د غور مرکز کې د داعشي خوارجو ګروپ له منځه وړل شوی

#image_title

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند نن ناوخته خبر ورکړ چې د غور ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې دوه داعشیان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد په اعلامیه کې ویلي چې دا عملیات نن یکشنبه ( ۱۷ ربیع الثاني / ۲۹ میزان) د فېروزکوه ښار په مارکوه سیمه کې ترسره شوي، چې په نتیجه کې یې د خوارجو د ځايي ګروپ مشر له خپل یوه مهم ملګري سره ووژل شو او د یاد ګروپ یو شمېر نور غړي ژوندي ونیول شول.

مجاهد زیاته کړې چې دا هغه ګروپ و چې د تیرې ربیع الاول میاشتې په نهمه یې د غور او دایکندي ترمنځ لاره کې تر ۱۴ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه او د دې ترڅنګ یې د کابل او بامیانو په ځینو بریدونو کې هم لاس درلود.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا تکراراً، د المرصاد د راپورونو په تائید سره، ویلي چې دا ګروپ په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو مستقیماً رهبري کېده او پلانونه یې له هماغه ځایه ترلاسه کول.

هرماس الافغاني
Exit mobile version