د خوارجو مطبوعاتیانو د یو بل د تکفیر او سپکولو کمپاین بیا پیل کړی

د خپل ګمراه او افراطي منهج له امله، وخت ناوخت د خوارجو تر منځ عقیدوي اختلافات راپورته کیږي، چې وروسته د یو بل د تکفیر پر کمپاینونو بدل شي. تازه د خوارجو یوې داخلي سرچینې په یوه رساله کې ویلي چې د مطبوعاتي داعشیانو د عمومي ادارې مشر د دې ډلې د یوې مهمې ویب پاڼې بنسټګر تکفیر کړی او له دندې یې ګوښه کړی دی.

دا تازه نشر شوې رساله د هغو لنډو شکایتونو له جملې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې مطبوعاتي داعشیان د ابو قتیبه په نوم د دوی پر سر د یوه ټاکل شوي مسؤل پر ضد نشروي. په رساله کې ویل شوي چې ابو قتیبه تازه د الرعود په نوم د داعشیانو د ارشیف د ویبپاڼې جوړوونکی او پروګرامر تکفیر کړی او له مسؤلیته یې لیرې کړی دی.

ابو قتیبة (حمد الجزراوي) او د انتاج الانصار مسؤلیت:

خوارج هغو کسانو ته مناصرین وايي چې په مطبوعاتي ډګر کې د دوی په ګټه فعالیت کوي. د دې کسانو د تنظیم او مدیریت لپاره، د خوارجو د مطبوعاتي دیوان لخوا د انتاج الانصار په نوم یوه اداره جوړه شوې ده. د انتاج الانصار تر چتر لاندې ګڼ شمېر مطبوعاتي ادارې چې ځانونه غیررسمي بولي فعالیت کوي او د خوارجو خبرونه، رسالې، ویډیوګانې او نور تبلیغاتي مواد خپروي. دا غیررسمي مطبوعاتي مؤسسې، چې د زیاترو په سر کې د خوارجو د رسمي اعلام (رسنیو) مسؤلین دي، د داعشیانو د موادو په تشهیر او تبلیغ کې ډېر رول لري.

خو په دې وروستیو کې د دې ادارې تر لاس لاندې فعالیت کوونکو کسانو تر هغه وروسته شکایات زیات کړل چې د ابو قتیبة په نوم د دوی پر سر د ټاکل شوي مسؤل له چلنده، په اصطلاح، تر پوزې راغلل.

ابو قتیبه تورن دی چې د انتاج الأنصار ادارې د مخکني مسؤل ابو عبدالعزیز په ورکېدو/نیول کېدو کې لاس لري. (یو شمېر داعشي مناصرین په دې اند دي چې ابو عبدالعزیز د عقیدوي اختلافاتو له امله پخپله داعشیانو نیولی دی.)

د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل په نوم یو حساب، چې د داعشیانو په لیکو کې دننه مؤثقې سرچینې لري، ویلي چې د انتاج الانصار او تر لاس لاندې مؤسسو ترمنځ له ډېر وخت راهیسې جنجالونه راروان دي او یو بل په خیانت، غلو او جهمیت تورنوي.

د ابو قتیبه له مسؤل کېدو سره د انتاج الانصار له رهبري او تر لاس لاندې د فعالیت کوونکو کسانو ترمنځ اختلافات نور هم تشدید شول. د مثال په ډول، د ۱۴۴۵هـ ق په جمادی الاولی کې د ”معراج الأتقیاء“ په نوم چېنل مسؤلینو د ”انصارو مسؤل“ ته په یوه اعتراضي لیک کې ویلي و چې ابو قتیبه دوی له خپلو لیکو شړلي او د هغو کسانو په خوله کارونه کوي چې یا جاسوسان دي او یا هم په ډاګه وايي چې د داعشیانو له امیر سره بیعت نه لري.

په یوه بله رساله کې ویل شوي چې ابو قتیبه د مسؤلیت تر اخیستلو وړاندې له ابو عبدالعزیز سره ډېر نږدې و، خو کله چې مسؤل شو نو د ابو عبدالعزیز د برخلیک په هکله له پوښتنو یې ځان ساته. په همدې رساله کې د آفاق په نوم د داعشي خوارجو د سایبري امنیت د مؤسسې د مسؤل پټېدو ته هم اشاره شوې ده. په رساله کې ویل شوي چې ابو قتیبه د آفاق د مؤسسې په هکله هم له خبرو او پوښتنو خپل کسان منع کړي دي. (آفاق د خوارجو د سایبري امنیت په برخه کې فعاله مطبوعاتي مؤسسه وه، چې یوه مصري وګړي له خپلې ښځې سره په شریکه جوړه او فعاله ساتلې وه. د دې مؤسسې پر مشر پخپله داعشیانو تور لګولی چې د جهاد په نوم راټولې کړې پیسې یې په خپلو شخصي چارو لګولې دي).

په درېمه رساله کې د البتار په نوم مطبوعاتي مؤسسې یوه تر ټولو مخکني ډیزاینر شکایت کړی دی. نوموړی وايي چې ابو قتیبه په ډیزاین نه پوهیږي او داسې مشورې منلو او کار ته یې مجبوروي چې له مسلکي لحاظه هیڅ توجیه نه لري. په دې رساله کې د شکایت په ډول ویل شوي چې ابو قتیبه دوی ته له وایروسونو ډک او د ناخوندي ویب پاڼو لینکونه هم ورلېږي. (د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل له قوله، ابو قتیبه د انتاج الانصار د مسؤلیت ترڅنګ، د البتار مسؤل هم دی).

هېره دې نه وي چې، د نورو داعشیانو په څېر، د خراساني خوارجو د اعلام اداره د خپلسرو کړنو له امله هم د رسمي دېوان له مسؤلینو سره په جنجالونو اخته ده او هم یې تر لاس لاندې کسان په خپلو منځونو کې وخت ناوخت د ځینو عقیدوي او منهجي مسائلو پر سر جګړه کوي. د ندای حق په نوم د پاکستان لپاره د خوارجو  پر غیررسمي مطبوعاتي ادرس بیا یو شمېر داعشیان تور پورې کوي چې مسؤلین یې له پاکستاني استخباراتو سره تړاو لري او د داعشیانو له منهجه کاږه شوي دي.

Exit mobile version