د تاریخ له پاڼو؛ عثماني خلافت! دوه شپېتمه برخه

حارث عبیده

دین له هر څه وړاندې وبوله او د هغه په پلي کولو کې سستي مه کوه

د سلطان محمد فاتح نه مخکې او وروسته د عثماني دولت ټول مشران په ځانګړې اسلامي تربيه روزل کېدل. دې خبرې ته به ډېر پام کېده چې د هغوی عقيده له سمې لارې وا نه وړي او د صحيح عقيدې موخو ته لومړيتوب ورکړل شي، د همدې تربيې پايله وه چې عثماني مشران په سختو ديني جګړو کې وروزل شول.

عثمانيانو چې کله د جګړې اعلان کاوه او خلک به یې د جهاد في سبيل الله لپاره رابلل، نو د هغوی پر ژبو به دا ښکلي الفاظ وو: «فتوحاتو ته راځئ، يا غازيان شئ او يا شهيدان شئ.»

هر ځای چې به عثماني دولت واکمن و، د هغه مشر ته به د غازي لقب ورکول کېده، يعنې د الله تعالی په لاره کې جهاد کوونکی. دا لقب د هغوی له ټولو نورو لقبونو غوره و او په سترو سلطنتونو کې يې لوړ مقام درلود. د عثماني دولت تر ټولو ستره موخه د اسلام دفاع او په ټوله نړۍ کې د اسلامي بيرغ پورته کول وو.

له همدې امله ټوله پاچاهي د اسلام په رنګ رنګينه وه؛ که عوام وو که خواص، که د دولت غړي وو که د لښکر، که ثقافت و که قانون، که ظاهري بڼه وه که باطني حالت، په هر اړخ کې يې ځانګړی اسلامي رنګ درلود. دا يوازې د څو کلونو خبره نه وه، بلکې تر اووه پېړيو پورې عثماني دولت په همدې اسلامي رنګ ولاړ پاتې شو.

عثماني پاچاهانو دين له هر څه وړاندې باله، هر سلطان دې اړخ ته ځانګړی پام درلود او تر خپلې وسې يې هڅه کوله چې ديني چارې د وطن تر هر کونج پورې ورسوي. هغوی ټينګار کاوه چې د دوی اصلي پېژندنه اسلام دی، وراثت او تهذيب يې په اسلام ولاړ دی. هر هغه ځای چې د مسلمانانو مېنه وه، د ټول اسلامي امت لپاره به په مدرسو، جوماتونو او تعليمي ادارو کې يو منظم نصاب نافذ وو، د دوی موخه دا وه چې د مسلمانانو ځوانان دې حقيقت ته متوجه شي چې موږ مسلمانان يو او زموږ راتلونکی يوازې له اسلام سره تړلی دی؛ زموږ مرګ او ژوند بايد يوازې د اسلام لپاره وي.

په کوچنيو مدرسو کې د ماشومانو په ذهنونو کې دا عقيده ټينګېده چې موږ مسلمانان يو. آن د ماشوم د زېږون پر مهال به د نوم ليکنې په اسنادو کې بل قوميت نه ليکل کېده، بلکې يوازې اسلام به ليکل کېده. د هغوی په هويت پاڼه کې به هم یوازې «مسلمان» درج و، او له دې پرته بله پېژندنه نه منل کېده.

عثمانيانو د ترکانو، عربانو، چرکسو، البانيانو، کردانو او نورو قومونو تر منځ له تبعيضه ځان ساته. د عثماني دولت هڅه دا وه چې د خپل دولت دننه خلک يوازې پر يو دين، يعنې اسلام، راټول کړي. د هغوی په نظر، د هر وګړي تر ټولو ستر وياړ دا و چې ځان مسلمان وبولي.

عثمانيانو هر هغه غازي اتل ګاڼه چې د الله تعالی په لاره کې يې خپله مېړانه ښودلې وه. دا اتلان به يې د تاريخ په زرينو کرښو ليکل، ځکه د هغوی په اند ټول مسلمانان سره وروڼه وو، که څه هم د نسب له پلوه سره لېرې وو.

د عثماني اتلانو له ډلې يو نوم عبدالله البطال دی، چې د اموي دورې په (۱۲۲هـ) کال کې د کوچنۍ اسيا د اکرنيون په جګړه کې شهيد شوی و. امام طبري د (۱۲۲هـ) کال پېښې ليکلي او د هغه په اړه وايي: «په دې جګړه کې د مسلمانانو له ډلې عبدالله البطال د روم په خاوره کې شهيد شو.»

عثمانيانو عبدالله البطال خپل اتل باله، سره له دې چې هغه په نسب عربي و، حال دا چې عثماني دولت په اوومه پېړۍ کې ټينګ شو. د عثمانيانو اتلان د اسلام اتلان او د تاريخ ريښتيني مجاهدين وو. د عثماني دولت سلطانان به په ځانګړو لقبونو او صفاتو پېژندل کېدل، چې له هغو څخه دا څرګنديږي چې د هغوی تر ټولو لويه موخه د اسلام خدمت و. له دې لقبونو څخه ځينې دا وو:
سلطان الغزاة، سلطان المجاهدين، خادم الحرمين الشريفين، خليفة المسلمين.

له هغو خلکو سره دوستي او خدمت مه کوه چې د ديني چارو پابندي نه کوي، له لويو ګناهونو ځان نه ساتي او په بديو کې اخته وي.

Exit mobile version