امام بخاري رحمه الله پخپل سند سره پخپل کتاب صحيح البخاري کې د پيغمبر اسلام حضرت محمد ص څخه يو حديث مبارک رانقل کړى هغه فرمايي چې زه به په حوض کوثر ولاړ ووم خپل امتيان به سيراب کوم خلک به داوبو لپاره ماته را نږدي شي ناڅاپه به ځيني خلک له ما وشړل شي او دحوض کوثر له اوبو به محروم شي زه به غږ وکړم چې دازما امتيان دي ماته به وويل شي آيا ته خبر نه يې چې له دوى له تا وروسته څه کړي دي
محدثینو حضراتو درې طبقې خلک ددغه مبارک لاندې شاملې کړي دي
اول : هغه ډله چې دمسلمانانو جماعت مات کړي او ترې جدايي اختيار کړي
په يوبل حديث مبارک کې په داسې خلکو چې دمسلمانانو وحدت ماتوي لعنت ليږل شوى
ايا داعشي فتنه ګرو په ټوله دنيا کې خصوصاً په افغانستان کې دمسلمانانو وحدت مات نکړ?
ايا داعش خپل تنظيم جلا او بيل نکړ چې پدې سره يې تفريق قائم کړ او په لکونو مسلمانان په شهادت ورسیدل
ايا داعش دمسلم ممالکو معادن او وسایل چور نکړل
همدوى دي چې له حوض کوثر به وشړل شي او له اوبو به محروم شي
دوهم : هغه خلک به له حوض کوثر محروم وي چې په دين کې نوي ايجادات کوي اوهغه دَ دين برخه جوړوي خصوصاً داصحاب کرامو او دامت داکابرو سره به ضد وعناد لري
د داعش فتنه ګروڅخه به زيات بدعات چا کړي وي
تر دې چې د خاوندانو په شتون کې يې پردى ښځې په نکاح کړې په سوريه کې يې دغير مسلمو جينکيو سره وادونه وکړل دخلکو شخصي ملکيتونه يې غصب کړل او په دليل کې به يې قرآن وحديث راوړل تحريف او تاويل به يې ورته کولو
دوى صحابه کرامو قبرونه په بمونو ونړول علما يې دبغاوت په نوم شهيدان کړل اوتر ټولو زيات دامت داکابرو همدوى دوښمنان دي
دا دوهم صفت دى چې په داعش سل په سلو کې تطبيق دى
دريم : هغه خلک چې دين دخپلو خواهشاتو تابع وګرځوي او په قرانکریم او احاديثو تاويل کوي
داعش فتنه ګرو څرنګه دين دخپل ځان تابع ګرځولى
څرنګه هغوى ديو مقدس اسلامي نظام سره په جنګ دي او دخپل حقانيت لپاره له نصوصو استفاده کوي او غلط تاويل يي کوي
دغه درې واړه نښانې چې پيغمبر ص ښودلې په دوى کې شتون لري
داسلامي نړى دا مسؤليت دى چې مادي ګټي او شيطاني سياست يوې خواته پريږدي او داسې فتنې چې دامت له تباهى پرته نورڅه نلري په ګډه ورسره مبارزه وکړي او محوه يې کړي کنه نو دا ويرس به نورهم خور شي او خلکوته به زيان ور ورسوي نو بهتره داده چې دغه نطفه په هر هيواد کې په خپله نطفه کې خنثى کړي
لله الحمد زموږ زړورو دغه نطفه له منځه وړې او د ځنکدن دساه اخېستو په حال کې ده
ادامه لري