شهيد حبيب الرحمن د محمد الف شاه زوی د محمد شاه لمسی د پکتيا ولايت احمد خېلو ولسولۍ موشکې کلي اوسيدونکی و.
نوموړی په ۱۴۲۰ ھ ق کال چې ۱۳۷۸ هجري شمسي سره سمون خوري، په يوه متدينه او جهاد پاله کورنۍ کې، دې فاني دنيا ته سترګې وغړولې.
اتل شهيد له ماشومتوبه له اسلامي علومو سره علاقه درلوده او اسلامي جذبه له ورايه پکې معلوميده، نوموړی د علمي تندې خړوبولو لپاره، دارالهجرت پاکستان نوښار درالعلوم فيض القرآن پير سباق شريف مدرسې کې داخله واخيسته، په همدې مدرسه کې يې ديني زده کړې له مشهور شخصيت پير طريقت حضرت مولانا قاري بشير احمد« مدني» صاحب سره سرته ورسولې، د فضيلت تاج يې همدلته د قاري صاحب په لاس په سر کړ.
شهيد عمرخالد د تقوا سمبول او په نبوي اخلاقو موصوف شخصيت و، په تعليمي او جهادي دوره کې يې، د ملګرو زيات خدمت کاوه، خصوصاً د استادانو او جهادي مشرانو امر ته زيات تابع و، له علماوو او خصوصاً له مجاهدينو سره يې ځانګړې مينه درلوده.
د جهاد مينه دومره ورباندې غالبه شوه، چې په ډېر کم عمر کې يې د جهاد لپاره مټې رابډ وهلې او د مبارزې لپاره يې ملا وتړله.
جهادي مبارزه!
لومړی تشکيل:
شهيد عمرخالد اولنی تشکيل له خپلې کورنۍ څخه په پټه د قومندان خاوري تر قيادت لاندې، خوست ولايت صبريو ولسوالۍ ته پيل کړ، په ياد سفر کې نوموړي په دښمن مرګوني بريدونه ترسره کړل، د ګڼو تعرضونو او کمينونو پراخ ګډون وال و، له دوو مياشتو سفر وروسته بېرته خپل کور ته راستون شو.
دوهم تشکيل:
نوموړي دوهم تشکيل د خپل تره ( اکا) شهيد قومندان نقيب الله نصرت له ملګرو سره د پکتيا ولايت د احمد خېلو ولسوالۍ کې تېر کړ، نوموړي په احمد خېلو ولسوالۍ کې پر دوښمن په ګڼ شمېر کمينونو کې برخه واخسته، د تشکيل د وخت پوره کېدو سره سم نوموړی بېرته له خپلو ملګرو سره دارلهجرت ته ولاړ.
د دیني زده کړو ترڅنګ یې نظامي زده کړې هم ترسره کړې، د ډلکۍ مشر مولوي صاحب زاهدالله (مدني) په مشرۍ، د حضرت عبيده ابن جراح (رضی الله عنه) معسکر ته ورمعرفي شو، نوموړي د شپېتو ورځو په تکميل سره په لوړه کچه د فراغت سند ترلاسه کړ.
له معسکر څخه تر فراغت وروسته نوموړی د خپل کور په طرف راستون شو، يو څو ورځې وروسته بيا ځلې درالعلوم فيض القرآن ته د سپېڅلي کتاب قرآن کريم د دور لپاره ولاړ، د قاري محمد ناصرصاحب په نوم استاد سره يې د قرآن کريم درې دورونه ترسره کړل.
د قرآن کريم د دورونو له پای ته رسولو وروسته، خپل اصلي هسوکنځي افغانستان ته راغی، د موشکي کلي په ديني مدرسه او ورسره نږدې مساجدو کې، د رمضان المبارک په میاشت کې يې د قران کريم ختمونه هم ترسره کړل.
درېيم تشکيل :
د سهار وخت وو، ملګري يې په تشکيل راونېدل، شهيد عمر خالد هم د خپل ملي او ديني مسؤليت د ترسره کولو لپاره، له خپلو والدينو څخه رخصت واخيست، د تشکيل پر لور له خپلو ملګرو سره ښه په خوشحالۍ يوځای روان شو، کله چې حقدارې سيمې ته راورسېد، نوموړي خپلو ملګرو ته د ډاډ، اطمنان او د جهادي جذبې کېسې کولې.
د درويش له خولې:
وايې نوموړی شهيد د ځوانۍ له لحاظه ډېر ضعيف خو د زور او طاقت په لحاظ سره، الله تعالی ډير قوت ورکړی و، د همدغه سفر په دوران کې نوموړی زيات خوشحال او ډير مطمئين و، لکه ده ته چې د شهادت زيری راغلی وي، کله چې پکتيا ولايت احمد خېلو ولسوالۍ ته راورسېد، همدلته يې ښه په مېړانه په څو جنګونو کې برخه واخيسته.
د ۱۵ ورځو له تېرېدو وروسته، په ننګرهار ولايت کې د خوارجو فتنګرو اوازه شوه، په دې وخت کې د پکتيا د والي صاحب لخوا امر راغی، چې له هرې ډلګۍ څخه بايد څلور تنه مجاهدين ځان تيار کړي، د خوارجو (داعشيانو) له مينځه وړلو لپاره، په دې وخت کې شهيد عمر خالد خپل سرپرست ته وويل: چې اول به زما نوم ليکې! همغه وو، چې د نورو ملګرو په شمول يې نومونه وليکل شول، د مازديګر په وخت يې د ننګرهار په طرف سفر پيل کړ، يو څو ورځې وروسته ننګرهار ته ورسېد، همدلته یې د شهيد ميرزا جان تر قيادت لاندې، څو ورځې شديد جنګونه ترسره کړل، پر داعشیانو یې شپه او ورځ یوه کړې وه، چې بلأخره د يوې پوستې تر بشپړې فتحې ورورسته، د خوارجو لخوا د ځای پرځای شوي ماين په واسطه نوموړی شديد زخمي شو، چې زخمونه يی زيات عميق او نازک وو، د انتقالولو په وخت کې په ۱۳۹۸ کال د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نحسبهم کذالک والله حسيبه