په اسلام کې د جهاد فلسفه

اتلسمه برخه
طاهر احرار

څوارلسم اعتراض:
په يو حديث شريف کې پيغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( مَنْ تَمَسَّكَ بسُنَّتِي عِنْدَ فَسادِ اُمَّتِي فَلَهُ أَجْرُ مِائَةِ شَهِيْدٍ )
څوک چې د اُمت د بدحالۍ په وخت د نبي کریم صلی الله علیه وسلم يو سنت ژوندی کړي، هغه ته به د سلو شهيدانو اجر په نصیب شي.
له دغه مُبارک حديث ځيني استدلال کوي، چې په سنګر کې شهادت د يو شهيد اجر لري، لیکن مَسواک وهل يا دعوت او تبليغ کول يا لونګۍ وهل او داسې نور د سلو شهداوو اجر لري.

مشکل دا دی، چې دغه حديث مُبارک يا دېته ورته نور احاديث لکه (الحج جهاد لاقتال فيه) او داسې نور چې د اشاعت دين لپاره پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي. ځينو بیا داسې تشريح کړي چې هم یې ځان د تباهۍ کندې ته او هم یې نور ساده مسلمانان برباد کړل.
زه غواړم چې د داسې مُبارکو احادیثو د معنىٰ توضيح درته وکړم.

۱: جواب
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت په دوه ډوله دي. اول: هغه سنت چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم د عبادت په نيت کول، لکه د اودس په وخت مسواک وهل او داسې نور.
دوهم: هغه سنت دي، کوم چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عادت په انداز کول، لکه د خوب نه مخکې مسواک وهل او داسې نور.
تر ټولو اول خو دلته له سُنتو هغه سُنت مُراد دي کوم چې هغه مُبارک په ډول د عبادت کول، اګر چې سنت عاديه هم د نبي کريم صلی الله علیه وسلم قابل تقليد او لازمونکي د ثواب دي. دلته اصل مُراد د نبي عليه السلام له سنت څخه احکام د دين دي، لکه په نورو ډېرو ځايونو کې هغه مُبارک فرض او واجبو ته سُنت ويلي دي، نو دلته هم مُراد او مطلوب احکام د دين دي، د دين په احکامو کې تر ټولو زيات چې خلکو ورته شا کړې خلکو عمل نه دی پرې کړی؛ هغه حُکم د جهاد دى، نو يوه معنىٰ يې دا شوه؛ چې که څوک په نن سبا وخت کې د جهاد حُکم ژوندى کړي، نو خداى جل جلاله به د سلو شهيدانو اجر ورته نصيب کړي او جهاد يو داسې حکم دى؛ چې د هغه په ژوندي کولو سره د اسلام ټول احکام ژوندي کېږي، ځکه خو پيغمبر صلی الله علیه وسلم جهاد ته مکمل دين ويلى دی.

هغه فرمايي: (إذا تبايعتم بالعِينةِ وأخذتم أذنابَ البقرِ ورضيتم بالزرعِ وتركتم الجهادَ سلط اللهُ عليكم ذُلًّا لا ينزعُه شيءٌ حتى ترجعوا إلى دينِكم.)
ژباړه :کله چې دُنيا پسې شوې، غواګانو لکۍ مو ونيوله (مالداره شوې)، زميندارۍ ته خوښ شوې او جهاد ته مو شا کړه، خداى جل جلاله به په ستاسې ذلت مسلط کړي چې له تاسې به پورته نشي، ترڅو جهاد ته راګرځېدلي نه وئ. مُراد له دين دلته جهاد دى.
مثال:
پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: درې ځله د سورت اخلاص تلاوت د قرانکریم د ټول ختم سره برابر دی.
نو بيا به خلک د قرانکريم تلاوت پرېږدي او يوازې به درې ځله د سورت اخلاص تلاوت کوي.
خداى جل جلاله دې موږ ته د دين د سمې زده کړې توفيق را نصيب کړي. امین

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version