د داعش د مشرانو ناروا کړنې، د داعشي له خولې! دوهمه برخه

اسامه همام

#image_title

 

 

د لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د سلیم په اړه معلومات درکړي و، چې نوموړی په سوریه کې د داعش ډلې غړی پاتي شوی و او یورګن تودنهوفر په نوم له یو لیکوال او ژورنالیست سره یې د مرکې پر مهال د داعش ډلې له منځه له ځینو واقعیتونو پرده پورته کړې وه.

 

سلیم د مرکې په دوام سره وايي؛ داعشیان ړانده دي، اصلاً څه نه ویني، فکر کوي یوازې دوی پر حق دي او هغه څوک چې له دوی او بغدادي سره نه دي، پرې د بطلان کرښه کشوي.

 

سلیم داعش ډله د اصیلو جهادي ډلو په منځ کې د اختلاف رامنځته کولو او ټوټه کولو لامل ګڼي؛ وايي کله چې داعش په ۲۰١٣ مېلادي کال کې په عراق کې هیڅ ونشوای کړای، له عراق څخه وایستل شوه، سوریې ته راغلل او جهاد یې خراب کړ، د دې پر ځای چې ټول تر یوه چتر لاندې را یو ځای کړي، زموږ په منځ کې یې تفرقې ایجاد کړې.

 

په سوریه کې جبهة النصره بریا ته نږدې شوې وه، بریالي و، ډیرې سیمې یې د دولت له ولکې ازادې کړې وې، په سوریه کې بریاوې او اسانۍ د جبهة النصره، احرار الشام او نورو جهادي ډلو له برکته وې.

 

کله چې له سلیم څخه پوښتنه وشوه، داعش څه غواړي؟ سلیم په ځواب کې وویل، داعش قدرت غواړي؛ البغدادي د شخصي ګټو په لټه کې دی، هغه مهال چې جبهة النصره تقریباً فتحو ته نږدې وه، داعشي خوارجو د اتحاد رامنځته کولو پر ځای له جبهة النصره سره جنګېدل، سلیم دغه راز مرکه کې ویلي، چې د داعش ډیری غړي له جبهة النصره سره په جګړه کې وژل کېدل.

 

د داعشي خوارجو تاریخي شالید ته په کتو او د ډیریو هغه افرادو د مرکو له تحلیل ثابتیږي، چې داعش یوه تکفیري، افراطي او د اسلام بدنامونکې ډله ده، چې مشرتابه یې شخصي ګټو ته ژمنه ده، غړي یې د کم علم لرلو له کبله په خپلو ناسمو تفسیرونو او تأویلونو مسلمانان قتلوي، د مسلمان د وژنې لپاره ډېر واړه دلایل کافي ګڼي، خو له حربي کفارو سره د جګړې لپاره بیا ځان بې وسه ښيي.

 

هو! داعشي خوارج د جهادي ډلو د وېشلو، تضعیف او له منځه وړلو لپاره هم د ایجاد له پیله بیا تر اوسه خپلې هڅې کوي، په ځانګړې توګه د القاعده، احرار الشام او نورو تنظیمونو په تضعیف او ټوټه کولو کې داعش په لوړه کچه رول درلود.

 

په عراق، سوریه، افغانستان او نورو هېوادونو کې د داعش ډلې غړي د حقایقو له درک کولو وروسته تسلیم شوي او ډیریو یې د دغه ډلې له اصلي څهرې پرده پورته کړې ده؛ داعش د پردې تر شا هغه بد شکله او ناکامه ډله ده چې نه یې خپله په یو سپیڅلي منهج خلافت رامنځته کړ او نه یې نور نړیوال جهادي تنظیمونه پرېښودل، چې اسلامي نړۍ خپل تېر برم ته ور وګرځوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version