د صومالیا لپاره د داعشیانو والي د جګړې له صحنې تښتېدلی

د صومالیا د پنټلنډ ایالت چارواکي وايي چې د داعشیانو سیمه ییز مشر عبدالقادر مؤمن د جګړې له صحنې تښتېدلی دی.

د پنټلنډ د امنیتي ځواکونو یوه ویاند پرون دوشنبه (۲۶ جوزا /۱۹ ذوالحجه) رسنیو ته ویلي، د دوی استخباراتي معلومات ښيي چې عبدالقادر مؤمن د کلمیسکات له غرنۍ سیمې تښتېدلی دی. د مؤمن د تيښتې د وخت او نوعیت په هکله نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د پنټلنډ خپلواکې ادارې د هلاک په نامه پراخ عملیات په دې هدف پیل کړي چې د داعشي خوارجو د صومالیا څانګه وځپي او په خپل دې هدف کې تر ډېره حده بریالي شوي دي.

د پنټلنډ ولسمشر د یکشنبې په ورځ د عملیاتو د درېم پړاو ختمېدل اعلان کړل او ویې ویل چې د کلمیسکات غرنۍ سیمه ۹۸٪ تصفیه شوې او په څلورم پړاو کې به هغه سیمې په نښه شي چې د کلمیسکات له غرونو او نورو سیمو تښتېدلي داعشیان پکې پټ شوي دي.

Exit mobile version