د داعش ملاتړ ولې کیږي؟

مهاجر ساپی

#image_title

له دې وړاندې دا موضوع څېړل شوي ده، داعش ډله د هغه لوېدیځو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمنه ده، چې د داعش په فعالیت کې ګډې ګټې لري، د یادو هېوادونو له داعش سره؛ مالي، تسلیحاتي، لوژیستیکي، استخباراتي، تعليمي او نورو برخو کې مرستې په اسلامي نړۍ کې د جګړې او بربادۍ د دوام لامل شوې دي.

 

اوس به په لنډه توګه د لویدیځو قدرتونو له خوا؛ د داعش تکفیري ډلې د ملاتړ ځینې اساسي عوامل او لاملونه مطرح کړو:

 

١_ : د اسلام د خپريدو مخنيوى؛

په وروستیو کلونو کې، د اروپايي او امریکايې هېوادونو له جدي اندېښنو څخه یوه د اسلام د پیروانو ډېرېدل دي، د داعش د وحشتونو په اړه د رسنیو د جدي او بشپړ پوښښ او د ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک؛ چې په مټ یې د دوی له پاڼو د ملاتړ یو لامل، د اسلام د کرکې انځور وړاندې کول دي، تر څو په دې توګه د اسلام جذابیت کم کړي او په پایله کې اسلام ته د خلکو د تمایل کچه راټېټه شي.

 

۲_: د مسلمانانو په وژلو سره د نفوسو کمول؛

په تیرو ټولو کلونو کې، د داعش تکفیري ډلې یو تر ټولو مهم کار د مسلمانانو وژل وو، په دې عمل سره به د مسلمانو سړو نفوس هم کم شي او د هغوی ښځې او ماشومان به که ژوندي پاتې شي؛ له بېلابیلو تاوانونو او ستونزو سره به مخ شي.

 

٣_: د اسرائيلو د امنيت تأمينول؛

لومړۍ باید وویل شي، چې په سیمه کې د داعش له شتون او جنایتونو څخه د بیت المقدس نیواکګر رژیم تر ټولو زیاته ګټه پورته کړې ده، له همدې امله یې د هغوی د عامه ملاتړ سربیره؛ خپل یو شمیر ځواکونه په مختلفو یونیفورمونو او پوستونو کې داعش ته استولي دي، تر څو د فکري ملاتړ تر څنګ؛ د داعش ډیری پروګرامونه طرح کړي.

 

په دغه ډګر کې، د داعش د جنایتونو تر ټولو مهمه موخه؛ له صيهونیسټي رژیم څخه د خپلو ګاونډیانو او دښمنانو د ګواښونو کمول دي.

 

۴_: د وسلو پلورل؛

د وسلو شرکتونه په نړۍ کې د جګړې تر ټولو مهم ډیزاینران او ملاتړ کونکي شميرل کيږي؛ ځکه د دولتونو او ډلو تر منځ د جګړې د اور په بلولو سره، هغوى د جګړې پر دواړو خواوو وسلې او پوځي تجهیزات پلوري او بې‌حسابه ګټه ترې اخلي.

 

په ښکاره توګه؛ داعش له دې نظره د ډیرو پیسو د گردش لامل ګرځيدلی او شرکتونو ته یې زيات عوائد په ارمغان راوړي دي.

 

٥_ : مسلمانان له قدرت او اتحاد څخه منع کول؛

د مسلمانانو تر مېنځ د اړیکو خرابول؛ د امریکا، اسرائیلو او ځینو نورو هيوادونو مهمه موخه ده؛ ځکه هغوی د مسلمانانو دغه اتحاد او یووالی خپل ضعف ګڼلی دی، په دغه اړه هم داعش ډله او د هغې جوړونکو خپلو موخو ته پام کوي، تر څو د مسلمانانو د واک ترلاسه کولو مخه ونیسي.

 

٦_ په سيمه کې د امريکا د لاس وهنې لپاره زمينه برابرول؛

امريکا پر افغانستان او عراق له بريدونو وروسته، د کلونو لپاره د دغو دوو هېوادونو شتمني لوټ کړل؛ خو د اشغالګرو د شړلو لپاره د ولسونو له جدي هوډ وروسته امریکايي ځواکونه له عراق او افغانستان څخه ووتل.

 

خو یو ځل بیا عراق ته د داعش په ننوتلو او د نوري مالکي په ستراتیژیکه تېروتنه کې، چې له امریکايي حکومت څخه یې د فوري مرستې غوښتنه وکړه؛ عراق ته په یوه نوې بڼه، خو البته په محدوده توګه راستانه شول، چې هر وخت او هر ځای چې وغواړي؛ مداخله کولای شي.

 

۷_: د ارزانه تېلو لاسته راوړل؛

ځینو هېوادونو له داعش څخه د عراق او سوریې تېل په ډېره ټیټه بیه پېرل او له منافعو څخه یې ګټه پورته کول، د افشا شویو معلوماتو له مخې؛ ځینو دولتونو د خوراکي او طبي توکو د سازمانونو له پوښښ څخه په استفادې سره، سوریې ته د خپلو اهدافو د پیژندلو او تعقیب لپاره ترهګر استول؛ تر څو يې پر زيرمو واکمن پاتې شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version