د سوریې جهادي ډلې حلب ښار ته ننوتلې

#image_title

له تېرو درو ورځو راهیسې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد جنګېدونکو جهادي ډلو پر حلب ښار پراخ عملیات پیل کړي وو، چې نن جمعه د حلب ښار ته ننوتل او د ښار زیاتره سیمې یې په خپل لاس کې واخیستلې.

رسنیز راپورونه وايي، د حلب ترڅنګ د رژیم مخالفو جهادي ډلو د ادلب ولایت سټراټيژيک ښار، سراقب، هم نیولی دی.

مجاهدینو په دې عملیاتو کې د رژیم او د ایران له ملاتړه د برخمنو ملېشو لسګونه عسکر او په زیاته اندازه نظامي وسائط او مهمات نیولي دي.

دا په تېرو څو کلونو کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد د جهادي ډلو تر ټولو ستر عملیات دي، چې په ډېره چټکۍ سره یې د بشار له خونخوارو ځواکونو سیمې تصفیه کړې.

د یادونې وړ ده، په سوریه کې د بشار د رژیم پر ضد جګړه له ۲۰۱۱ز کال راهیسې روانه ده. په ۲۰۱۴ز کال کې داعشي خوارجو تر راپورته کېدو وروسته د شام په جهادي ډلو پسې راواخیسته، د سوریې روان انقلاب یې تقریبًا له بشپړې ناکامۍ سره مخ کړ او مجاهدین ادلب ولایت ته ورټول شول. په تېرو څو کلونو کې تر اعداد او چمتووالي وروسته یو ځل بیا لیدل کیږي چې د رژیم مخالفې جهادي ډلې د داعشي ناسور له لاسه له خوړلو ټپونو لږ رغېدلې او خپل تحرکات یې بیا پیل کړي دي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version