د جهاد جریان او د پرېښودلو پايلې یې!

عثمان احمدزی

#image_title

دا چې نن د ځمکې په یوه برخه اسلامي نظام حاکمیږي، دا په دې معنا نه ده؛ چې دوی به له ټولو هیوادونو سره پولې کش کوي او نور به د فساد له منځه وړل ورته مهم نه وي، له همدې حاکمیت څخه په استفادې به تر هغو پورې جهاد جاري وي؛ چې د ځمکې له مخ څخه فساد ختم شوی نه وي، خو شکلونه او طریقې به یې وخت په وخت فرق کوي، داسې یو کار به د جهاد په نوم هیڅکله نه کیږي؛ چې د فتنو د ختمولو پر ځای؛ حاکمیت ته خطر او د فتنو د زیاتیدو باعث شي.

 

د قدرت سره سره بيا هم جهاد پرېښودل؛ له لويو ګناهونو څخه دي، ابن تيميه (رحمه الله ) ويلي دي، هره هغه ډله چې له فرض لمونځ، روژې، زکات، حج، جهاد، په اهل کتابو د جزيې منلو، نورو واجباتو او محرمات متواتره و څخه، له عذر پرته منع وکړي؛ کافر دی، له دغې ډلې سره به قتال کېږي، په دې مسئله کې ما د علماو تر مېنځ اختلاف نه دی ليدلی.(فتاویه ابن التیمیه )

 

نور هم ډېر نصوص راغلي، چې د جهاد له ترک کولو څخه پکښې منع شوې ده، د پرېښودلو عواقب او پرېښودونکي يې په ډيرو بدو صفتونو بيان شوي، مونږ به يې دلته ځینې تشریح کړو:

 

۱: د جهاد پرېښودل په دنيا او اخرت کې د هلاکت سبب دي.

په دنيا کې ذليله کېدل، غلام اوسېدل، د کفارو تر تسلط لاندې کېدل او په اخرت کې هلاکت، جهنم، اور او سزاوې؛ د جهاد پرېښودلو عذابونه دي، الله جل جلاله فرمايي: (وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ).( سورة البقرة ایة ۱۹۵ )

 

ژباړه: اې مؤمنانو! د الله جل جلاله په لار “جهاد” کې خپل مالونه نفقه کړئ او ځانونه د جهاد او نفقې په انکار سره؛ په خپلو لاسونو باندې هلاکت ته مه اچوئ، نېکي وکړئ، بېشکه الله جل جلاله نېکان خوښوي.

 

۲: د جهاد پرېښودل او له جهاد څخه په کښيناستلو خوشحاله کېدل د منافقينو له صفاتو څخه دي:

الله تعالی فرمايي:(فَرِحَ الْمُخَلَّفُونَ بِمَقْعَدِهِمْ خِلاَفَ رَسُولِ اللّهِ وَكَرِهُواْ أَن يُجَاهِدُواْ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَقَالُواْ لاَ تَنفِرُواْ فِي الْحَرِّ قُلْ نَارُ جَهَنَّمَ أَشَدُّ حَرًّا لَّوْ كَانُوا يَفْقَهُونَ).( سورة التوبه ایة۸۱ )

ژباړه: له رسول الله صلی الله علیه وسلم او مؤمنانو سره غزاء ته د وتلو څخه، په خپل منافقت پاتې کېدونکي کسان په خپلو کښيناستو باندې خوشحاله شوي دي، دوی دا بده ګڼله چې په خپلو مالونو او نفسونو د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي، مؤمنانو ته يې هم ويل، چې په دې ګرمۍ کې جهاد ته مه ځئ، (اې محمده) دوی ته په ځواب کې ووايه؛ د جهنم اور له دغه ګرمۍ څخه ډېر سخت دی، که دوی پوهېدای؛ نافرماني به يې نه وای کړې.

 

۳: د جهاد پرېښودل په ځمکه کې د فساد سبب ګرځي:

الله تعالی فرمايي: ( وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا). (سورة الحج ایة۴۰)

ژباړه: که الله جل جلاله د کفارو او مشرکينو دفع د مؤمنانو په جهاد سره نه کولای؛ نو خامخا به صابئينو عبادتخانې، د نصارا او يهودو کليساګانې؛ ودانې او د مسلمانانو مسجدونه چې د الله تعالی ذکر ډېر پکښې کېږي؛ نړول شوي وو.

 

لنډه دا چې د جهاد حکم څه نوې خبره نه ده، پخوانیو پيغمبرانو ته هم د جهاد حکم شوی و، که د جهاد حکم نه وای؛ اوس به د يوه دين نوم او نشان هم نه وای پاته، هر آسماني دين ته په خپل وخت کې د جهاد حکم شوی و.

 

۴: د جهاد په پرېښودلو سره ډېر لوی لوی مصالح او فضائل فوت کېږي لکه اجر، ثواب، شهادت، مغنم، تربيه، د کفارو تذليل، د شر دفع کول، د اسلام ساتنه او د مسلمانانو اعزاز او مرتبه لوړول.

 

۵: د جهاد پرېښودل کله کله د عاجل عذاب سبب  کېږي، لکه الله ج چې د بني اسرائيلو قصه کوي: موسی(علیه السلام) دوی ته امر وکړ تر څو بيت المقدس ته د جهاد لپاره ولاړ شي، خو دوئ انکار وکړ، الله تعالی پرې عذاب نازل کړ:

 

يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الأَرْضَ المُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللّهُ لَكُمْ وَلاَ تَرْتَدُّوا عَلَى أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ (۲۲) قٰالُوْ يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا حَتَّىَ يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِن يَخْرُجُواْ مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ (۲۴) قَالَ رَجُلاَنِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُواْ عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللّهِ فَتَوَكَّلُواْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (۲۵) قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُونَ (۲۶) قَالَ رَبِّ إِنِّي لا أَمْلِكُ إِلاَّ نَفْسِي وَأَخِي فَافْرُقْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْقَوْمِ الْفَاسِقِينَط. (سورة المایده ایة ۲۶۲۱)

ژباړه: اې زما قومه! هغه ځمکې” بیت المقدس“ ته د جهاد لپاره داخل شئ، د کومې چې الله جل جلاله امر کړی دی، بېرته پر شا مه را ګرځئ، که تاسې به له تاوانیانو څخه شئ.

دوئ موسی علیه السلام ته وويل: ای موسی (علیه السلام)! په دې قوم کې ډېر زورور خلګ دي؛ چې مونږ يې د مقابلې توان نه لرو، تر څو چې دوی له دې کلي نه وي وتلي؛ مونږ هيڅ کله نه ور داخليږو ( کله چې دوی له دې کلي څخه بغیر له جګړې ووتل؛ بيا به  موږ ور داخلېدونکي يو. دوو تنو چې الله تعالی پرې انعام کړی و؛ وويل: په دروازو ورننوځئ! په دې کار سره به تاسې غالب  شئ، په الله جل جلاله توکل وکړئ، که تاسې رښتیا هم مؤمنان یاست.

دوی وويل، اې موسی! مونږ به هيڅکله هم داخل نه شو تر څو؛ چې دغه خلګ په دې کلي کې وي، نو ته، ستا رب او مشر ورور هارون علیه السلام ولاړ شئ، له دې خلګو سره وجنګيږئ، موږ به دلته ستاسو د کاميابۍ په هيله ناست يو.

موسی علیه السلام وويل، اې زما ربه! زه تنها د خپل ځان او خپل ورور هارون علیه السلام څخه د بل چا اختيار نلرم، زمونږ او ددې فاسق قوم، چې له جهاد څخه انکار کوي؛ په مېنځ کې جدايي وکړه، الله تعالی وفرمايل، بېشکه په دوی باندې دا مقدسه ځمکه حرامه ده، څلوېښت کاله به دوی همدلته سرګردانه ګرځي، ته په دې فاسق قوم مه خپه کېږه.

هرماس الافغاني
Exit mobile version