د غزې ناورین خوارجو ته څومره اهمیت لري؟

د تېر ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس تر بریالیو عملیاتو وروسته، اسراییلي غاصب رژیم په فلسطین کې د ملکي وګړو قتل عام پیل کړ. د جګړې له پیله بیا تراوسه، یعني په نږدې ۱۱۰ ورځو کې، په فلسطین کې غاصبو اسراییلیانو تر ۲۵۲۰۰ پورې فلسطینیان شهیدان کړي او تر ۶۰ زره زیات نور یې ټپیان کړي دي.
پر فلسطین د اسراییلي اشغالګرو ناروا او د ټولو قوانینو خلاف جګړه اوس لا هم په داسې حال کې روانه ده چې د بشرحقونو نغارې ډنګوونکی غرب په بشپړ ډول د اسراییلو په څنګ کې ولاړ دی او د مسلمانو دولتونو مرسته یوازې تر غندنې پورې موقوفه ده.
د غزې په روان ناورین ټول مسلمانان غمجن دي او له سترګو یې وینې څاڅي، خو د خوارجو لپاره د فلسطیني مسلمانانو پر ضد دا روانه جګړه له یوې تبلیغاتي سوژې زیات اهمیت نه لري.
پر اسراییلو د حماس پر بریالي برید په لومړیو کې د خوارجو ټوله رسمي تبلیغاتي دستګاه چوپه خوله وه، خو په اصطلاح مناصرینو یې د اسراییلو د رواني جګړې د یونټ رول خپل کړی و او د حماس د ارتداد فتواوې یې کښته پورته کولې څو د فلسطیني مجاهدینو پر دې عظیمه کارنامه خاورې واړوي. پر غزه د اسراییلو د وحشت تر پیل یوه اوونۍ وروسته لا هم د خوارجو رسمي رسنۍ چوپه خوله وې او د غزې نوم یې په خوله نه اخیست. خو یوه اوونۍ وروسته د خوارجو رسمي تبلیغاتي دستګاوې دې نتیجې ته ورسېدلې چې له دې جګړې د ځان په ګټه ښه تبلیغاتي استفاده کولای شي. لږ موده وروسته د خوارجو ټولې تبلیغاتي پاڼې د غزې له مسلمانانو سره د مرستې او د اسراییلو پر ضد د جهاد په پوسټرونو او لیکنو ډکې شوې.
د غزې له ناورینه د خوارجو تبلیغاتي استفاده اوس لا هم په اوج کې روانه ده. خوارج په خپلو لیکنو او تبلیغاتو سره ځانونه د غزې د مسلمانانو اصلي مدافعین ښيي. د تعجب وړ خبره دا ده: خوارج په داسې حال کې ځان د غزې او فلسطین د مسلمانانو واقعي ساتونکي بولي چې د خپل منهج له مخې په غزه کې د ګوتو په شمار کسانو پرته بل مسلمان نه ویني. په غزه کې د خوارجو په نزد کله مسلمان شته؟ د فلسطین ټول وګړي یا د الفتح ګوند پلویان دي، یا د حماس، او یا د نورو فعالو سیاسي او جهادي ډلو. د خوارجو په نزد دا ټول ګوندونه کافران دي، پلویان یې له اسلامه وتلي دي او څوک چې دوی ته کافر نه وايي هغه هم کافر دی. د فلسطین ټول اوسېدونکي د خوارجو په همدې قاعدو او مسلسل تکفیر له اسلامه وتلي دي (نعوذ بالله)، نو کله چې په فلسطین کې له یو څو محدودو کسانو پرته، چې د خوارجو هم فکره او ملګري دي، بل مسلمان نشته، نو خوارج د کومو مسلمانانو د مناصرت او نصرت دعوه کوي؟ که بالفرض دعوه کوي چې د غزې مسلمانان نه تکفیروي، نو بیا یې ولې د اسراییلو د نظامي او تبلیغاتي عسکرو رول خپل کړی دی چې د فلسطین د ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي تکفیروي او وژلو ته یې تر چا زیات اولویت ورکوي؟
د خوارجو منهج او دوی روان کمپاین که مخې ته کېږدو، نو راته جوتیږي چې دوی د مسلمانانو له دردونو او تکلیفونو یوازې تبلیغاتي استفاده کوي، نور یې د ژوند په کیسه کې نه دي او وژل یې حتی تر کافرانو ځان ته غوره ګڼي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version