پوځي رژيم او اسرایيل؛ د يوې سکې دوه مخونه

اجمل غزنوي

که تاریخ ته ژوره کتنه وکړو، موږ ته څرګندیږي، چې د ځینو رژیمونو وجود یواځې د خپل ولس د ساتنې لپاره نه دی، بلکې د بهرنیو طاقتونو د خوښۍ، د ګټو د خوندي کولو او د نړیوالو سیاستونو د پرېکړو د عملي کولو لپاره دی. پاکستانی پوځي رژيم په همدې منطق ولاړ دی. له پیدایښت څخه تر نن ورځې دې رژيم یواځې د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره په بې رحمه ډول عمل کړی دی، بلوچستان د دې وحشت زنده مثال دی.

د بلوچستان د غرونو، دښتو او د خلکو د تاریخ یوه لویه برخه د پاکستاني پوځ تر اشغال لاندې د مظلومیت سند ګرځېدلی دی. ښارونه یې د ټانکونو لاندې وران شوي، کورونه یې د بمونو په زور نړول شوي او زړونه یې د وېرې په سیوري کې بند پاتې شوي دي. د دې رژيم عملیات د ولس د سر په قیمت ترسره شوي، خو د دوی منطق تل ساده و: د نړیوالو د سترګو لپاره د (ثبات) وړاندې کول او د خپلې کړۍ د دوام لپاره د پردیو رضا ترلاسه کول.

په همدې ډول اسراییل هم په فلسطين کې ورته عمل کړی دی. کورونه نړول، ماشومان وژل، خلک بې ځایه کول او نړیوالو ته د (امنیت) او (دفاع) په ژبه د خپل وجود مشروعیت وړاندې کول؛ دا ټول د اشغال د معاصر منطق برخې دي. توپیر یوازې په جغرافیه کې دی، نه په اصولو کې. دواړه رژیمونه د زور، وحشت او د مظلوم د حقونو د نادیده کولو فلسفه تعقیبوي.

خو د تحلیل له نقط نظره دواړه قضیې یوازې د ټوپک، بم او محاصرې په سطح نه خلاصیږي. حقیقت دا دی، چې اشغالګر د خپل وجود د تثبیت لپاره د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لري. پاکستانی پوځي رژيم د امریکا د ستراتېژیکو ګټو ساتونکی دی او اسراییل د نړیوالو قدرتونو ملاتړ تر شا لري. د دوی ظلمونه یواځې د ځمکې د نیولو لپاره نه دي، بلکې د سیاسي او اقتصادي ستراتېژیو د تطبیق لپاره دي، چې په نتیجه کې یې مظلوم ولس خپل حقونه له لاسه ورکوي.

خو تاریخ تل د مظلوم ولس غږ ثبت کړی دی. بلوچستان د خپل مقاومت غږ پورته کړی، غرونو یې د ظلم ضد نعرې اورېدلې او خلکو یې د خپلې آزادۍ لپاره د هر ډول قربانۍ ژمنه کړې. فلسطين هم د همدې مقاومت مثال دی. که څه هم د توپونو او بمونو تر سیوري لاندې ژوند کوي، خو د مظلوم د زړه اراده تر هر بم او هر ظلم لوړه ده. دا دواړه قضیې موږ ته یو لوی او هر اړخیز درس راکوي: اشغالي ځواکونه چې هر څومره هم ستر او وحشي وي، د خلکو د ارادې او د حق د چیغې په مقابل کې کمزوري دي. ظلم لنډمهالی او مقاومت تلپاتې دی.

د تاریخ له هرې پاڼې څخه موږ زده کولای شو، چې ازادي د انسان فطرت دی او هیڅ زور، هیڅ سیاست او هیڅ اشغال د ملتونو اراده د تل لپاره نه شي ماتولای. پاکستانی پوځي رژيم او اسراییل د یو بل عکسونه دي؛ دواړه د اشغال، زور او د مظلوم د حقونو د نادیده کولو سمبولونه دي او دواړه د یوې سکې دوه مخونه ښيي: یو مخ د قدرت ښکارندويي کوي، بل مخ یې د ظلم او بربریت تاریخ ثبتوي خو د دې تاریخ په ژورو کې د مقاومت او آزادۍ رڼا هم تلپاتې ده، چې بالاخره به د ظلم ټول تختونه ولړزوي او د مظلوم ولس حقونه به لکه د لمر را اوڅار کړي.

Exit mobile version