د سوریې امنیتي ادارې وايي چې په ادلب ولایت کې یې د داعشیانو پر یوه پټنځای باندې عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې د خوارجو یوه مهمه شبکه په بشپړ ډول شنډه شوې او نهه غړي یې ژوندي نیول شوي دي.
د اګست په ۷مه د سوریې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ادلب په حارم سیمه کې په دې ترسره شویو عملیاتو کې د داعشیانو هغه ډله نیول شوې چې د پنځو عراقیانو په ترور کې یې لاس درلود او پلان یې دا و چې د نورو تخریبي اعمالو ارتکاب هم وکړي.
د خبر پاڼې له مخې، له پټنځایه وسلې، انفجاري واسکټونه، د هاوان مرمۍ، ماینونه، بارود او نور مهمات او وسایل نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، د بشار الاسد د نظام تر سقوط وروسته، داعشي خوارجو هڅې زیاتې کړې چې د سوریې د نوي حکومت پر ضد جګړه پراخه کړي، خو له وروستیو نیونو او عملیاتو ښکاري چې نوې اداره ورته متوجه ده او نه پرېږدي چې دا فاسده او خونخواره ډله سوریه یو ځل بیا د جګړې په ډګر بدله کړي.