د خیبر پښتونخوا د ولس ډله ایز مجازات

#image_title

د خیبر پښتونخوا د ولس ډله ایز مجازات

د پاکستان په مرکز کې د مسلم لیګ (ن) له پیپلز او ځینو نورو ګوندونو سره ائتلافي حکومت لري.

د خیبرپښتونخوا په ایالت کې بیا د تحریک انصاف حکومت دی. د مسلم لیګ (ن) او متحدین یې – پوځ – نظامیان او آی اېس آی له تحریک انصاف سره سخت مخالفت لري.

دوی ددې له امله چې د خیبرپښتونخوا خلکو تحریک انصاف ته رایه ورکړې، د خیبرپښتونخوا ولس ته په ډله اییزه توګه ډول ډول سزاګانې ورکوي.

یوه له دې سزاګانو څخه د بجلۍ لوډشېډېنګ یا د برېښنا پرچاوي ده چې د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې دا پرچاوي په ۲۴ ساعتونو کې تر ۲۲ ساعتونو پورې اوږدېږي.

ددې پرچاوۍ پر وړاندې د ولس غبرګونونو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر مجبور کړ چې برېښنا کوټونو ته ورشي او په زور د برېښنا پرچاوي ختمه کړي.

جمهوریت یا دیموکراسي چې ځینې عاشقان یې په ستاینو نه مړېږي، دې ولس ته یې همدا ارمغان دی.

د یوې احصائیې له مخې د جمهوریت له برکته د پاکستان هر ماشوم چې نوی پیدا کېږي، له ۳۷۰۰۰ اووه دېرش زره ډالرو څخه زیات قرضدار وي. تر څو چې مسلمانان له جمهوریت او سودي اقتصاد څخه ځان خلاص نکړي، همېشه به د تفرق ښکار وي.

له پراخو امکاناتو باوجود به په غربت کې ژوند کوي، کله به هم د غرب له منتونو، احسانونو او قرضونو څخه خلاص نشي او نه به له آزاد، سوکاله او هوسا ژوند څخه برخمن شي.

په افغانستان کې هم د غریبانو غلام نظام قرضونو ته مخه کړې وه، که چېرې شرعي نظام نه وای راغلی، اوس به افغانان ملیاردونه ډالر قرضدار وو او دا قرض به د هر کال په تېرېدو سره، سره له سوده اضافه کېده او الله مکړه داسې وخت به راته چې د افغانستان هر نوی زېږېدلی ماشوم به د تېر مفسد نظام له لاسه لسګونه زره ډالر قرضداره وای.

په افغانستان کې د اسلامي شرعي نظام په راتګ سره، سره له دې چې له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، بیا یې هم وکولای شوای چې تېر درې کاله له کومو بهرنیو مرستو پرته په خپلو داخلي عوایدو هم خپل نظام وچلوي، هم خدمات عرضه کړي او هم په اساسي اقتصادي پروژو کار وکړي.

عاصم جلال
Exit mobile version