د سوریې حکومت درې داعشیان قتل او څلور نور ژوندي نیولي

د سوریې د حلب عملیاتو کې نیول شوي داعشیان - انځور: د سوریې د کورنیو چارو وزارت

د سوریې امنیتي ځواکونو په حلب ښار کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې درې داعشیان وژل شوي او څلور نور ژوندي نیول شوي دي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا عملیات د شنبې په ورځ (۱۷ می) په حلب ښار کې ترسره شوي او له پټنځایه وسلې، منفجره مواد او یو چاودېدونکی واسکټ نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د داعشیانو دې شبکې په تخریبي کړنو کې لاس درلود او کوښښ یې کاوه چې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، د تیرې دسمبر میاشتې په اوایلو کې چې د بشار رژیم راوپرځېد، داعشیانو ګواښ وکړ چې د نوي جوړ شوي حکومت پر ضد به خپل جنګ ته ادامه ورکوي. د افغانستان په څېر، داعشیانو عملًا کوښښ وکړ چې په سوریه کې خپل فعالیت بیاپراخ کړي او دې هڅو ته یې پراخ تبلیغاتي کمپاین د قوي کړیو لخوا هم کیږي، خو ګڼ شمېر عناصر یې د نوي جوړ شوي حکومت په عملیاتو کې له منځه تللي او یا ژوندي نیول شوي دي.

Exit mobile version