ولې پاکستان د افغانستان اسلامي امارت پر ضد خصمانه سیاست غوره کړی؟

#image_title

عمر افغان

پاکستان چې د افغانستان په بحرانونو کې پخه تجربه تر لاسه کړې ده کوښښ کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د بیا حاکمیدو سره سم هماغه خصمانه سیاسي رول ولوبوي چې په تیرو څلویښتو کلونو کې یې لوبولی وو.

کله چې په افغانستان کې چپیانو (کمونستانو) پراخ فعالیت پیل او د افغانستان په اشغال د دوی هڅې تمامي شولې، پاکستان ته یو طلایي فرصت په لاس ورغی چې د افغان مجاهدینو سره د مرستو له لارې مستقیماً د افغانستان په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه وکړي.

پاکستان په دې هدف کې د امریکا او غربي هیوادونو چې افغان مجاهدینو ته یې مرستې برابرولي کامیاب شولو.

اوس چې له څو لسیزو وروسته په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره امن او ثبات راغلی، پاکستان ځانته دا حق ورکوي چې د پخوا په شان د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

داسې شواهد او ځمکني واقعیتونه شتون لري چې ځینې لرې او نژدې هیوادونه خپله بقاء او پرمختګ د افغانستان په ناامنه کولو، ورانولو او افغان وژنه کې لټوي. چې لدې جملې یو هم د افغانستان ګاونډی پاکستان دی.

دا هیوادونه د افغانستان چټک پرمختګ او ثبات نشي زغملي او پدې ویره کې دي چې که یو ځل افغانستان د دایمي ثبات پر لور روان شو نو له لرې نده چې د افغانستان مقتدر حکومت به ضرور لدې هیوادونه سره د افغانستان تاریخي سرحدونه او ګټې راسپړي. نو په دې اساس یې سر له اوسه د اسلامي امارت پر خلاف د یوه پلان شوي منظم پروګرام له لارې پروپاګند او خصمانه سیاست ته مخه کړې ده.

پدې لنډه لیکنه کې به هغه بارز عوامل او اسباب په نښه کړو چې له مخې يې پاکستان دا ډول سیاست غوره کړی:

• د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې ستونزه لاینحله پاتې کیدل؛

• پاکستان افغانستان خپل ستراتیژیک عمق ګڼي؛

• افغانستان باید د پاکستان یو مصرفوونکی کندو وي؛

• پاکستان د افغانستان پر ګټو له نړیوالو سره لوبي کوي؛

• پاکستان په ځان کې د بحران اداره کولو وړتیا ویني؛

• پاکستان فکر کوي چې په یو وخت کې دوه متضاد رولونه لوبولی شي( له اور او اوبو سره لوبي کوي)؛

• پاکستان داسې افغانستان غواړي چې بهرنۍ تګلاره د پاکستان په ګټو کې راوڅرخیږي( د هند خلاف او د کشمیر په هکله د پاکستان د دریځ ملاتړ وکړي)؛

د دې سیاستو په مقابل د افغانستان اسلامي امارت ته څه کول پکار دي؟

• پاکستان افغان مهاجرین د یو ابزار په توګه کاروي، د افغانستان امارت اسلامي د یوې منظمې طرحې له لارې باید ټول افغان مهاجرین را په کور کړي؛

• د افغانستان بهرنۍ تګلاره باید د شرق او غرب د ګټو ښکار نشي بلکې بېطرفه، متوازنه، اقتصاد محوره او د افغانستان په ملي ګټو ولاړه وي؛

• پاکستان ته له مختلفو لارو قناعت ورکړل شي چې د افغانستان په ثبات او پرمختګ کې د پاکستان ثبات او پرمختګ دی؛

• د افغانستان بنسټونه خصوصا د اوبو مدیریت او روغتیايي سکتور ته ځانګړې پاملرنه وشي تر څو افغانستان د پاکستان له احتیاجه خلاص شي؛

• له نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره مستقیما اسلامي امارت په تعامل کې شي تر څو پاکستان ته دا فرصت په لاس ورنشي چې د افغانستان پر سر له نړۍ سره خبرې یا تعامل وکړي؛

• پاکستان د بحرانونو د مدیریت او متضاد رول لوبولو ټټر وهي خو نړیوال سیاست کې د لویو قدرتونو قناعت حاصلولو او هغوی سره مستقیم تعامل امارت ته دا فرصت ورکوي چې د پاکستان لدې خصمانه سیاست له شر څخه ځان وباسي؛

• اسلامي امارت ته پکار ده چې په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات راوستلو لپاره د افغانستان په داخل او له افغانستان څخه بهر افغانانو ته د ملي پخلاینې زمینه برابره کړي تر څو د راتلونکي لپاره هیڅ هیواد هم افغانان د یو ابزار په توکه د افغان حکومتونو پر خلاف مسلحانه مبارزې ته ونه هڅوي.

پایله:

د افغانستان په معاصر تاریخ کې د افغانستان اسلامي امارت ته چې د بیا ځلې حاکمیدلو کوم فرصت پر لاس ورغلی ډېر کم پیښ شوی دی.

ولې پاکستان د افغانستان اسلامي امارت پر ضد خصمانه سیاست غوره کړی

اسلامي امارت ته پکار دي چې د پاکستان سره اوږدمهاله، مشترکو ګټو پر بنیاد معناداره ډیالوګ پیل کړي تر څو له دې لارې د پاکستان هغه اندیښنې چې په واقعیت کې شتون لري د ګډو هڅو په واسطه حل کړي او په مقابل کې پاکستان د افغانستان اوسني واقعیتونه درک او د حسن همجواري اصولو په اساس له افغانستان سر متمدنه اړیکې جوړې کړي او د دې خصمانه سیاست څخه لاس پر سر شي.

Ali Afghan
Exit mobile version