د داعش پټه څېره!

مالک احراري

#image_title

داعش چې په دې وروستیو کې یې، ناسمې لارې ته پر سمې لارې ډېر لومړیتوب ورکړی؛ خپله پټه څېره یې د افغانستان او نړۍ خلکو ته ښکاره کړې، د هغوی پټه څېره يا د داعش بله څېره؛ يوه کرغيړنه څېره ده چې اوس ټول خلک پرې پوهېدلي دي.

د هغوی پټ پلانونه او موخې بربنډ شوي او ټول پوهېږي، چې د دوی د دې شومو پلانونو تر شا څه ډول مکر او فتنې نغښتې دي، هغه ترهګرانه کړنې، وېره او وحشت چې دوی خپور کړی او له بلې خوا هغه ظلم او بې رحمۍ چې دوی په خپلو تر ولکه لاندې ټولنو باندې تحمیل کوي؛ ټول خلګ پرې پوهیدلي او درک کړی یې دی.

په اصل کې د داعش ظلم او بربریت ښکاره دی، هغه القاب او نومونه چې دوی ځان ته ټاکلي، ټول بې معنا او بې مفهومه دي، په هغو ځایونو کې چې داعش يو وخت تر خپل واک لاندې کړي وو؛ په ښکاره او روښانه توګه معلومه شوه چې دا سازمان او دا خوځښت د يو نظام او دولت جوړولو په هڅه کې نه دی، بلکه دا يو موقتي پروژه ده چې عمر یې ډېر لنډ دی.

ظلم او وحشت د دوی په هر پلان او حرکت کې ځای لري، هغه نظریې چې د دوی په باور او اندېشه باندې حاکمې شوي، د هغوی واک او کنټرول داعش په خپل لاس کې نيولی او هغوی ته یې د اسلامي جهاد مقدسه لاره يو سخت او بې ثباته مسیر ښکاره کړی، له همدې امله دوی له دې مقدسې او پاکې لارې څخه په ډېره اوږده فاصله کې پاتې دي.

هغه لاره چې باید پکښې له ځان، مال او هر څه څخه تېر شې؛ هغه لاره ده چې پايله یې د دنيا او آخرت نېکمرغي ده، خو دا منفي اندېشه ډله له خپلو ناوړه افکارو سره؛ خپله لاره د دنيا په تباهۍ او په آخرت کې په شقاوت کې ښکېل کړې.

عقل او شعور په دوی کې ځای نه لري او حقيقت دا دی، چې د دوی باورونه هغه دي چې نړیوال استخبارات او استکبار د دوی په مغزو کې ځای پر ځای کړي.

د دوی منفي نظر صلحې او يو بل منلو ته، د دوی فکرونه لړزولي دي او د تکفير لاره یې خپله کړې او هر څوک چې له دوی سره مخالفه وي؛ له اسلامه یې لرې بولي.

هر فکر او باور چې له دوی نه وي او د دوی پر خلاف وي، دوی یې ګمراه او منحرف بولي، دا فکر او باور په حقيقت کې له اسلامي ارزښتونو او اصيلو ښوونو ډېر لرې دی او په اسلامي باور کې هېڅ ځای نه لري.

عاصم جلال
Exit mobile version