د داعش په نامه وبا (طاعون)پنځمه برخه.

#image_title

په تېرو برخو کې مې یادونه وکړه چې داعش د ابوبکر البغدادي تر رهبرۍ مخکې داسې انحرافات نه درلودل، دوی له مجاهدینو او نورو فعالو ډلو سره په یوه صف کې وو، په دې ډول نه وو چې مجاهدین دې د دوی پر وړاندې ودرېږي، خو د ابوبکر البغدادي تر مشرۍ لاندې او په ځانګړې توګه له ۲۰۱۴ کال وروسته د دې ډلې انحراف (ګمراهي) راښکاره شوه.

په سوریه کې د داعش او جهادي ډلو ترمنځ جګړه څنګه پیل شوه؟

که موږ وغواړو چې دا قضیه د ریښې څخه تعقیب کړو نو موږ به د پام وړ ټکي ته ورسېږو؛ د داعش او جهادي ډلو تر منځ هغه مهال جګړه پیل شوه، چې د بغدادي غړو به د شپې په تیاره کې د مجاهدینو په نفوذي ځایونو بریونه کول او مجاهدین یې په ناحقه ډول په شهادت رسول.

دا لړۍ تر هغې روانه وه چې د ابن ملجم پیروانو د سوریې یو مشهور مجاهد شهید کړ، چې لسیزې په افغانستان او ګڼو نورو ځایونو کې د کفارو پر ضد جنګېدلی وو، او د کفارو مشرانو نشوای کولای چې هغه شهید کړي.

د داعش پلویانو، خالد السوري چې شیخ ایمن الظواهري رحمه الله؛ د ستونزې د حل لپاره د منځګړي په توګه ټاکلی و، په کال ۲۰۱۴ د فبروري په ۲۳مه شهید کړ.

د شیخ خالد سوري له شهادت څخه وروسته شیخ ابو محمد الجولاني؛ چې د جبهة النصر امیر وو، د یوه غږیز کلیپ په خپرولو سره د داعش پر ضد جګړه پیل کړه او د عراق سره په پوله کې یې د دیرالزور په ولایت کې د دغې ډلې پر ضد خپل لومړني عملیات ترسره کړل.

له جبهة النصر سره د جګړې له پیلولو وروسته داعش له نورو جهادي ډلو او د سوریې له انقلابیانو سره هم خپله دښمني ښکاره کړه.

نور بیا…

هرماس الافغاني
Exit mobile version