د داعشيانو یوه لوړپوړي پلاوي بلوچستان کې د خراساني خوارجو رهبرۍ سره لیدلي!

د داعشيانو د یوه مشر په امر یوه لوړپوړي هیئت پاکستان کې له خپلو مېشتو مسؤلینو سره لیدلي دي.

المرصاد ته سرچینو ويلي چې له سوریې او عراقه د داعشيانو یو پلاوی، د داعشيانو د مشر عبدالقادر مؤمن په هدایت، د پاکستان بلوچستان ایالت ته تللی او هلته یې د خراساني خوارجو له رهبرۍ سره لیدلي دي.

د سرچینو په خبره، د سفر او لیدنې موخه دا وه چې په سیمه او غربي نړۍ کې د خراساني داعشيانو فعاليتونو ته پراختيا ورکړل شي او دې‌ هدف ته د رسېدو لپاره له خراسان څانګې سره لازم کومکونه وشي.

د یادونې وړ ده، د خراسان څانګه د داعشيانو مرکزي هستې ته زیات اهمیت لري او وروستۍ لیدنه او هدایات د دې ښکارندويي کوي چې خوارج غواړي له بلوچستانه خپل فعالیتونه تنظیم او نورې نړۍ ته پسې پراخ کړي.

Exit mobile version