عمومي یرغل:
مشرکانو خپل درې تنه تکړه قوماندانان له لاسه ورکړل، په احساساتو کې و، د خپلو وژل شویو د انتقام وږي و، په سینه کې د حسد اور یې نور هم پسې تازه شوی و.
د تن په تن مقابلې، او د دری تنو مشرکینو له قتل وروسته أبو جهل خپل لښکر ته مخاطِب شو، او ورته ویې ویل: دوی له چل نه کار واخیست، قسم په الله چې تر هغو به یې نه پرېږدو؛ ترڅو مو په پوړيو نه وي تړلي.
بیا یې لښکر ته د عمومي یرغل امر وکړ، عمومي جنګ پیل شو، مسلمانانو پرې غشي وار کړل، ژبې یې د أَحد أَحد په کلمو لمدې وې، په خپلو ځایونو ولاړ و، چې لښکر را نږدې شو، نو یې وارونه پرې پیل کړل، او دېر زیانونه یې ورواړول.
د نصرت له مالک سره د راز او نیاز تار تینګول:
د صفوفو له تنظیم او منظمې قوماندانۍ وروسته، د لښکر سالار خپل څپري ته راغی، د نصرت له مالک سره یې د مناجات مزی ټینګ کړ، له هغه یې په لمدو سترګو، او رڼو اوښکو د خپل لښکر بری وغوښت، داسي یې وویل: “اللهم أنجز لي ما وعدتني، اللهم إن تهلک هذه العصابة من أهل الإسلام فلا تعبد في الأرض أبدا ”
ژباړه: ربه! کومه وعده چې دي راسره کړې ده، هغه پوره کړه، ربه! که د مسلمانانو دغه ټولۍ ختمه شي، نو هیڅکله به په ځمکه کې ستا عبادت ونشي.
دغه مناجات تر هغو وغځېد، ترڅو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اوږې څادر ولوید، أبو بکر رضی الله عنه یې څادر بیرته په اوږه ورکېښود، او ورته ویې ویل: نور بس ده، متعال رب خپله وعده پوره کوي، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یو څه وخت ویده غوندي شو، د وحي جریان و، کله چې راپورته شو، نو أبو بکر ته یې وویل: ابو بکره زېری مې در باندي، هغه دی جبرائیل راغی، د آس قیزه یې نیولې ده، له مخي سره ګرد او غبار را ولاړ سوی دی.
بیا له څپري راووتلو، او دا آیت یې بدرګه کاوه: “سیهزم الجمع ویولون الدبر ” ژر به د دښمن ټولۍ ماتي وخوري، او شا به راواړوي (وبه تښتي).
په ډېر جوش سره د لښکر په لور راغی، یو موټی شګه یې راواخیستله، او د کفارو د لښکر په لور یې وروشیندلې، او ویې ویل: “شاهت الوجوه” کاږه دي شي دا مخونه، دغه یو موټ شګي د هر کافر په سترګو او سپږمو کې ولګېدې، په دې هکله متعال رب فرمایلي دي: “و ما رمیت إذ رمیت ولکن الله رمی” ژباړه هغه وخت چې تا ویشتل کول، تا ونه ویشتل بلکې الله تعالی وویشتل.
د ځوابي برید امر کول:
دغه مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم چې پخپله هم د جنګ ډګر ته کوز شوی و، لښکر ته یې د ځوابي برید امر وکړ، ورته ویې ویل: (شدوا) پرې وردانګئ، بیا یې جنګ ته وهڅول، ورته ویې ویل: “والذي نفس محمد بیده، لا یقاتلهم الیوم رجل فقتل صابرا محتسبا مقبلا غیر مدبر، إلا أدخله الله الجنة”
ژباړه: په هغه ذات مې دي قسم وي، چې د محمد نفس یې په لاس کې دی، هر څوک چې نن له دښمنانو سره وجنګیږي، بیا په داسې حال کې وجنګیږي چې دښمن ته مخامخ د ثواب په نیت ټینګ ولاړ، او له میدان نه، نه وي تښتېدلی، الله پاک به یې جنت ته داخلوي.
د متعال رب په لار کې د جنګېدنکیو سپاهیانو روحیه ځوانه وه، خو دې خبرې یې جذبې نورې هم په جوش راوستې، د دښمن په ماتو او ګډوډو لیکو یې د زمریو پڅېر ور ودانګل، تیت او پرک یې کړلې، دغه پاک لښکر هغه وخت لا زیات په جوش راغی، چې خپل سالار یې زغره په تن ولید، د خپل لښکر لیکو ته راغی، او دغه ایت یې په خوله وه: سیهزم الجمع ویولون الدبر.
د ملائکو نزول:
بدر یوازینۍ غزا ده، چې متعال رب د مسلمانانو نصرت په پرښتو باندي وکړ، ابن سعد له عکرمه نه په یو روایت کې وایي، چې موږ به لیدل چې له مشرک نه سر پرې کېږی، یا لاس پرې کیږي، خو دابه نه معلومېده، چې چا وواهه، دا چې د ملائکو د نزول حکمت څه و، یا دا چې ولي دومره دېرې ملائکې راښکته شوې، دا پوښتنې به د بدر له غزاء نه په اخیستل شویو درسونو او پندونو په لیکنو کې ځواب کړو، إن شاء الله.
د ملائکو د نزول خبره په آیتونو، احادیثو او د بدریینو صحابه کرامو په اقوالو ثابته ده، متعال رب یې په اړه فرمایي:
“إِذْ يُوحِي رَبُّكَ إِلَى الْمَلَائِكَةِ أَنِّي مَعَكُمْ فَثَبِّتُوا الَّذِينَ آمَنُوا سَأُلْقِي فِي قُلُوبِ الَّذِينَ كَفَرُوا الرُّعْبَ فَاضْرِبُوا فَوْقَ الْأَعْنَاقِ وَاضْرِبُوا مِنْهُمْ كُلَّ بَنَانٍ”
ژباړه: هغه وخت یاد کړئ چې كله ستا رب پرښتو ته وحي کوله چې زه ستاسي سره يم د مؤمنانو قدمونه ثابت کړئ، زه د كافرانو په زړونو کښي وېره واچوم، نو تاسي د هغوى سرونه ووهئ، د هغوی د ګوتو سرونه ترې ووهئ، لاسونه او پښې ترې ووهئ.
دا راز فرمایي:
“إِذْ تَقُولُ لِلْمُؤْمِنِينَ أَلَنْ يَكْفِيَكُمْ أَنْ يُمِدَّكُمْ رَبُّكُمْ بِثَلَاثَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُنْزَلِينَ”
هغه وخت یاد کړه چي تا مؤمنانو ته ويل: “ايا تاسي ته دا كافي نه ده چي الله تعالی د درې زره پرښتو په را لېږلو درسره مرسته وکړي؟”
دا راز فرمایي:
“بَلَى إِنْ تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا وَيَأْتُوكُمْ مِنْ فَوْرِهِمْ هَذَا يُمْدِدْكُمْ رَبُّكُمْ بِخَمْسَةِ آلَافٍ مِنَ الْمَلَائِكَةِ مُسَوِّمِينَ ”
بېشكه، كه تاسي زغم ولرئ، او له الله څخه ووېرېږئ، نو په كومه شېبه کښي چي دښمنان درباندي يرغل وکړي، په هماغه شېبه کې به ستاسي رب پر پنځو زرو نښانه دارو پرښتو درسره مرسته وکړي.
په احادیثو کې د ابن عباس رضی ددغه یوه حدیث په ژباړې بسنه کوو، هغه پدې هکله فرمایي:
د بدر په ورځ یو صحابي د یو مشرک له شا د هغه په څار پسې روان و، (تر څو یې ووژني)، ناڅاپه یې په مشرک باندي د ګذار غږ واورید، او د آس سوار دا توري یې واورېدل: “أقدم حیزوم” یانې مخته ځه حیزومه، (حیزوم د آس نوم دی) چې کله یې مشرک ته وکتل، هغه پړمخي پروت و، پوزه یې زخم وه، او مخ یې داسې زخم و، لکه په متروکه چې وهل شوی وي، بیا انصاري صحابي راغی دغه کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، هغه مبارک وفرمایل: “صدقت، ذالک مدد من السماء الثلاثة” یانې: رښتیا دي وویل، دا له درېیم اسمان نه کومک دی.
دغه حدیث مسلم روایت کړی.