علامه سيوطي رحمه الله فرمايي: (لولا العلماء لکان الناس کالبهائم.) که چېرې علماء نه وای، خلك به د چارپيانو په څير وای، يعنې د خلکو ژوند او زندګي به د چارپيانو په څير وه.
علماء کرام د ټولنې لپاره د لارې مشالونه دي او د ملا د تير حيثيت لري، کومه ټولنه چې عالم نلري او يا له علماؤ سره وابستګي نلري هغه ټولنه د خير ټولنه نه ده، هغوی دې د آخرت زندګي جوړولو لپاره له عالم سره صحبت اختيار کړي او د علماؤ د پر حقي وينا مطابق دې خپله زندګي تيره کړي.
د علماؤ مسؤليت دا دی چې خلك به دين ته را بولي، له نواهيو څخه به يې منعه کوي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ټولنه کې د علماؤ مسؤليت دی.
د رسول الله ﷺ قول دی «الدِّينُ النَّصِيحَةُ» «دين نصيحت دی» [بخاري او مسلم].
عالم به په ډيره نرمه لهجه او په احسنه طريقه خلك دين ته دعوتوي، د دعوت پر مهال به نرمي کوي، سختي به نکوي، په داسې طريقه به خلك دعوتوي څنګه چې د خدای رسول ﷺ دعوت کړي.
عالم بايد هغه اختلافي مسائل چې ټولنه بربادوي، دشمني او د حسد پر لور يې بيايې کلکه ډډه وکړي، د دين هر حکم بايد د ټولنې هر فرد ته په ورين تندې ورسول شي، که چيرته په ټولنه کې داسې يو عمل چې غير شرعي عمل و په ډيره حکیمانه او په ښه انداز دې خلك ترې منعه کړي.
له افراط او تفريط څخه دې ډډه وشي؛ افراط او تفريط په شريعت کې ځای نلري.
که چيري ټولنه بي دينه او بي دعوته پاته شوه مسؤليت يې د علماؤ پر غاړه دی.
د علماؤ مکلفیت دی چې د رسول الله ﷺ او د امت د سلفو پر پله پل ږدي او د دين په مسئله کې به له هيڅ چا څخه ويره نلري او نه به د چا تر اثر لاندې راځي.
رسول ﷺ فرمايي:
«أَلاَ لاَ يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ هَيْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍ إِذَا رَآهُ أَوْ شَهِدَهُ، فَإِنَّهُ لاَ يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ وَلاَ يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ» [رواه احمد، ابن حبان او ابن ماجه]
ژباړه: «مه پرېږدئ چې له خلکو څخه ویره مو د حق له ویلو او څرګندولو منع کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ نږدې کولای او نه هم رزق لرې کولای شي.
او همدا راز هغه ﷺ فرمايي:
«أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ أَوْ أَمِيرٍ جَائِرٍ» [ابو داود، احمد]
ژباړه «تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا پر وړاندې د حق خبره ده.»
د عالم فکر او نظريه بايد جامع وي، عالم به محدوده نظريه نلري، له سمتي، قومي او ژبني تعلق او تعصب څخه به لیرې اوسي.
په اوس وخت کې د علماؤ ځانګړی مسؤليت د ځوانې طبقي فکري جوړښت او د اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه ده.
هر عالم بايد د موجوده نظام دفاع او ساتنه د ځان فريضه او وجيبه وګڼي.
عالم بايد لالچي نه وي او د دنيا له لالچ څخه به لیرې اوسي، عالم به په اسلامي نظام کې د بست او منصب لپاره نه بلکې د خپلې وجيبې او خدمت په موخه نظام کې کار کوي، د کوم عالم چې نيت او مقصود منصب او دنياوي اغراض وي، هغه علم ثواب نه وبال جوړيږي.
نن که ټولنه او د ټولنې اتباع د اسلامي نظام پر وړاندې ناخبره او خنډ شي مسؤل عالم دی، عالم بايد پر اسلامي نظام ټولنه راټوله کړې، ټولنه د اسلامي نظام له خير او برکته آګاه کړي.
خلکو ته ترغيب ورکړي تر څو د اسلامي نظام له حقه برخمن او په هر حال يې دفاع او ساتنه وکړي.