د خوارجو افشا شوي اسناد: موزمبیق کې داعشیان په ایډز اخته شوي دي

د داعشیانو افشا شوي رسمي اسناد ښیي چې د شرقي افریقا په موزمبيق هیواد کې یو شمېر داعشيان په ایډز ناروغۍ اخته شوي دي.

دا اسناد د بغدادي او هاشمي د بندګانو رسوا کوونکي چېنل په نوم رسنیزې منبع خپاره کړي دي. سند اصلا د موزمبيق ولایت لخوا د ځینو پوښتل شویو پوښتنو په اړه د الکرار دفتر لخوا فتواوې دي. الکرار دفتر د داعشیانو د ولایتونو تر عمومي ادارې لاندې فعاليت کوي او د صومالیا، موزمبیق او کانګو ولایتونو د سرپرستي مسؤلیت یې پر غاړه دی.

په سند کې ښکاري چې د موزمبيق ولایت داعشیانو ويلي چې د دوی په ځینو کسانو کې د ایډز ناروغي تثبیت شوې خو د مرض د انتقال د مخنيوي لپاره د زوجینو د تفریق او برخلیک په تړاو د داعشي خوارجو رسمي فتوا ته انتظار باسي.

د موزمبيق ولایت پوښتنه او د الکرار دفتر فتوا

په ځواب کې یې د الکرار دفتر مسؤل عبدالقادر مؤمن ورته لیکلي چې داعشيانو ته ممکن دا ناروغي د هغو ښځو له لارې رسېدلې وي چې دوی یې په جګړو کې تر نیولو وروسته وینځې کوي او په خپل منځ کې یې سره وېشي.

په فتوا کې ويل شوي چې نیول کېدونکې ښځې باید تر روغتیايي ټسټونو وړاندې تقسیم نشي او که امکان ولري پخپله داعشیان او له بهره ورسره یوځای کېدونکې ښځې هم باید ټسټ شي.

فتوا وروسته د وینځو د تقسیم په اړه د داعشیانو د موزمبيق ولایت مسؤلینو ته لارښوونه کوي او پکې ويل شوي چې کومې وینځې اسلام ومني او په ایډز اخته نه وي هغه دې نارینه داعشیانو ته ورکړل شي، په کومو کې چې ایډز وي (او اسلام نه مني) هغه باید ووژل شي؛ همدارنګه که اسلام ومني او په ایډز اخته وي مالي فدیه دې ترې واخیستل شي، یا دې له بل په ایډز اخته داعشي سره واده وکړي او یا دې هم بې واده پرېښودل شي.

موزمبيق هغه ولایت دی چې داعشيان حضور پکې لري او د نظامي اهدافو ترڅنګ پر ملکي وګړو او کلیو هم بریدونه کوي او د مالونو ترڅنګ یې نارینه او ښځینه هم د وینځو او غلامانو په حیث نیسي او تقسیموي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version