سوریه کې پر زیارت برید پلانوونکي داعشیان نیول شوي

د سوریې د نوي تشکیل شوي حکومت د کورنیو چارو وزارت په دمشق کې پر یوه زیارت د داعشیانو د برید د پلان شنډولو خبر ورکړی دی.

د سوریې دولتي اژانس د مسؤلینو له قوله لیکلي چې د استخباراتو عمومي ادارې له اړوندو جهتونو سره په همغږۍ د پلازمېنې دمشق په څنډو کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې څلور له داعش سره تړاو درلودونکي کسان نیول شوي دي.

په خبر کې ویل شوي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دمشق کې د سیده زینب په نوم زیارت باندې برید ترسره کړي او د دې کار ترسره کولو لپاره یې چاودېدونکي توکي او نور وسائل هم چمتو کړي وو. د دمشق په څنډه کې پروت د سیدة زینب زیارت د اهل تشیع په نزد ډېر محترم دی، امامي شیعه ګان په دې باور دي چې دلته د حضرت علي کرم الله وجهه لور، زینب رضي الله عنها، دفن شوې ده.

داعشي خوارجو تېره میاشت د سوریې د مجاهدینو تر بریالي کېدو وروسته ګواښ کړی و چې د نوي جوړېدونکي حکومت پر ضد به خپله جګړه روانه ساتي. له وروستي شنډ شوي پلانه ښکاري چې دا فتنه ګرده ډله کوښښ کوي چې په سوریه کې د تازه سوړ شوي جنګ اور بیا بل کړي او د شام مبارکه خاوره د تل لپاره د جګړې ډګر وګرځوي.

 

ابو جلال
Exit mobile version