د افغانستان د اسلامي امارت د استخباراتو ریاست د راپور په اساس؛ تېره شپه هرات ښار کې د خوارجو په یوه پټنځای عملیات وشول، چې په پایله کې یې شپږ تنه خوارج ووژل شول او څلور نور ژوندي ونیول شول.
د دوی په وینا؛ یادو خوارجو هرات کې په ډاکټرانو وروستي برید کې لاس درلود، چې څو عدده لاسي بمونه، مرمۍ، وسلې او مهمات هم ورسره نیول شوي دي.