سایبري جګړه؛ له خیالاتو تر حقیقتونو! منصور احمدي

#image_title

په دې لیکنه کې مونږ لومړی د سایبري بریدونو بېلابېل تعریفونه بیان کړي، په بله برخه کې مو د دې جګړې په تاریخ لنډه کتنه کړې، په پای کې مو د اسرائیلو د سایبري بریدونو موخې؛ د لبنان پر وړاندې څېړلي دي.

په حقیقت کې، مجازی جګړه یا سایبري جنګ هغه ډول جګړه ده، چې پکښې د جګړې دواړه لوري؛ د کمپیوټر شبکې د وسیلې په توګه کاروي او جګړه په مجازي فضا کې پر مخ وړي.

ډیجیټل یا مجازی جګړه؛ تر ټولو نوې برخه ده، چې هېوادونه د قدرت ښودلو او واکمنۍ لپاره ورته مخه کوي، سایبري بریدونه، الکترونیکي امنیت، الکترونیکي ملاتړ او الکترونیکي بریدونه د دې ډګر مهم اقدامات دي.

د لغوي معنا په لحاظ؛ په بېلابېلو فرهنګونو کې “سایبر” د مجازي او نه‌ لمس کېدونکي په معنی کارول شوی، د سایبري چاپېریال په اړه هم داسې تعریف شوی:
هغه مجازي او غیر محسوسه فضا؛ چې په نړیوالو شبکو کې شتون لري.

په دې چاپېریال کې ټول معلومات د افرادو، کلتورونو، ملتونو او هېوادونو په اړه موجود دي او هر څه چې په فزیکي ډول په ځمکه کې شته؛ په مجازي فضا کې په ډیجیټل ډول شتون لري او د کاروونکو لپاره د لاسرسي وړ دي، دا چاپېریال د کمپیوټر او نړیوالو شبکو له لارې سره تړل شوی دی.

د ټیکنالوژۍ د پرمختګ چټکتیا دومره زیاته شوې؛ چې کله کله د دې پای ته نه شو رسېدلی، له بلې خوا، سافټویرونو زموږ په ژوند کې دومره مخه کړې؛ چې آن زموږ ورځني کارونه تر اغېزې لاندې راولي.

د سایبري امنیت اهمیت باید په هغو امنیتي ماتونو کې ولټوو، چې په وروستیو کې په مهمو ادارو کې، د یاهو څخه نیولې؛ د امریکا د خزانې ریاست پورې، پیښ شوي دي، په هرې یوې امنیتي ماتې کې، چې د یوه یا څو نیمګړتیاوو او د امنیتي پروسیجرونو د نه تعقیبولو له امله رامنځته شوي؛ دغو سازمانونو ته له مالي او اعتباري اړخه نه جبرانېدونکي زیانونه اوښتي دي.

احصائیې ښيي، چې د سایبري بریدونو کچه په نړۍ کې په هېڅ ډول نه ده کم شوې، لوی او کوچني سازمانونه هره ورځ د بریدونو سره مخامخ کېږي؛ چې موخه یې د حساسو معلوماتو غلا یا د دوی په فعالیت کې اخلال راوستل دي.

په دې کې شک نشته، چې د ټیکنالوژۍ چټک پرمختګ ځانګړي فرصتونه رامنځته کړي، خو همدا چټکتیا په ځینو چالشونو هم منتجه شوې؛ چې د سمې ادارې لپاره دقیقو ستراتیژیو ته اړتیا لري، نن ورځ د سایبري وسیلو په اړه عامه پوهاوی زیات شوی، خو په همدې حال کې بدخواه کارونې، چې ډېر تخریبي اړخونه لري؛ خپل واقعي مخ ښودلی دی.

سخته ده، چې باور وکړو؛ مجازي جګړه او مجازي وسلې یوازې یوه تیوري وه، چې د امنیت متخصصانو پورې اړوند وه او نورو ورسره کار نه درلود، تر ۲۰۰۹ مېلادي کال پورې داسې ګمان کېده، چې هغه کسان چې د تخریبي موخو لپاره پروګرامونه جوړوي؛ یوازې غلط کاران دي؛ چې غواړي مالي ګټې ترلاسه کړي، نه دا چې د نورو هېوادونو رازونه غلا کړي، خو د وخت په تېرېدو دا کیسه نورو ځایونو ته هم وغځېده.

د اسرائیلو موخه د لبنان پر وړاندې په دغه جګړه کې:

لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، سایبري جګړه له پوځي جګړې څخه ډېره خطرناکه ده او په هر پوځي برید کې د قوماندې او کنټرول په مرکزونو برید لومړیتوب لري، په حقیقت کې هغه څه چې په خبرونو او معلوماتو کې راغلي دي، دا دي؛ چې په لبنان کې مېشتې ډلې دې پایلې ته رسېدلې وې؛ چې اسرائیل به سایبري بریدونه وکړي.

حزب الله لبنان خپلو افرادو ته امر کړی و، چې خپل موبایلونه له ځان څخه لیرې کړئ، ځکه چې د سایبري بریدونو لومړۍ نښه ضعیف موبایلونه دي، دا کار وشو، دویم ګام د ارتباطاتو لپاره بدیل موندل و، ځکه چې په قوماندې او کنټرول کې ارتباطات ډېر مهم دی.

همدا و؛ چې دې ډلې څو میاشتې مخکې نوې پیجرونه اخیستي و، چې ټولو ملاتړ کوونکو جنګیالیو ته ووېشل شول، اسرائیل له دې فرصت څخه استفاده وکړه او په پیجرونو باندې یې داسې فریکونس ولېږدوه؛ چې د دې پیجرونو د بیټرۍ درجه دومره لوړه شوه، چې په هر ځای کې ددې کسانو په لاس کې موجود پیجرونه وچاودېدل.

د دې ډول بریدونو ناوړه پایلې:

په حقیقت کې، د دې ډول بریدونو شتون په بېلابېلو هېوادونو کې دا ښيي، چې ټکنالوژیکي وسایل هیڅ امنیت نه لري او سربېره پر دې؛ دا وسایل د جګړې لپاره مهمې وسیلې دي.

پکار ده، چې نړۍ د دې ټکنالوژۍ پر وړاندې ودرېږي، دا چې باید د خلګو د خدمت او هوساينې لپاره وکارول شي؛ د خلګو د وژلو لپاره ترې استفاده کېږي، دا جګړه باید پراخه نه شي.

هغه وژنې چې په لبنان کې وشوې، یوازې لبنان پورې نه وې محدودې، بلکې سوريې ته هم وغځېدې؛ که نړيوال د دې پدیدې پر وړاندې چوپ پاتې شي، دا جګړه به قانوني بڼه واخلي او ټوله نړۍ به ورڅخه استفاده وکړي، چې بالاخره به خوندي ځای نه وي، ځکه ټکنالوژي او د نوې ټکنالوژۍ ګټه په هر ځای کې اړتیا ده، کله چې دا ټکنالوژي د جګړې په وسله بدله شي؛ بیا به په نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره هیڅ خبره پاتې نه شي.

عاصم جلال
Exit mobile version