نهمه برخه
عزيز الدين مصنف
فلسطين چې د مديترانې له سمندر سره خلاصه لار لري، تر دې وخته پرې د عثماني امپراطورۍ واک او ځواک چلېده، د عثمانيانو پر وخت په فلسطين کې د مېشتو يهوديانو شمېر درې سلنې ته رسېده، پاتې ۹۷ اووه نوي سلنه وګړي يې عرب مسلمانان وو، د اروپا تر تهديدونو وروسته يهودو په پټه توګه ځينې غونډې ترسره کولې، د۱۸۹۶م کال په پای کې د يهودو مشران د هرتسل د کتاب تر مطالعې وروسته دې پايلې ته ورسېدل ترڅو د ځان لپاره يو بېل او مستقل دولت رامنځته کړي، د دولت د رامنځته کولو لپاره ځمکې او جغرافيې ته اړتيا وه، نو يې د څلورو هېوادونو (فلسطين، ارژنتاين، اوګاندا او موزاميک) پيشنهاد وکړ چې بايد يو له دغو څلورو هېوادونو د خپل ځان لپاره وټاکي، د يهودو په دې ټاکنه کې انګليس پوره همکاري کوله، هرتسل په خپل کتاب کې ليکي، چې يهوديانو د انګلستان په مشوره د فلسطين ځمکه د ځان لپاره وټاکله، نوموړي ليکوال د دې علت د بيان لپاره څو دلايل ياد کړي.
۱ـ هغه وخت په فلسطين کې د يهودو اقليت استوګن و، د عثماني امپراطورۍ په دوران يهودو او مسلمانانو په سولييزه فضاء کې ژوند کاوو، ځکه واک او ځواک ټول له مسلمانانو سره وو، يهودو هېڅ ډول شوم فکر ته لاس نه شوای غځولای، نو هغه يهود چې له بهرنيو هېوادونو به فلسطين ته راتلل، د مېلمنو په ډول به له نورو يهودو سره پاتې کېدل، او د مسلمانانو لخوا له هيڅ ډول تهديد سره نه مخ کېدل. (چې دا د مسلمانانو په پوره اعتماد دلالت کوي، نه بايد په يهودو يې اعتماد او باور کړی وای)
۲ـ فلسطين د مديترانې له سمندر سره پراخه ساحه لري، نو نورو هېوادونو ته په کتو د فلسطين په لور د یهودو ورتګ په ډېرې اسانۍ سره ترسره کېدای شوای.
۳ـ امريکا، انګليس او شوروي چې په سيمه کې د مسلمانانو د واک او ځواک څخه وېرېدل، نو يې په شريکه دا طرحه وړاندې کړه، چې د مسلمانانو په مينځ کې نفوذ وکړي، دوی د خپل نفوذ لپاره يهود انتخاب کړل، هغه يهود چې هم لويديځ ترې په تنګ وو او هم ختيځ (روسيه)
دا وخت د فلسطين د عروج مرحلې وې، ځکه عثماني امپراطورۍ لا په قوت کې وه، او هلته شته يهوديان هم له دغو مزاياوو څخه پوره برخمن وو، د تعليم، اقتصاد، صنعت او هر ډول سهولتونه ورته برابر وو، نو ځکه فلسطين د انګليس په رهبرۍ د کفر ټارګټ وګرځېد او دوی د دې ټارګټ د ويشتلو لپاره له يهودي مردکيو څخه کار واخيست.
پلان داسې طرحه شو چې د انګليس تر څار لاندې دې له روسيې، اروپا، انګلستان او امريکا څخه يهوديان د مديترانې په سمندر کې تر فلسطين پورې ځانونه ورسوي، په فلسطين کې د يهوديانو په پاتې کېدو باندې له فلسطين مېشتو يهوديانو سره پټې غونډې ترسره کېدلې.
فلسطين ته د يهوديانو د تګ د هر اړخيزو ستونزو د له مېنځه وړلو لپاره پورتنيو هېوادونو ټټر وواهه، ځکه دا تر ټولو ښه وخت و، تر څو اروپا د يهودو له شره په امان شي، يهودو هلته په شته حکومتونو نهايي فشار راووړ، ترڅو له دوی سره فلسطين ته په هجرت کولو کې مرسته وکړي، د دې طرحې تر تاييد وروسته، تر ۱۹۰۳م کاله پورې ۲۵۰۰۰ يهود له ختيځې اروپا او روسيې څخه چې په دوی کې (د يهوديانو مشران، انګليسي طراحان ، امريکايي او روسي جاسوسان او نور تروريستي يرغلګر شامل وو) د مهاجرينو په نوم د فلسطين خاورې ته داخل شول، د يهودو تر دې هجرت وروسته په فلسطين کې د يهودو نفوس ۵ پنځه سلنې ته لوړ شو، د يهود مهاجرينو تر ډېر وخت پورې په فلسطين کې تم کېدل د دې سبب وګرځېد چې د فلسطين مسلمانان له هر ډول ستونزو سره مخ کړي، د فلسطين مالي منابع او راغلو يهوديانو ته د اوسېدو کمپونه دا ټولې هغه ستونزې وې چې د فلسطين وګړي يې اعتراض ته اړ ايستل، په پايله کې په القدس کې په لوی شمېر معترضينو عثماني امپراطورۍ ته وړانديز وکړ چې د يهودو د مهاجرت مخه دې ونيول شي، ځکه فلسطين د دومره لوی نفوس د ځاييدو توان نه لري، سره له دې چې د فلسطينانو ږغ چا وانه وريد، بلکې پر دې برسېره د يهودو ۴۰ زره نور مهاجرين فلسطين ته داخل شول، له دې سره په فلسطين کې د يهوديانو د نفوس سلنه ۸ ته لوړه شوه، مګر تر دې وخته پورې يهود پر هماغه ۳ سلنه ځمکه کې اوسېدل، د لومړنۍ نړيوالې جګړې په پای کې د عثماني دولت له کمزورې کېدو څخه په ګټې اخيستنې انګلستان او فرانسې د سايس پيکو (Sykes-Picot Agreement) د پريکړې په اساس د شام د مقدسې ځمکې د ټوټه کېدو اعلان وکړ، هماغه و چې انګلستان د ساند ريمو د تړون په اساس په فلسطين کې خپل حاکميت اعلان کړ، د فلسطين له اشغال سره سم انګلستان د بالفورډ له بيانيې سره هم موافقت اعلان کړ، د انګلستان تر واکمنېدو وروسته فلسطين د عثمانيې امپراطورۍ له حاکميت څخه ووت، تر دې چې فلسطين ته تللې ټولې لارې د انګلستان لخوا تر سخت څار لاندې وې.
ادامه لري…