له جهادي ډلو سره د داعش خیانت!

عاصم عمر

#image_title

له جهادي ډلو سره د داعش خیانت!
عاصم عمر

په ۲۰۱۴م مېلادي کال کې، چې کله د ابوبکر بغدادي ملېشو د یوې پروژې له مخې په منځني ختیځ کې د خپل فعالیت د پراخولو لپاره کار پیل کړ، په عراق او سوریه کې یې لومړی هڅه دا وه چې د هغوی د بدیل په توګه ځان ښکاره کړي او هلته د بهرنیو او داخلي نظاميانو سره جګړه وکړي.

له دې کبله یو شمېر جهادي حرکتونه تجزیه او داعش سره یو ځای شول، خو کله چې داعش غوښتل یوازې په سیمه کې پاتي وي او نور هیڅوک یې د ناولو او ننګینو کړنو مخې ته ونه دریږي، نو د ګڼ شمېر جهادي حرکتونه له پښو غورځول یې هدف وټاکه.

داعشي فتنه ګرو هلته پر موجود جهادي حرکتونو لکه احرار الشام، جبهة النصره او نورو جهادي حرکتونو بېلابیل تورونه پورې کړل، هغوی یې تکفیرول او مرتدین یې ګڼل؛ له همدې امله یې له هغوی سره خیانت وکړ او له صحنې څخه یې د ایستلو هڅې پراخي کړې.

داعشي خوارجو له جهادي ډلو سره د خیانت او د هغوی په تضعیف سره د فتوحاتو ټولي هغه سیمې په لږه موده کې له لاسه ورکړې، کومي چې د بېلابیلو جهادي ډلو لخوا په تکالیفو نیول شوې وې او دښمن ته یې درانده تلفات اړولي و.

د ابوبکر بغدادي ملېشو د کفارو په ضد د مبارزې په ځای جهادي ډلو ته مخه کړه او د هغوی په له منځه وړلو کې یې خپل هیڅ راز توان ونه سپماوه، کله چې په دې اړه د داعشیانو او ازادو لیکوالانو له خولې له جهادي ډلو سره د داعش د وسلوالو او مذهبي جګړو او سستیماتیک جریان اورو، نو کټ – مټ به داسې انګېرل کېږي چې داعش ډله یوازې د همدې هدف لپاره ګمارل شوې ده.

په دې سیمه کې هم ورته پېښه له هغو جهادي حرکتونو سره تکرار شوه، کومو چې په خورا سپيڅلتیا وسلواله مبارزه کوله، د هغوی له جملې د القاعده څه غړي هم له داعش سره یو ځای شول، خو داعش د هغوی ټولو له هېلو او جهاد سره خیانت وکړ او محض د هغوی د صفوفو ټوټه کېدل یې د پایلې په توګه پاتې شو.

هرماس الافغاني
Exit mobile version