د خلافت له دعوې؛ د غلامۍ تر شریرو حلقو!

ابوأسامه الخراساني

#image_title

داعشي خوارجو له خپلې لومړۍ ورځې راهیسې، په شعوري او غیر شعوري توګه، د کفري هېوادونو د استخباراتي شبکو لپاره د وسیلې په توګه کار کړی او هغوی ته یې نه‌ هېرېدونکي او بې‌ ساري خدمتونه وړاندې کړي.

تر ټولو زیات له داعش څخه د جهادي ډلو او مجاهدینو په خلاف استفاده شوې ده او له ډېر وخت راهیسې د دې ډلې کارول یوازې د دې لپاره وو، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د مجاهدینو د پرمختګ مخه ونیسي او د هغوی په لاره کې خنډونه جوړ کړي.

که څه هم داعش خوارج ادعا کوي او ځان له خوارجو څخه لرې ګڼي، خو په حقیقت کې هېڅ ډله او حرکت د دوی په څېر د خوارجو له ناپاکو افکارو او باطلو نظریاتو سره نږدې نه‌ شو موندلی.

د ناحقه تکفیر کولو او د اهل قبله وژنې ځانګړنې، چې د خوارجو په منځ کې وې؛ اوس په پراخه کچه په داعش کې هم لیدل کېږي، دا خویونه او اعمال، د دې ډلې له اساسي او ښکاره نښو څخه شمېرل کېږي.

د داعش خراسان څانګه، چې اوس په سیمه کې په ځانګړي ډول د امریکا د استخباراتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي؛ نه یوازې د اسلامي امارت پر وړاندې جګړه مخته وړي، بلکې په بې‌ رحمۍ سره یې د بې‌ګناه خلکو ژوند هم له منځه وړی او هر ډول قتل او وژنې یې د خپلو پردیو بادارانو د موخو د تحقق لپاره ترسره کړي.

دا فاسده ډله، چې له خپل پیل څخه تر اوسه پورې یې په افغانستان کې د بې‌شمېره بې‌ګناه خلکو وینې تویې کړي؛ د شریعت له مصادرو څخه په ناسمه پوهېدنه او د پردیو په امر یې خپل تور تاریخ د بې‌ګناه انسانانو په وینو رنګ کړی.

د اسلامي امارت په راتګ سره، د دې ډول فاسدو ډلو لکه خوارج، چې د اشغالګرو او د کابل د ګوډاګۍ ادارې تر سیوري لاندې یې وده کړې وه؛ وجود په بشپړ ډول پای ته ورسېد، د نړۍ کفري هېوادونو تمه نه لرله، چې دا ډلې به دومره ژر له منځه لاړې شي، خو د دوی د تمې برعکس، داعش په ډېره چټکۍ سره نابود شول.

له هغه وروسته چې اسلامي امارت واک تر لاسه کړ؛ داعش خوارجو هڅه وکړه، چې د سیمې او نړۍ د استخباراتو سره لاس یو کړي او حتی د بغاوت په جبهه کې د همکارۍ لاس اوږد کړي، خو د دې ټولو سره سره، دوی هیڅکله په دې ونه توانېدل چې د افغانستان یوه ذره خاوره هم تر لاسه کړي او د قدرت ادعا وکړي.

دوی لکه د شپې خفاشان؛ په تیارو کې کله په یوه خونه کې پټېږي او کله په بله، ترڅو چې د اسلامي نظام امنیتي ځواکونه پرې ورسېږي او هغه سزا ورکړي، چې دوی یې مستحق دي.

عاصم جلال
Exit mobile version