول، د یوه شهید سرته اېښې بستره مې را واخیسته، خاورې او ریګونه مې ترې وڅنډل، ماشومې ته مې د هغې د مور څنګ ته ځای سم کړ.
شهیدان مې لږ سره سم کړل، لرې لرې غوښې مې سره راټولې کړې، زه هم سخت ستومانه وم خپله امساء مې راته تکیا کړه، خپله د یوه ځوان زلمي شهید سرته کېناستم، د ماشومې سلګۍ کرارې شوې لکه چی خوب پرې راغلی و، ما د دې زلمي شهید په وینو لت پت جسد ته کتل او زړه به مې همدا راته ویل:
غزه د دې امت د زنکدن ساه ده، په دوه میلیارده مسلمانانو کې دومره غیرت نشته چې د دې معصومو پوښتنه وکولی شي، آیا دوی به د قیامت پر میدان پر همدې امت دا شاهدي نه ورکوي چې مونږ کبابېدلو مګر تاسو د بستر خوبونه کول، آیا د امت زلمیو ته به د شهیدې غزې دا پیغور بس نه وي، چې وایي به؛
اې د امت زلمیو څنګه د بې غیرتۍ په رنځ اخته شوي یاست، زمونږ په لیدو مو ولې په بدن کې د انتقام وینه په جوش نه راځي؟
تاسو د غزې دا سوې او یتیمې کریغې نه اورئ!!؟
کاڼه او ړانده یاست او که مو له بدنونو ساه ختلې…
انتظار وباسٸ د هغې شېبې چې د رب العالمین عذابونه به مو له هډوکو څرمنې بېلې کړي.