د خوارجو د شام څانګه له جاسوسانو ډکه شوې ده

د بغدادي او هاشمي د بنده ګانو د رسوا کوونکي چېنل په نوم یوه رسنیزه منبع وايي چې د داعشي خوارجو د مخکني امیر وژل کېدو په اړه د نوي ویاند تازه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې د داعشیانو د شام څانګه له جاسوسانو ډکه ده.

چېنل د خپلې خبرې د اثبات لپاره دا دلیل راوړی چې داعشي خوارجو د خپل مزعوم خلیفه د هویت پټ ساتلو لپاره هغه ته جعلي نوم ورکړی و، هیڅ صوتي یا بصري وینا یې خپره نه شوه، خو له دې ټولو احتیاطي تدابیرو سره سره بیا هم استخباراتو پیدا کړ او ویې واژه. د منبع په وینا، ”هغه څوک احمق دی چې په دې فکر وي چې دا کار په داعشیانو کې دننه د موجودو جاسوسانو له مرستې او لارښوونې پرته شوی دی“.

دې رسنیزې منبع همداراز ادعا کړې چې وضعیت ته په کتلو ښکاري چې د داعشي خوارجو د شورا غړي تازه ټاکل شوي دي، ځکه که د ابو الحسین په مرګ خبر وای نو ولې به یې د نوموړي د مرګ د اعلانولو لپاره درې میاشتې انتظار کاوه، ”دا کار که په یو څه دلالت کوي نو هغه به دا وي چې د شورا اوسني غړي نوي دي او د ابو الحسین تر قتل کېدو وروسته ټاکل شوي دي، ځکه چې د ابو سارة العراقي په وژل کېدو سره شورا ویجاړه شوه“.

د بغدادي او هاشمي د بنده ګانو رسوا کوونکي چېنل دا د پوښتنې وړ خبره بللې ده چې د نوي ویاند په بیان کې د ابو سارة العراقي په اړه هیڅ خبره نشته، سره له دې چې نوموړی تر ویاند او مزعوم خلیفه زیات مهم و، ځکه چې په یوه ځان هم د ولایتونو د ادارې مسؤل و، هم شورا وه او هم یې لجنة المفوضة اداره کوله.

چېنل د خپل راپور په پای کې ویلي چې داعشي خوارج له دې امله د خپل مزعوم خلیفه اصلي هویت نه ښکاره کوي چې د دوی په ګومان په دې کار سره به یې عمر اوږد شي، خو مخکني تش په نوم خلیفه ګان یې هم د همداسې جعلي نومونو شا ته پټ و خو دې کارونو ونه ژغورل.

د یادونې وړ ده، د تیرې پنجشنبې په ماښام د داعشي خوارجو نوي ویاند په یوه صوتي پیغام کې ومنله چې د دوی مشر ابو الحسین الهاشمي وژل شوی، مخکنی ویاند ابو عمر المهاجر ژوندی نیول شوی او د ابو حفص الهاشمي په نوم یو کس نوی امیر ټاکل شوی دی. المرصاد د داعشیانو تر رسمي خبر مخکې لا معلومات ترلاسه کړي وو چې د داعشیانو خلیفه وژل شوی او یو بل مجهول الهویة کس خلیفه ټاکل شوی دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version