سوډان؛ د اسلامي اُمت پر بدن ژور ټپ! ابو هاجر الکردي

#image_title

سوډان؛ د اسلامي اُمت پر بدن ژور ټپ!
ابو هاجر الکردي
کابو اته میاشتې کېږي چې ټولې دوستې او دُښمنۍ رسنۍ د غزې جګړه او جنایتونه تر انعکاس لاندې راولي او هره ورځ پرې تبصرې کېږي.

که لږ نور ور اخوا د افریقا سوزېدلې دښتې ته نظر واچوو، د سوډان په نوم یو هیواد شتون لري چې اکثریت غړي يې مسلمانان دي؛ هغه هېواد چې په دې ورځو کې د نړيوالو مجلسونو په چوپتيا او د لويديځ د لاسپوڅو لخوا د مسلمانانو لپاره په قتل عام بدل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو د اجیرانو په مشرۍ یې وحشي ځواکونه هره ورځ لسګونه ملکي وګړي وژني.

د ترلاسه شویو راپورونو له مخې د سوډان د پوځ او د اماراتو د اجیرانو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه څه باندې ۱۵ زره ملکي وګړي وژل شوي، په لسګونو زره نور ټپیان شوي او لکونه نور یې بې کوره (کډه) شوي دي.

په رښتیا چې غربي نړۍ د اُمت لپاره اوبه خړې کړي او خپله ترې ماهیان نیسي.

په داسې حال کې چې رسنۍ په غزه کې په جنایتونو تمرکز کوي خو په بله څنډه کې دوی د سوډان د بې دفاع خلکو د مرګ سبب شوي.

غربي اجیران هره ګړۍ د اُمت پر بدنونو زهرجن خنجرونه غورځوي او پر دغې چوپتیا چې نړۍ اوس په کې ښکېل ده، بیا ډېر د شرم وړ ده.

لکه څنګه چې مسلمانان په غزه کې جنایتونه غندي، باید د سوډان مظلوم ولس هم هېر نه کړي او په ټول توان سره هڅه وکړي چې د سوډان د وروڼو او خویندو فریاد ته ورسېږي؛ ځکه په دې ورځو کې سوډان د اسلامي اُمت پر بدن ژور ټپونه وهلي.

 

عاصم جلال
Exit mobile version