د شهید خلیل الرحمن حقاني په شهادت کې د استخباراتي کړیو د لاس درلودو امکان

#image_title

نن چهارشنبه (د جمادی الثاني په نهمه) د افغانستان د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني په یوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړل شو.

تراوسه د دې مرموز برید پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو تر برید وړاندې د پاکستاني پوځ لخوا د چلېدونکو اکاونټونو ګواښونو او د برید نوعیت ته په کتلو ډېر امکان لري چې داعشي خوارج یې مسؤلیت ومني او ځینې منابع هم دا تایيدوي. (تر برید څو ساعته وړاندې د ایګل آی په نوم د پاکستاني پوځ اړوند یوه ایکس حساب پوسټ کړی و چې ”یوه بله جوپه رانږدې ده“. پر شهید خلیل الرحمن حقاني تر برید وروسته، ایګل آی خپل پوسټ حذف کړ او وروسته یې څو مسلسل پوسټونه د حقاني صاحب د شهادت په هکله نشر کړل.)

مخکنیو پېښو او د افغانستان په ګاونډ کې د ځینو استخباراتي سازمانونو له لوري خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له داعشه استفادې ته په کتلو، ممکنه ده چې دا بريد هم د هغه استخباراتي کړیو په غیر مستقیمه لارښوونه داعشي خوارجو ترسره کړی وي کومې چې له دې د مخه هم د افغانستان د علمي، جهادي او اجتماعي شخصیتونو په ترور کې تل ښکیلې پاتې شوې دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version