د الدستور عراقي ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد په شمالي سیمه کرکوک کې د داعش ډلې په یو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي دي. راپور کې راغلي چې دا پېښه نن په کرکوک کې د عراقي پوځیانو پر یوه قرارګاه باندې د برید له امله رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې څلور پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. عراق په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په یو لړ مراسمو د داعش ډلې ماتول ولمانځل خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا دغې ډلې سر راپورته کړی او پر عراقي پوځیانو یې بریدونه پیل کړي دي. د عراقي پارلمان یو شمېر غړي او ایران پلوه ملېشې امریکا د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي او وایي چې د امریکایي چورلکو له لوري له یو ځای څخه بل ځای ته د دغې ډلې د وسله والو د لېږدولو په اړه کره شواهد لري.
د داعشیانو برید کې څلور عراقي پوځیان وژل شوي
- ابوحمزه مؤحد
اړونده محتوی
د افراطي او سخت دریځه سیاست ناکامه پایلې!
لخوا
هرماس الافغاني
نوومبر 20, 2024
ټرمپ د ډانګ او پړانګ تر مینځ!
لخوا
هرماس الافغاني
نوومبر 11, 2024
تېرو دوه ورځو کې د داعشي فتنه ګرو پر ضد مهم عملیات ترسره شوي
لخوا
هرماس الافغاني
نوومبر 7, 2024
کونړ کې د داعشي خوارجو دوه مهم کسان وژل شوي
لخوا
هرماس الافغاني
اکتوبر 21, 2024
د غور مرکز کې د داعشي خوارجو ګروپ له منځه وړل شوی
لخوا
هرماس الافغاني
اکتوبر 20, 2024
د شر و فساد ډلې او خوارجو مشترک عملیات ترسره کړي
لخوا
ابو جلال
اکتوبر 15, 2024