په هېواد کې د پخواني شوروي نیواک له ماتې وروسته عامه ذهنیت او انتظار داسې وو، چې اوس به د بري جشن نمانځل کېږي، هېواد به د سوکالۍ ساه اخلي، د ابادۍ، رغونې، ملت جوړونې او ملي یووالي پر لور به ګامونه اېښودل کېږي او یو اسلامي ټولمنلی حکومت به له نړۍ سره افغانستان د سیالۍ ډګر ته را باسي، خو له بده مرغه چې دا هسې یو خوب او خیال پاتې شو.
د جهادي تنظیمونو له لوري د بهرنیو استخباراتو په لمسون او ملاتړ د واک په نشه کې داسې کورنۍ جګړې پیل شوې چې هم یې د افغانستان پاتې جوړو بنسټونو ته تر روسانو هم سخت زیانونه واړول او هم یې د ملت تر منځ قومي، ژبني او منطقوي تعصبونه، چې پخوا یې هېڅ نه پېژندل، راپورته کړل.
له دې سره د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهادي میراثونو او ویاړونو د خوندیتوب او ملي غرور هڅه هم په اوبو لاهو شوه او جهادي مشران په سیاسي سوداګرۍ، معاملو او قومي تعصبونو کې دومره ښکېل شول چې د کابل ورانۍ یې تر ننه نه دي جبران شوې.
که څه هم ددغه ناورین او کورنۍ جګړې د ختمونې او د تنظیمي مشرانو له سره د واک نشې د الوځونې لپاره کورنۍ او نړیوالې هڅې وشوې، خو ټولې بې پایلې وې، ځکه چې د خبرو او وسلې نه سره کېدل، تنظیمي مشرانو ته ځانونه د خپلو وسلو او افرادو په زور د نړۍ اتلان ښکارېدل او واک، پیسې او حاکمیت یې اصلي هدف و.
ښايي دا به په همداسې یوه زمانه کې پر افغانانو د خدای تعالی ځانګړې مهرباني او ځینو خدای دوستو وګړو د دعا د قبولیت راز وي چې د یوه ملنګ په څېره کې یې داسې ژغورونکی ورته را واستوه چې په خپل قوي هوډ، مېړانه او مخلصو ملګرو پر مټ یې د وسلې په زور د کورنۍ جګړې لمنه ټوله کړه.
دا ملنګ مزاجه رهبر او زعیم ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله و، هغه کس چې له روسانه سره په جهاد کې یې د ګډون او مبارزې ویاړ درلود، دی له هغو کسانو څخه نه و چې له جهاد وروسته په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي، بلکې ددې حالاتو له مطالعې وروسته یې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ کېښود او په کمه موده کې یې له کندهاره را نیول تر کابل پورې د کورنۍ جګړې او زور واکو لمن ور ټوله کړه، سختې قربانۍ یې ورکړې، خو دا چې ولس د همدې شېبې تږی و، په سر او مال یې ددغه ژغورونکي ملاتړ وکړ او پر ملګرو یې د ژغورونکو پرښتو نومونه کېښودل شول، چې حق یې هم و.
ګڼ نړیوال تاریخ لیکونکي او څېړونکي دې ته ګوته په غاښ دي چې څنګه یوه داسې کس چې په مدرسه او جومات کې په درس او تدریس بوخت و، د کورنۍ د جګړې د ختمولو نظریه طرحه او بیا په خپل ټول ځواک او خورا کمو امکاناتو سره عملي کړه، بهرنیو استخباراتي کړیو او د کورنۍ جګړې ټیکه دارانو، چې ولیدل واک او زور یې ختمېږي، ددغه ژغورونکي حرکت پر وړاندې یې د تبلیغاتو او منافقتونو جال خپور کړ، خو لوی ملاصاحب او ددې حرکت رهبر داسې شاهین نه و چې په دې جالونو کې را ګیر شي.
یوازې پر خدای د توکل او خپلو مخلصو او په واقعي ډول سرتېرو ملګرو په ملتیا یې له کابله واکمن داړه ماران، د ملي شتمنیو لوټونکي او پردي پال وشړل او دوی ته یې ور یاده کړه چې ازادي ګټل اسان دي، خو ساتنه یې ګرانه ده او دا چې له جهاد او شهیدانو سره مو خیانت وکړ، نن یې باید دنیاوي جزا وګورئ او اخروي حساب کې هم خدای تعالی شدید حساب درسره کوي.
د لوی ملا صاحب د مبارزې او د کامیابۍ رازونه ډېر دي، خو څو مشخص یې شاید په لاندې ډول وي:
۱- ایماني هوډ او مفکوره:
هره مبارزه په مفکوره او پاخه تصمیم د بري تر درشله رسيږي، د لوی ملاصاحب او د اسلامي امارت د بنسټګر مفکوره د واقعي اسلام د معرفي کولو او په رڼا کې یې د شر او فساد ټولو ځالو له منځه وړلو او افغان ولس ته د سولې او منیت راوړلو مفکوره وه او ددې لپاره یې پر خپله اسلامي او ایماني مفکوره تکیه وکړه، د ځان په څېر خلک یې ملګري کړل او دا چې تصمیم د بري شرط وي، په خپل تصمیم کې بریالی شو.
د هغه په مفکوره کې د رد ځای نه و، ځکه خو یې د ملت په زړونو کې ځای پیدا کړ او تر پایه ثابت قدمه پاتې شو، د هغه د مفکورې بل مهم اړخ دا و چې دیني عالمان باید په مدرسه او مسجد بسنه ونه کړي، تر څو چې وسله والې مبارزې ته لاس نه کړي او د حکومت جوړولو او چلولو هنر ونه لري، د وخت غوښتنو او اسلام ضد دسیسو ته یوازې په موعظه او تبلیغ ځواب نه شي ویل کېدلی، ځکه باید دا سختي ومني او د حاکمیت بڼه اسلامي کړي.
۲-ولسي ملاتړ او محبوبیت:
لوی ملا صاحب د اسلامي تحریک تر ایجاد او قیادت وړاندې د خپلو خلکو تر منځ په یوه مخلص، مخور او عالم باندې شهرت درلود، خپل پخوانی جهادي باور او شخصیت یې پر پیسو، واک او نورو وعدو نه و پلورلی ځکه خو هر ځای خلکو ته د اعتماد وړ و، د تحریک پیل یې د یوې اړتیا او بیا له ملګرو او خلکو سره د مشورې پر بنسټ رامنځته کړ او پر همدې رښتینولۍ ورته خلک د سر او مال په قربانۍ ودرېدل او بالاخره هغه څه چې ولس غوښتل، عملي شول او کورنۍ جګړه یې پای ته ورسول.
۳-د قربانۍ او ایثار روحیه:
په تېر امارت کې تر وروستیو پورې وسله واله مبارزه روانه وه او له بېلابېلو جبهو شهیدان او ټپیان راتلل، په مقابل کې یې شر او فساد ځواکونو د خپلو بادارانو په ملاتړ او له روسانه د ور پاتې پیسو او بیت المال د لوټلو امکاناتو پر مټ جګړه کوله، خو بالاخره اسلامي امارت د پنجشیر تر ځینو سیمو پرته پر ټول افغانستان د امن او سولې بیرغ اوچت کړ او دا د اسلامې مبارزې او هېواد ساتونکو لپاره یو درس و چې هېڅ حرکت بې قربانۍ او زخمونو بري ته نه رسېږي.
۴-له شخصي غوښتنو او ملحوظاتو تېریدل:
د لوی ملاصاحب په مبارزه کې لومړی ځل د یوه هېواد او یوه ملت د جوړونې نظریه مطرح شوه او د لوی احمد شاه بابا هغه ارمان یې تازه کړ چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او د جغرافیې ساتنه یې هم په ټولو فرض ده، ملا صاحب پر شخصي ګټو او ملحوظاتو ملي ګټو او عامه خیر ښېګڼې ته اهمیت ورکول او دا تر ننه اسلامي امارت ته د یوه ملي درس په توګه پاتې شو.
۵-استحکام او د پردي پالنې ضد نظریه:
پخوا دود داسې و چې که کوم فکري او نظامي حرکت بهرنی ملاتړ ونه لري، کامیابي یې نا ممکنه وي، خو لوی ملا صاحب افغانانو ته ثابته کړه چې که یو حرکت ولسي رېښې ولري، په خدای باور او خپلو امکاناتو تکیه وي، بری یې ځنډنی خو تلپاتې وي چې دا دي تر درېیو لسیزو پورې د اسلامي امارت نظریه ژوندۍ پاتې شوه او د هغه له وفات وروسته یو ځل بیا رنګ راوړ او نن یې پر ارګ بیرغ رپېږي.
په عمومي ډول ویلی شو چې که چېرته د اسلامي امارت د بنسټګر د قربانیو او د ازادۍ د درسونو ممبر زموږ پر وړاندې نه وی اېښودل شوی او دده مخلصو ملګرو د قربانۍ او شهادتونو ډګر ته نه وي را دانګلي، تر ننه به افغانستان د کورنۍ جګړې او د بهرنیانو د استخباراتي لوبو په منځ کې را ګیر و، نن الحمدالله افغانستان د نړۍ یو امن هېواد دی، پر خپلو ملي امکاناتو چلېږي او له هېڅ هېواد نه پوروړی نه دی، دا ټول پر افغانستان د همدغه رهبر ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله لورېینه ده.
پاک رب دې ورته بهترین جنتونه او د اسلامي امارت اوسنیو واکمنو ته د هغه پر نظریاتو او پله د روانېدو همت ورکړي.