د دلو ۲۶مې ویاړونه او عبرتونه

خلیل تسل

د هر ملت په سیاسي تاریخ کې ځينې داسې فرصتونه او نېټې شته چې د ویاړ او سیالۍ محور جوړوي، خو که چېرته یې پېژندنه، ساتنه او پالنه ونه شي، یادونه یې ورو ورو پیکه کېږي او بیا له یوه ذهني ځور او تش ارمان څخه پرته بل څه نه لري. د افغان ولس په تاریخ کې هم د ګڼو ورځو تر څنګ د دلوې ۲۶مه همداسې یوه ورځ ده چې پخواني شوروي اتحاد په کې د افغان مجاهدینو د مبارزې په پایله کې په ګونډو او له شرمونکې ماتې سره مخامخ شو.

ددې ماتې شا ته د لکونو افغان مجاهدینو او شهیدانو د سپېڅلو وینو او قربانیو یاد پروت دی. د شوري یرغل یا په بله اصطلاح د مارکسستي رژیم د خلق او پرچم او د هغوی د بادارانو پر وړاندې دا مبارزه یوه معاصره تاریخي حماسه ده. دا ځکه یوه عادي پېښه نه شو بللی چې د نړۍ برخلیک او څېره یې بدله کړه او ډېرو ددغه ورځې انتظار درلود، تر څنګ یې ګڼ نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه د شوروي اتحاد له یرغل او اشغال څخه د افغان شهیدانو د قربانیو په برکت خوندي پاتې شول.

د شوروي یرغل پر وړاندې د افغانانو په تش لاس مبارزه پیل کړه، خو د جهاد انګیزه او د شهادت مینه یې دومره اوچته وه چې بالاخره یې کمونېزم د اسلامي شریعت پر وړاندې رانسکور کړ، تاریخ ته یې یو ځل بیا د مادیاتو او معنویاتو د مبارزې او کامیابۍ یاد تازه کړ. د خلق دیموکراتیک ګوند چې له ځان سره یې د افغانستان د خلکو مختاړی هم تړلی و، په ډېرې بې شرمۍ سره شوروي مارکسیسټي جریان له الحادي او ماتریالېستي ایډیالوژۍ سره پر خلکو تحمیلاوه چې سرچینه یې د کارل مارکس الحادي او کفري نظریات وو، دوی بالاخره په ۱۳۴۳ لمریز کال د شوري استخباراتو ( کا.جي. بي) په ملاتړ همدا ګوند تاسیس کړ چې دا په حقیقت کې په یوه اسلامي هېواد کې تر ټولو ستره سیاسي بې شرمي وه.

پخواني شوروي اتحاد د خپل لاسپوڅي نظام د ملاتړ لپاره په ډېره سپین سترګۍ سره د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په ۶مه نېټه افغانستان ته خپل اشغالګر ځواکونه را واستول چې دا کار هغه مهال د نړیوال غبرګون سره هم مخامخ شو او افغان ولس ته هم له هجرت او جهاد بله لاره پاتې نه شوه، همغه وو چې په ناڅیزه امکاناتو یې دا مبارزه پیل کړه، شوروي یرغل د افغان ولسي ایماني جذبې وپارولې او ملي وحدت یې پیاوړی کړ، له ګوټ ګوټ نه د تکبیر نارې او ازادۍ انګازې خپرې شوې چې یوه لسیزه یې دوام وکړ او بالاخره شوروي یرغلګرو درک کړه چې دوی په ناحقه دي او د افغان مجاهدینو برحق جهاد نور په یوه نړیوال حقیقت بدلېدونکی دی.

کمونیستي رژیم د خپلو بادارانو له غوڅ او مستقیم ملاتړ سربېره هم سقوط شو، د خلق او پرچم کمونیستي ډلو د افغانستان د کمونیستي کولو ارمان له ځان سره ګور ته یووړ، بلکې په نړیواله کچه د کمونیزم د ماتېدو او شرمېدو سبب شو، خو له بده مرغه چې د جهاد او بري ارزښتونه ونه ساتل شول او د بریمنو مجاهدینو ډېر پخواني مشران د هېواد ورانونې او ځان غوښتنې په جګړه کې ښکېل شول، کابل لوټي لوټي شو او یو هغه خوږ انتظار چې له بریالیتوب او فتحې وروسته استقلال ته رسېدل وو، ونه نمانځل شو.

له شک پرته چې په دغه تفرقه او کورنیو جګړو کې بیا هم د سیمې او ګاونډیو هېوادونو استخبارات ښکېل و، څو افغانستان له دې بري وروسته له یوه مرکزي اسلامي او ځواکمن دولت څخه برخمن نه شي، تر څنګ یې په یوه او بل نامه ملي شتمنۍ ولوټل شي. شوروي یرغل او پر وړاندې یې د افغان مجاهدینو غبرګون زموږ یو طبیعي حق او ملي مسوولیت و، ځکه چې تر دې وړاندې هم کمونېزم د نړۍ په ګڼو ملتونو کې له ماتې سره مخامخ شوی و او له بلې خوا د افغان مسلمان ولس پاکو او اسلامي احساساتو ته عدم درناوی هم ددې سبب شو چې شوروي یرغلګر ځواکونه د ایمان او عقیدې پرتم ته سر ټیټ کړي او دا ومني چې افغانستان د شمالي ګاونډیو په څېر نه دی، دلته تاریخي او جغرافیوي واقعیتونه بدل دي او باید له یرغل وړاندې درک شوی وی.

دا چې دا ورځ عمومي رخصتي ده او په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي. له پورتنیو تاریخي یادونو سره د عبرت ځینې درسونه هم لري چې باید په تاریخ کې یاد وساتل شي. تر ټولو وړاندې خو افغان ولس بختور دی چې له دې یرغل وروسته یې غربي او امریکايي اشغال هم په ګونډو کړ او د ازادۍ درس یې ورکړ، د استقلال یاد یې تازه کړ او د تېرو تجربو د مخنیوي لپاره یې د کابل له فتحې سره سم ملي وحدت ټینګ او د مبارزې ارزښتونه او درسونه یې بنسټیز کړل.

په دې برخه کې د اسلامي امارت د زعیم عمومي عفوه هغه تاریخي پېښه وه چې د پخواني بحران د تکرار مخنیوی یې وکړ، د سراسري سولې او بالاخره د تېرو څو لسیزو جګړو د پای سبب شو چې تر شا یې د هېواد ساتنې، ازادۍ درناوي او رغونې څپرکی په غوړېدو و. د امریکايي اشغال له ماتې وروسته نه یوازې د شوروي یرغل له ماتې وروسته تجربې تکرار نه شوې، بلکې له درسونو او عبرتونو یې په خورا اساسي ډول استفاده وشوه او افغان ولس هغه ستر او متعالي ارمان ته ورسېده چې یو سراسري ځواکمن اسلامي نظام ټینګښت ومومي، چې نن الحمدالله افغان له همداسې یوه ځواکمن او ولسي خوښي نظام څخه برخمن دی.

بل اړخ ته د سیمې او نړۍ استخباراتي کړیو په پراخه ډول هڅې کولې چې یو ځل بیا له امریکايي اشغال څخه له خپلواکۍ وروسته د جهاد او مبارزې ثمره ولوټي، د رسنیزو او سیاسي تبلیغاتو له لارې د استقلال پایلې منفي اړخ ته واړوي او داسې کورنۍ جګړې ته لار پرانېزي چې کلي او ښارونه کورنۍ جګړې او واک غوښتنې ته سوق شي، خو د اسلامي امارت د سیاسي پاخه تدبیر په برکت ددې شومو نیتونو او پلانونو مخه ونیول شوه او سراسري امنیت او سوله ټینګ شول.

اوس په افغانانو لازم دي چې له دې دواړو سترو تاریخي پېښو او معرکو څخه اوچت درسونه او عبرتونه واخلي، له اوسني نظام سره لاس یو وکړي او دا یوه حقیقت په توګه ومني چې اصلي مشروعیت له نړیوالې ټولنې او جهتونو څخه نه اخیستل کېږي، بلکې اصلي مشروع د ولس په خوښه، اراده او ملاتړ د نظام ټینګښت دی چې د اسلامي امارت اوسنی حاکمیت دا ځانګړنه لري او په معنوي اساس د هغه نیمې پېړۍ مبارزې ثمره ده چې د خپلواک او واقعي اسلامي نظام لپاره یې ورته سرونه نذرانه کړي وو او نسلونو ورته قرباني ورکړې وه.

Exit mobile version