غرب او د ښځو آﺯادي

احمد منصور

په غربي هېوادو کې د ښځو آﺯادي په لوړه کچه ده په دې اړه ليکوالانو مستند کتابونه او رسالې ليکلي ځينې ليکوالان چې له غرب څخه متاثره دي هلته د ښځو په دومره ﺯياته انداﺯه آﺯادي د ښځو حق او بشر دوستي بولي خو ځينې ليکوالان چې په اسلامي عقيده سمبال دي دا يې د غربيانو بې عقلتوب او په ښځو ظلم بللى دا چې څه ډول ظلم يې پرې کړى ان شاء الله په را تلونکو کرښو کې به يې ولولى الله دې له ما څخه دا خدمت قبول کړي.

او تاسو محترمو ته دې د دغو ليکنې په مينه د مطالعه کولو توفيق درکړي ، دا چې دا موضوع پېچيده او باريکه ده نو غواړم په څلورو برخو يې وويشم

١- په غربي هېوادو کې د ښځو مخکېنى حالت

٢- په غربي هېوادو کې د ښځو اوسنى حالت

٣ -ولې غربيان په اسلامي هېوادو کې د ښځو لپاره دا ډول آﺯادي غواړي

٤- په اسلام کې د ښځې مقام

په غربي هېوادو کې د ښځو مخکېنى حالت !

يو وخت داسې وو چې غربيانو ښځه يې بشر نه بلله ويل يې ښځه په شان د يو حيوان ده چې استعمالول يې يواﺯې د وخت په انداﺯه ده هغه وخت ښځه انساني حقوقو څخه محرومه وه ښځه يې مصيبت او عذاب بلله، ښځه يې يواﺯې د شهواني غرايضو د پوره کولو لپاره استعماليده هغه وخت د ښځې ژوند د حيوان له ژوند هم بتر وه يواﺯې دکاغذ تشناب په توګه ترې کار اخيستل کيده ، په خپله خوښه يې د ژوند کولو حق نه درلود.

همدا ډول يهود ښځه يو لعنت بلله د هغوي په منحرف تورات کتاب کې ښځه په دې ‌ ډول تعريف شوې (المرة اعمر من الموت) ژباړه ښځه تر مرګه يو تريخ حقيقت دى خلاصه دا چې تاسو په غرب کې د ښځو مخکېنى حالت هر ډول تصور کولى شى په همغې انداﺯه تنګ، تريخ تياره او له هرډول انساني او بشري حقوقو بې برخې وې ژوند يې هغه ﺯندان ته ورته وه چې له ﺯياتې تيارې له امله د رڼا څرک پکۍ نه ليدل کيږي

په غربي هېوادو کې د ښځو اوسنى حالت

په معاصره غربي نړى کې تر انداﺯې ﺯياته اوس آﺯادي ښځو ته ورکړل شوې د اوسنى غرب له مخکينى غرب سره هيڅ تفاوت نشته يواﺯې فرق يې په دې سره کولى شو چې مخکينى غربيانو ښځه پليته نجسه بلله خو اوس يې په آﺯادي ورکولو کې دومره افراط شوى چې حيثيت يې له خاورو سره سم کړى په اوسني غرب کې د ښځو ستړى او ستومانه ژوند دى.

دنارينو په څېر ښځه هم مکلفه ده چې کار وکړي او خپل ورځېنى ژوند پر مخ بوﺯي هلته د ښځو جسماني توان خيال نه ساتل کيږي ښځه بايد د رخصتيو دوه ورځو کې چې هفته او يک شنبه د خپلو ضرورياتو د پوره کولو لپاره کار وکړي ،خو که چېرته کار ونه کړي يواﺯې د حکومت له لوري به دومره څه ورکول کيږي چې پرې ژوندۍ وي.
هغه خلک چې د غربي تمدن غوښتونکي دي د خلکو د تېر ويستو لپاره دا ډول پروپاګند کوي:دا خو يې ښځو ته حق ورکړى تر څو د نارينوو په څېر په تعليمي ،حکومتي مراکزو کې کار وکړي،مدني مبارﺯه پرمخ بوﺯي او د سياست ميدان ته را ووځي.

خو دوي ته بايد وويلى شي چې د غربيانو‌ له لوري ښځو ته دومره ﺯياته آﺯادي ورکول په دې معنا نه چې ګويا دوي د ښځو له غمه مړه دي او يا يې حقوق ورکړي ،بلکې نارينوو ښځې يواﺯې د خپلو خواهشاتو او شهوت د تسکين په خاطر را ويستلي اوس په غرب کې له ښځو د يک بار مصرف اشياوو په توګه ترې کار اخيستل کيږي.

يو کال مخکې په غربي هېوادو کې يوه سروې شوې وه چې په سلو کې اتيا فيصده په ورځ کې پيدا کېدونکي ماشومان يې له ﺯنا پيدا بللي وو په غرب کې نکاح کول کمه يا آن په ورکېدو ده ځکه خو ښځې د عزت له مينځه تللى.

اوس هم په غرب کې د فسق او فجورمراکز يې په ښځو آباد دي پرېمانه ډانس کلپونه او د ﺯنا اډې موجودې دي،خاوند خپله ښځه،پلار خپله لور او ورور خپله خور له بې ځايه ګرځېدو او پردو خلکو سره په جنسي اړيکو درلودو نشي منع کولى که چېرته يې د منعه کولو کوششونه کوي دا هلته جرم بللى کيږي او منعه کوونکى به اسير کيږي هلته ﺯنا کارې آسانه او په ارﺯانه بيه پيدا کيږي پروسکالې مې يو راپور کاته د غربي هېوادو متعلق يې ﺯياته کړې وه :په غرب کې ﺯنا دومره عامه ده چې اوس څوک د رضاء ﺯنا نه خوښوي بلکې غواړي چې جبري ﺯنا وکړي خو ورته ﺯنا هلته منعه ده.

همدارنګه ښځې د خپلو حکومتي،تعليمي ، مدني او فرهنګي دندو د ساتلو لپاره بايد له خپلو بدنو تېرې شي تېر کال مې د يوې امريکايى سرتېرې ليکنه لوسته د خپل ژوند په اړه يې يې داسې ليکلي وه: کله مې چې واده وکړ خاوند راته وويل که غواړې دواړه ګډ ژوند ولرو بايد ته هم کار وکړې ﺯياته کړې وه ﺯه اوس په يو لرې هېواد کې يم مشر مې يو تور پوستى ده چې کله هم وغواړي له ما څخه خپل خواهش پوره کوي ﺯه مجبوره يم چې په وړاندې يې سکوت اختيار کړم ځکه که د هغه له غوښتنې انکار وکړم دنده مې په خطر کې ده.

له پورتنيو حقايقو را معلوميږي چې په غرب کې ښځې ته آﺯادي نه ده ورکړل شوې بلکې د ظلمونو په پنجرو کې ساتل کيږي د دوي په قول چې ښځه له نر سره په ټولو حقوقو کې مساوي ده بيا ولې په غربي هېواد کې ښځه اولسمشره يا د اولسمشر معاونه نه ده ټاکل شوې ؟ که تاسو د غربي هېوادو په اړه څېړنې وکړى هلته ښځينه طبقه يواﺯې په تعليمي،فرهنګي او مدني برخو کې دندې اجرا کوي ډيرې کمې به وي چې حکومتي دندې به لري هغه به هم واک د کوم سړي وي پرې.

ولې غربيان په اسلامي هېوادو کې د ښځو لپاره دا ډول آﺯادي غواړي؟

غربي هېوادونه دا دعوه لري چې په اسلامي هېوادو کې ښځو ته خپل حقوق نه دي ورکړل شوي اتلس کاله دمخه د امريکا په مشري دوسلويښتو هېوادو په يو شمېر اسلامي هېوادو مستقيم او غيرې مستقيم ډول يرغلونه وکړل هغه وخت له اهدافو څخه يو هدف يې په يرغل شوو هېوادو کې ښځو ته آﺯادي او حقوق ورکول باله‌ يو له هغو هېوادو د امپرطوريو قبرستان افغانستان وه ، امريکا او متحدينو يې په هېواد کې د ښځو د را ويستو لپاره مختلفې حربې وکاره ولې ، د ښځو د ورکړې تر عنوان لاندې يې موسسې وﺯارتونه او کېټۍ جوړې کړې رسنۍ په دې وګمارلې تر څو د ښځو په را ويستو کې له دوي سره مرسته وکړي همدې موخې ته د رسېدو لپاره يې په ميلونونو ډالر مصرف کړل تر يو حده بريالي شول تر سنګ يې د کمونستانو،خلقيانو او پرچميانو ښځې راغلې خو بيا د امريکايانو ﺯړونه يخ نه شول ځکه دوي غوښتل هغه مومنې افغانانې چې لا تر اوسه يې چا د لوپټو څنډې هم نه دي ليدلي له کورو را وباسي خو الحمدالله چې لا تر اوسه لالهانده دي نه دي توانيدلي چې محجوبې خويندې مو بې حجابه کړي.

دوي اسلامي هيوادو کې ښځو ته آﺯادي ورکولو څخه لاندې اهداف لري:

١-هغه مومنې ښځې چې بچيان يې د اسلامي امت د دفاع لپاره قرباني ته وړاندې کړي هغه خويندې چې شهيدو ورونو ته په وياړ د قبر بيرغونه جوړوي هغه لوڼې چې پلار يې د جهاد ګرمو سنګرونو کې شپې او ورځې تيروي او دوي له ربه د بريا سوالونه کوي د بې حجابه کولو کوښښونه کوي.

٢-غرب غواړي دلته په اسلامي هېوادو کې ښځو ته د حقوقو د ورکړې تر عنوان لاندې فحاشي او بې ديني خپره کړي.

٣- نړيوالو ته دا ښايې چې اسلامي دين ښځو ته حقوق نه دي ورکړى خپل خود ساخته ديموکراسي دين د ښځو حقوق ورکوونکى ورته معرفي کوي.

٤- دوي پوهيږي چې ښځه د کور ښکلا خو د بهر لپاره فتنه ده نو ځکه په اسلامي ممالکو کې د دغې فتنې د را پيدا کېدو لپاره شپه او ورځ يې په ځانو يوه کړې.

٥-غرب په مسلمانانو خوصوصا په افغانانو کې د جنګي احساس د وژلو له خپل دين څخه د لرې ساتلو لپاره يواﺯېنى حل د ښځو آﺯادي بولي.

بايد په دې ځانونه وپوهوو چې غربيان په رښتيا د ښځو له غمه نه دي مړه که دا ومنو چې دوي رښتيا هم د ښځو حقوقو ورکولو ته ژمن دي تاسو لګ په اسلامي نړى نظر واچوى چې له ښځو سره دوي کوم ډول چلن غوره کړى که وژل کيږي،اسير کيږي يا ټپي کيږي خامخا به د کومې ښځې ځوى يا يې ورور وي د خپل هېواد له حالاتو خو ټول خبر ياستو داسې ورځ نه تيريګي چې د وحشي امريکايانو په بې رحمه بمبارى کې د يو افغانې مور ﺯوى يا د کومې افغانې خور ورور نه وي شهيد شوى داسې هم پيښ شوي چې د يو مور څلور ځامن په يوې ورځ شهيدان شوي آن چې پوره کورنۍ د امريکايانو له لوري وژل شوي دا څه ډول ښځو ته حقوق ورکول دي چې د همدغو د حقوقو د مدعيانو په شتون کې د ارګ دننه په ښځو په ﺯور جنسي تيرى کيږي په داسې حال کې چې په ديموکراسي کې ورته عمل جرم بللى کيږي.

حقايق خو دا دي چې غربيان په اسلامي هېوادو کې د حقوقو د نوم نه په استفادې خپل شومو اهدافو ته ځانونه رسول غواړي.

په اسلام کې د ښځې مقام:

هيڅ کوم دين ښځې ته دومره حقوق نه دي ورکړي لکه په کومه انداﺯه چې اسلام يې حقوقو ته پاملرنه کړې هو اسلام هغه دين دى چې په ظهور سره ښځه له تورو تيارو څخه را وويستل شوه او د حياء په لوپټه محجوبه کړل شوه د اسلامي دين په راتلو په مشرکينو کې هغه بد بدعت چې د لور خور خښول وه ختم کړل شو قرانکريم د مشرکينو همدغه ظلم په دې ډول بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ٥٩. ژباړه : ا و كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نود هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي، او که په خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چي دوی یې کوي.

رسول الله صلى الله علىه وسلم نارينه طبقه له خپلو ښځو او بچو سره مينې کولو ته را بللي:

په حدیث شریف کې راځي:

په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکي انسانان هغه څوک دي چې ښه اخلاق ولري او له خپلو ښځو او بچو سره مینه اومحبت ولري ((ترمذي مخ ۱۱))

ښځه د خاوند لپاره لباس وبللى شوه لکه څه ډول چې رب فرمايي (هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷)
ژباړه: (هغوي (مېرمنې) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)

امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري(جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې فرمايي: د لباس څځه مراد سکون دی، یعني دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

ښځه د بنډار شمع نه بلکې سکون بللى شوې همدا رنګه ښځه د خپلو بچو په صحيح تربيت کې ځانګړى رول لوبوى شي.

بچيان مکلف ګرځول شوي تر څو د خپلو ميندو په صحيح ډول خدمت،قدر او احترام وکړي په عوض کې يې رسوالله صلى عليه وسلم د رب له لوري د يو انعام ورکولو ﺯيرى هم ورکړل شوى.

(الجنة تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب)
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندې دی)

اسلام ښځې له تعلیمه نه منعه کوي؛ بلکې لاډېري یې تشویقوي چي پخپله هم دین زده کړي اونوروته یې هم وروښیيي.

ځکه حضرت عائشه (رضی الله عنها)ترټولولویه عالمه وه. خو ددې غم یې هم خوري چي څوک دې په عزت داغ ونه لګو ي، څوک درته ضرر ونه رسوي، په ټولنه کې دې اعتبار زیانمن نشي اوته په یوه فتنه بدله نشې نو ځکه ورته وایي چې که په پوره امن او اسلامي ماحول او طریقه دې سبق ویلای شوای نو ډاکتره شه ، انجینره شه ، معلمه شه او داسي نور، او که د پورتنیو بلاوو خطر وو بیا تاته تر بهر وتلو په کور کې اوسیدل غوره دي؛ ځکه چې بیا دې تر ګټې تاوان ډیر دی، الله پاک دوی ته د دې لپاره چې هم له فتنو خوندي وي او هم یې علم حاصل کړی وي ډیره ښه لاره په ګوته کوي.

همدارنګه اسلام ښځې ته نه وایي چې ته د ځان یا بچو لپاره حلال رزق مه پیداکوه، کار او تجارت مه کوه او د بل لاس ته کېنه؛ بلکې ورته وایي چې همت وکړه، کسب او کمال زده کړه، عزتمن ژوند ځان ته برابر کړه، له خپل خاوند او اولاد سره مرسته وکړه او داسې نور ځکه حضرت خدیجه (رضی الله عنها )د خپل وخت ډیره لویه سرمایه داره وه؛ مګر اسلام دا ورته وایي چې ته مسلمانه یې ته دا هر څه باید په هغه چوکاټ کې دننه وکړې چې الله (جل جلاله) درته ټاکلی دی؛ که نه کېده بیا دالله (جل جلاله) دا احسان یولوی غنیمت وګڼه چي ستا نفقه یې په خاوند او بیاپه اولادونو او نورو باندي فرض ګرځولې، ده تر څو ته لکه ملغلره غوندې په عزت کې پاتې شې. او نارینه مکلف دی چې د کور دننه کارونه تاته پرېږدي او د بهر ټولو لویو او وړو کارو ته پخپله اوږه ورکړي.

ښځه له نارينه سره په لاندي حقوقوکې برابره ده:

۱ــــ ښځه دنارينه په شان دژوند حق لري ،که چا قصداً مړه کړه قاتل به يې قصاص کېږي.

۲ـــ ښځه دنارینه پشان په ټولنه کې دکرامت، شرافت او عزت حق لري په دې هکله الله (جل جلاله) فرمايي: وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا. ژباړه : او یقینًا موږ د ادم اولادې ته ډېر عزت وركړى دى، دوى مو په وچه او سمندرکي (په سورلیو) سواره كړي دي، خوندور پاكیزه شیان مو وركړي دي او دوى مو په خپل مخلوق كې په ډېرو زیاتو باندې غوره ګرځولي دي.

۳ـــ ښځه هم دنارينه په شان په روا طريقه د مال ګټلو او دهغې د مالک کېدو حق لري ، لکه په قران کریم کې چې الله پاک فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُواْ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُواْ اللّهَ مِن فَضْلِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمً. ژباړه :د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده نو له الله څخه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى. له همدې وجې اسلام په ميراث کې هم ښځي ته برخه ټاکلې ده لکه چې الله تعالی په قران کریم کې فرمایي: لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيبًا مَّفْرُوضًا. ژباړه : د نارینه و لپاره حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، او د ښځو لپاره (هم) حصه شته له هغه (مال) نه چې مور او پلار او نژدې خپلوان يې پرېږدي، هغه (مال) که لږ وي او که ډیر دوی ته پکې ټاکلې برخه شته.

دغه رنګه ښځه په خپل مال کې دتصرف او خرچ کولو حق لري او کولى شي چې په روا کارونو کې خپل مال مصرف کړي.

۵ـــ ښځه د تعليم حق لري خو هغه تعليم چې د دې له فطرت او خلقت سره مناسب وي ، اسلامي اداب او اخلاق ورکې تر پښو لاندې نه شي او د ټولنې د ترقۍ او خوشحالۍ باعث وګرځي؛ نه د اخلاقي فساد . همدارنګه د ښځي عفت او ابرو ورکې خوندي وي، دزده کړې او تعليم سيستم يې شرعي وي، د تعلیم نظام مخلوط نه وي ، داسې تعليم نه وي چې ښځه خپله اصلي او مهمه دنده ور سره سرته نه شي رسولاى.

۶ـــ که اړتیا پېښه شي نو ښځې هم کولای شي د کورنیو چارو او یا ټولنیزو پېښو په باره کې چاته مشوره ورکړي، لکه چې رسول الله مبارک د حدیبې پر مهال د مؤمنانو له مور حضرت ام سلمې (رضی الله عنها) سره مشوره وکړه. او حضرت شعیب (علیه السلام) هم د خپلې لور مشوره ومنله کله چي هغې ورته وویل: يَا أَبَتِ اسْتَأْجِرْهُ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَأْجَرْتَ الْقَوِيُّ الْأَمِينُ. خو دا پکې لازمي ده چي ښځه خو د ښځه والي په تول پوره وي.

کوم خلک چې دا ادعا لري چې اسلامي دين ښځو ته حقوق نه دي ورکړي هغوي خو يا د اسلام په اړه معلومات نه لري او يا په حقايقو سترګې پټوي خداي دې وکړي چې دا ماته ګوډه ليکنه مې د هغو خلکو د پوهاوى سبب جوړ شي چې د غرب له کلتوره متاثره دي او د هغوي په ګټه تبليغات کوي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version