د خلافت وهم؛ د امپراتورۍ له خوبه تر سقوط پورې! یوولسمه برخه

عزیز جلال

د داعش تر ولکې لاندې سیمو ته د لوېدیځو هېوادونو د ځوانانو بې‌سارې ورماتېدنه، یو ساده او تصادفي بهیر نه و، بلکې یوه پېچلې ټولنیزه او رواني پدیده وه چې ریښې یې د لوېدیځو ټولنو په ژورو هویتي، کلتوري او ټولنیزو کړکېچونو کې ښخې وې. د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ، له ۱۱۰ هېوادونو څخه تر څلوېښت زرو ډېر کسان سوریې او عراق ته ولاړل، تر څو د داعش له افراطي جوړښت سره یوځای شي.

د دغې ډلې ډېری غړي ځوانان وو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو، خو په دې ډله کې لوستي نارینه او ښځې، د رواني ستونزو لرونکي کسان او آن پخواني بزهکاران هم شامل وو. دا بېلابېل انساني او ټولنیز ترکیب په ډاګه کوي چې د داعش د جذب ځواک یوازې پر دیني شعارونو ولاړ نه و، بلکې د هویت تږي، د تړاو احساس ته اړتیا لرونکي او ړوند آرمان‌پال فکر لرونکي ځوانان یې په مهارت سره ځان ته راکاږل.

د هغو ډېرو ځوانانو لپاره چې په لوېدیځو ټولنو کې یې ځان بې‌ارزښته، څنډې ته شوی او بې‌هویته احساساوه، داعش ته ورګډېدل شاتګ نه ګڼل کېده، بلکې د ژوند د معنا موندلو، ځان ثابتولو او له ورځني تش تشخصه د تېښتې یوه لار بلل کېده. داعش وتوانېد چې دغه تشه د یوه بدیل هویت په وړاندې کولو ډکه کړي؛ داسې هویت چې ځان‌قرباني کول، تاوتریخوالی او افراطیت پکې د عظمت او ویاړ په جامه کې نغاړل شوي وو.

د داعش تبلیغاتي ماشین، د دغو رواني نیمګړتیاوو په ژوره درک سره، د ټولنې د هر قشر لپاره ځانګړې او هدفمندې تګلارې جوړې کړې وې. ماجراجو ځوانانو ( ماجراج هغه کس ته وایي چې د خطرناکو، نويو او غیرعادي کارونو کولو سره مینه لري او له خطره نه وېرېږي) ته یې د وسلوالو جګړه‌مارانو حماسي انځورونه وړاندې کول، یوازیتوب‌ځپلو او زیانمنو ښځو ته یې د ورورولۍ، امنیت او ارزښتمنې ټولنې خیال ورکاوه، او هغو کسانو ته چې د هویت په لټه کې وو، د «ریښو ته د بېرته ستنېدو» او د مسلمانانو د له لاسه تللي عزت د بیا راژوندي کېدو افسانې بیانولې.

دا پیغامونه، چې د مسلکي ویډیوګانو، ډیجیټلي مجلو او د ټولنیزو شبکو له لارې خپرېدل، په خورا دقت سره د مخاطبانو رواني کمزورۍ په نښه کولې.

د پام وړ دا وه چې د دغو بهرنیو جنګیالیو ډېری، له داعش سره تر یوځای کېدو وړاندې، د اسلام له بنسټیزو ښوونو سره هېڅ جدي بلدتیا نه لرله او دین یې یوازې د داعش له تحریف شوو تبلیغاتو پېژانده. همدا واقعیت څرګندوي چې د داعش اصلي جذابیت په دیني ژورتیا کې نه، بلکې د یوې خیالي، هیجاني او بدیل هویت‌پالنې په وړاندې کولو کې نغښتی و.

خو هغه څه چې د دغو ځوانانو په وړاندې د داعش تر واک لاندې سیمو کې راڅرګند شول، له هغو آرماني انځورونو سره هېڅ ورته‌والی نه درلود چې دوی ته ښودل شوي وو. ډېری لوېدیځې ښځې چې د اسلامي مدینې فاضلې د ژوند په هیله سوریې ته تللې وې، ډېر ژر یې ځانونه د جګړه‌مارانو د دوهمو او درېیمو مېرمنو په توګه وموندل. هغه ځوانان چې د ماجراجویۍ په لټه کې داعش ته ورګډ شوي وو، اړ ایستل کېدل چې په افراطي عملیاتو کې برخه واخلي، د بې‌رحمانه اعدامونو ننداره وکړي او یا پخپله د تاوتریخوالي وسیله وګرځي. ځینې نوي راغلي کسان چې د مخالفت جرئت یې وکړ، د هماغه ظلم قربانیان شول چې د ترسره کولو لپاره خپله راغلي وو.

سره له دې، د دغو هولناکو واقعیتونو سره مخ کېدل تل د پښېمانۍ سبب نه کېدل. د «له لاسه تللي لګښت» رواني منطق ډېری کسان دې ته اړ ایستل چې، د داعش د جنایتونو له لیدلو سره سره، لا هم خپل غړیتوب ته دوام ورکړي؛ ځکه د تېروتنې منل د هغو ټولو خیالونو او آرمانونو د ماتې منل وو چې د ترلاسه کولو لپاره یې خپل پخوانی ژوند پرېښی و.

د داعش د بهرنیو جنګیالیو پدیده په څرګند ډول دا ثابته کړه چې افراطي ډلې کولای شي د عصري ټولنو له تشو او کمزورۍ څخه د خپلو موخو لپاره ګټه واخلي. په لوېدیځ کې د هویت کړکېچ، د ځوان نسل د بې‌تعلقي احساس، او د ښوونیزو او ټولنیزو نظامونو ناتواني چې ژوند ته ژوره معنا ورکړي، ټول هغه عوامل وو چې د دې بهیر لپاره یې زمینه برابره کړه.

د داعش تر سقوط وروسته، د دغو جګړه‌مارانو د لږ شمېر بېرته ستنېدل خپلو هېوادونو ته، نوې امنیتي او ټولنیزې ستونزې وزېږولې چې لا هم ډېر لوېدیځ هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي. دا پدیده، په پایله کې، د لوېدیځو ټولنو لپاره یو جدي خبرداری و: دا چې عصري تمدن، له ټولو مادي پرمختګونو سره سره، لا هم نه دی توانېدلی د انسان د هویت او معنویت تږو ته قانع کوونکی ځواب وړاندې کړي.

Exit mobile version