د خوارجو پر وړاندې د مبارزې څرنګوالی! 

احمد هشام الکردي

#image_title

د خوارجو په اړه علماء کرامو له دیني اړخه تفصيلي بحثونه کړي دي، د حدیثونو او اسلامي تاریخ له مخې؛ خوارج هغه خلک ګڼل شوي چې له اسلامي امت څخه جلا شوي او د افراطیت او سخت دریځۍ لاره یې خپله کړې ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو د خطر په اړه خلک خبر کړي او د هغوی پر وړاندې یې د مبارزې سپارښتنه او د خوارجو د خطر یادونه یې کړې ده، په یو مشهور حدیث شریف کې راځي:

«يَخْرُجُ فِي آخِرِ الزَّمَانِ قَوْمٌ حُدَثَاءُ الْأَسْنَانِ، سُفَهَاءُ الْأَحْلَامِ، يَقُولُونَ مِنْ خَيْرِ قَوْلِ الْبَرِيَّةِ، يَقْرَءُونَ الْقُرْآنَ لَا يُجَاوِزُ حَنَاجِرَهُمْ، يَمْرُقُونَ مِنَ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنَ الرَّمِيَّةِ، فَإِذَا لَقِيتُمُوهُمْ فَاقْتُلُوهُمْ، فَإِنَّ فِي قَتْلِهِمْ أَجْرًا لِمَنْ قَتَلَهُمْ عِنْدَ اللَّهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ.» (بخاري او مسلم)

ژباړه: په وروستیو وختونو کې به یو قوم راڅرګند شي، چې کم عمره به وي او بې عقل به وي؛ هغوی به د مخلوق د ښو ویناوو خبره کوي، قرآن به لولي خو د هغوی له ستوني به لاندې نه ځي او له دین څخه به داسې وزي لکه غشی چې له ښکار څخه وزي، کله چې له هغوی سره مخ شوئ، نو هغوی ووژنئ؛ ځکه د هغوی په وژلو کې د الله په نزد اجر دی.

د دې حدیث له مخې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوارجو د وژلو اجر یاد کړی؛ چې دا د خوارجو د خطر جدي والی ښيي، د اسلامي عالمانو په نظر له دې اجر څخه موخه د اسلام او مسلمانانو د خوندي ساتلو لپاره د خوارجو پر وړاندې مبارزه ده، ځکه چې خوارج د اسلامي ټولنې لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي او د امت وحدت او سولې ته تاوان رسوي.

دغه راز د خوارجو پر وړاندې مبارزه له دې امله هم د ثواب وړ بلل شوې ده چې دوی په اسلامي امت کې وېره، ګډوډي او تاوتریخوالی خپروي، دوی خلک په غلطه لاره بیایي او د اسلام اصلي پیغام تحریفوي، د خوارجو د افراطي نظریاتو او تاوتریخوالي په وړاندې ودریدل د مسلمانانو د اتحاد او سولې د ساتلو لپاره مهم ګڼل کېږي.

په اوسني وخت کې ډېری عالمان هغه ډلې چې د اسلام د اصولو خلاف افراطیت، تاوتریخوالی او بې ګناه خلکو ته زیان رسوي، د خوارجو په څېر ګڼي؛ عالمان باور لري چې داعش او ورته نورې ډلې د خوارجو په څېر ځانګړنې لري، ځکه دوی د خپلو افراطي نظریاتو لپاره له اسلام څخه ناوړه استفاده کوي او په امت کې وېره او ګډوډي خپروي.

په اسلامي فقه او تاریخ کې ډېر عالمان د خوارجو پر وړاندې د مبارزې په اړه مثبت نظر لري، هغوی وايي چې دا ډول مبارزه یوازې د مشروع حکومت او دیني علماوو د لارښوونو لاندې ترسره کېدای شي، ترڅو د خوارجو افراطیت او فتنه له منځه یوړل شي او بې ګناه مسلمانان خوندي پاتې شي.

د دوی په باور خوارج هغه خلک دي، چې د اسلامي شریعت پر ځای افراطي تفسیرونه تعقیبوي او مسلمانان که د دوی له افکارو سره مخالفت وکړي بیا یې “کافران” ګڼي.

حنفي عالمان په دې ټینګار کوي، چې د خوارجو پر وړاندې جګړه باید د مشروع اسلامي حکومت یا دولتي ادارو تر لارښوونې لاندې وي او دا چې یوازې فردي یا بې بنسټه جګړه د اسلام له اصولو سره سمون نه لري؛ د حنفي فقهې له مخې، د نظم ساتل او د فتنې مخنیوی د اسلامي حکومت او مشروع واک لرونکو مسؤلیت دی.

د حنفي فقه عالمان په دې ټینګار کوي، چې د خوارجو پر وړاندې جګړه باید د مشروع اسلامي حکومت یا دولتي ادارو تر لارښوونې لاندې وي، دا ځکه چې یوازې فردي یا بې بنسټه جګړه د اسلام له اصولو سره سمون نه لري، د حنفي فقهې له مخې د نظم ساتل او د فتنې مخنیوی د اسلامي حکومت او مشروع واک لرونکو مسؤلیت دی.

لنډه دا چې د خوارجو د وژلو حکم هغه مهال روا او د ثواب وړ ګڼل کېږي چې هغوی د اسلامي ټولنې پر وړاندې په تاوتریخوالي او فساد کې ښکيل وي او د مسلمانانو د وینې تویولو سبب ګرځي.

په اوسني دور کې هم داعش خوارج د مسلمانانو په وینه تویولو او د بې ثباتۍ په راوستلو کې ښکېل دي او د دوی په وړاندې قاطعانه برخورد باید د حاکم اسلامي حکومت په امر د ټولنې د ساتنې لپاره وشي، ترڅو امت له افراطیت او فساد څخه خوندي پاتې شي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version