د داعشي خوارجو موخې

حبیب الله رواحة

#image_title

 

 

په نړۍ کې ګڼ شمېر ډلې او ټپلې شته، چې هره یوه د خپلو موخو او اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بېلابېلې لارې ټاکي، دوی تل هڅه کوي چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره هر ممکنه وسیله وکاروي.

 

نن مې اراده وکړه چې د یوې داسې ډلې ځینې موخې لوستونکو ته روښانه کړم، چې په ښکاره توګه یې د مقدس دین اسلام ارزښتونو ته د زهرو ډک خنډونه جوړ کړي دي، دا هغه ډله ده چې موږ او تاسې یې په داعش/خوارج پېژنو.

 

۱- اسلامي ارزښتونه نابودول:

خوارج په ښکاره توګه د اسلامي ټولنې له اصیل ارزښتونو او مقدس فرهنګ سره مخالفت کوي، دوی هڅه کوي چې د څوارلس سوه کلونو اسلامي میراث له منځه یوسي او مسلمانانو ته د اسلام اصلي پیغام تحریف کړي.

 

د دوی موخه دا ده چې په مسلمانانو کې هغه اعتقادات او اصول لرې کړي، چې دوی د الله تعالی او د پیغمبر علیه السلام په تعلیماتو کې د نېکمرغۍ او کامیابۍ سرچینه ګڼي، خوارجو په دې لاره کې مختلفې فکري او عملي حربې کارولې دي؛ خو اسلامي عالمانو او مبارزینو تل په وړاندې ټینګه مبارزه کړې ده او د دوی دا ناوړه موخه یې تل له ناکامۍ سره مخ کړې ده.

 

۲- د کفري هېوادونو ګټې پالل:

یو له مهمو اهدافو څخه د خوارجو د کفري هېوادونو لپاره د ګټو پوره کول دي، په ډېرو مستندو شواهدو کې لیدل کېږي چې داعش او نورې ورته ډلې د امریکا، اسرائیل او ځینو نورو کفري هېوادونو له لوري تمویل او تقویه کېږي، د دې دلیل دا دی چې خوارج نه کوم ځانګړی تنظیم لري او نه کوم ټاکلی ځای.

 

له دې نه ښکاري چې دوی د یوې نړیوالې پروژې برخه ده او د کفري هېوادونو د ګټو د ساتلو لپاره فعالیت کوي، خوارجو تل په هغو ځایونو کې د تشدد او ترهګرۍ اور بل کړی، چېرته چې د مسلمانانو وینه تویول د کفري هېوادونو ګټې تضمینوي.

 

۳- اسلامي هېوادونه بې ثباته کول:

خوارج هڅه کوي چې اسلامي هېوادونه په جګړو او ناامنیو کې ښکېل کړي؛ تر څو په دې توګه د مسلمانانو اتحاد او ځواک کمزوری شي، دوی د اسلامي هېوادونو د حکومتونو پر ضد بغاوت او د خلکو تر منځ وېره او نفرت خپروي، تر څو خلکو ته داسې وښيي چې اسلامي هېوادونه د نظامي او سیاسي ثبات وړتیا نه لري، دا کړنې مسلمانو هېوادونو ته د پراخې تباهۍ او کړاوونو لامل ګرځېدلي دي.

 

۴- د مسلمانانو تر منځ تفرقه اچول:

خوارج د مسلمانانو تر منځ تفرقه او اختلافات خپروي، تر څو د دوی یووالی له منځه یوسي، دوی د فرقو او تنظیمونو پر بنسټ مسلمانان یو پر بل راپاروي او د مذهب او فکري اختلافاتو له لارې نفرت خپروي.

 

د دوی دا عمل د مسلمانانو د اتحاد دښمن دی، ځکه چې مسلمانان د دوی په وسیله د یوې بلې ډلې پر ضد راپارول کېږي او په دې توګه د هغوی ځواک او وحدت کمزوری کېږي.

 

۵- د جاهلانو استخدام او د فتنې د اور بلول:

خوارج د بې سوادو او ناپوهو کسانو د فکري کمزورۍ څخه ګټه اخلي او دوی د خپلو ناوړه اهدافو لپاره استخداموي، د دوی دنده دا ده چې د فتنې اور بل کړي او په مختلفو هېوادونو کې د خپل تشدد لړۍ جاري وساتي، خوارج په عام ډول ځوانان او بې زده کړې کسان د خپلو افراطي عقایدو په لومه کې نښلوي او په همدې توګه دوی خپلو ناوړه اهدافو ته رسېږي.

 

دا ټول هغه اهداف دي چې خوارج یژ په منظمه توګه تعقیبوي او تل هڅه کوي چې د مسلمانانو اتحاد او قوت کمزوری کړي، د دوی پر ضد د اسلامي نړۍ مبارزه به دوام ولري؛ ترڅو اسلامي ارزښتونه، وحدت او ثبات په خپل پخواني شان خوندي پاتې شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version