المرصاد ته مؤثقو سرچینو ویلي، چې په اورکزیو کې نامعلومو وسله والو د آی اس آی یو منځنی مسؤول چې په غیرمستقیم ډول یې د داعش د تقویې او اکمال مسؤولیت درلود او په داعشیانو کې هم له کافي اعتماد څخه برخمن و وژلی دی.
سرچینې وایي د محمد اقبال ولد شامدار په نامه دا کس اصلا د کرمې ایجنسۍ اوسېدونکی و او له نوموړي څخه ډېر داسې مهم اسناد ترلاسه شوي چې ښيي په داعشیانو کې د ای اس ای سازمان نور افراد هم ځای پر ځای شوي. په داسې ډول چې داعشیان پرې خبر نه دي او سازمان په ماهرانه ډول په هغوی کې نفوذ کړی. المرصاد به په مناسب وخت کې دغه اسناد خپاره کړي.
د منابعو په خبره، محمد اقبال په خیبر کې د داعشیانو د یوه عملیاتي ګروپ له مسؤل اختر نبي (صدیقیار) سره نږدې اړیکې درلودې، د داعشي فتنه ګرو مرکزونو ته یې اکمالات کول او په عین حال کې یې د پاکستان له استخباراتي ادارې آی اس آی سره هم رابطه درلوده، او د یادې ادارې پلانونه یې د داعشي فتنه ګرو په توسط عملي کول.

پر نورو اسنادو سربېره، المرصاد د نوموړي د پاکستاني هویت کارت تصویرونه هم ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې نامعلومو وسله والو مهم داعشي مسؤلین په هدفي عملیاتو کې له منځه وړي وو.
د یادونې وړ ده، په وروستیو څو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا اورکزیو، خیبر باجوړ او کرمه کې د داعشیانو مرکزونو ته د وسله والو تګ راتګ زیات شوی دی. سرچینې وایي، داعشیان پلان لري چې د مستونګ د مرکزونو تر ختمېدو وروسته اوس په خیبر پښتونخوا کې منسجم شي