د بې کفایته جنرالانو بېځایه تورونه؛ د پاکستان د کرکېچ اصلي جرړې چېرته دي؟

#image_title

احمدعمر اسفندوی

 

په پاکستان کې امنیتي بحران په داسې حال کې خپل اوج ته رسېدلی چې په دغه هېواد کې اقتصادي ناخوالي هم خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلې ده؛ د دې هېواد ټول ایالتونه له دې ناورین څخه ډېر کړېږي.

 

د پاکستان د حکومت منتقدین په دې باور دي چې د دغه هېواد په سیاستونو کې فاصله پیدا شوې او ځینو استخباراتي سازمانونو هم خبر ورکړی چې د پوځ د جنرالانو د استبداد، ځان غوښتنې او بې ساري فساد او د پاکستان د اوسنیو واکمنانو د بې کفایتۍ له امله دغه هېواد د اقتصاد او سخت امنیتي بحران په څنډه کې له پیل راهیسې د بې ساري ستونزو سره مخ دی.

 

د دوی په وینا: ځینې کارپوهان د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه دې نتیجې ته رسیدلي چې “امنیتي بحران، د پیسو کمښت، د انرژۍ کمښت؛ دا ټول په دې هیواد کې د سالم حکومت نشتوالی په ګوته کوي.

 

په پاکستان کې د اقتصادي ستؤنزو زیاتېدل او د امنیتی کړکېچ سختوالی، د دغه هېواد په امنیتي او دفاعي ادارو کې د فساد بې سارې پراختیا او په پای کې د داعش د خارجي ډلې ملاتړ او تمویل، د خپلو ګاونډیانو په وړاندې تخریبي کړنې، د دې هېواد د خلکو نارضایتي له دولت څخه زیاته کړې ده، په حقیقت کې د همدې سیاستونو پایلو د دې هیواد ثبات او امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

 

که څه هم نړیوال صندوق د تېر کال (۲۰۲۳) په جولای میاشت کې له پاکستان سره د ۳.۵ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې وه، خو بیا هم په پاکستان کې د تورم کچه ۲۵ سلنه ده، په داسې حال کې چې په ځینو خوراکي توکو کې دا رقم ۱۰۰٪ ته رسېږي.

 

د تېر یوه کال په ترڅ کې د پاکستان کرنسۍ (روپۍ) خپل ارزښت تر ۵۰ سلنې زیات له لاسه ورکړی، چې له امله یې په دغه هېواد کې زیاتې کورنۍ له سختې بې وزلۍ سره مخ شوي او په پایله کې یې د نظم د خرابوالي له امله د امنیتي وضعیت خطرناکه حالت رامنځ ته شوی دی.

 

د دغه هېواد امنيتي وضعيت اوس دومره کړکېچن دی چې حتی د پاکستان پوځ، چې په سیمه کې ځان تر ټولو غوره او پرمختللی پوځ ګڼي، د پښتونخوا اکثرو قبايلي سيمو او د بلوچستان ځينو سيمو ته لاس رسی نه لري.

 

په همدې حال کې د پوځ جنرالان او د دغه هېواد بې کفایته واکمنان د افغانستان په ګډون یو شمېر ګاونډیان د دغه هېواد د ناامنیو په تور تورنوي، د خپلو خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او د خلکو ذهنونه مغشوشوي.

 

په هر صورت، په دې هېواد کې روان امنیتي او اقتصادي وضعیت چې د دغه هېواد د مستبدو پوځي جنرالانو او د ملکي حکومت د مشرانو د بې کفایتۍ او پراخ فساد زېږنده ده؛ دغه وضعیت بالاخره په دغه هېواد کې امنیتي بحران ژوروي او په پایله کې له دغه هېواده د پانګو د ایستل کېدو لامل شوی دی.

 

په دې هیواد کې د ننګوَنو دغه ژوروالی؛ هغه څه دي چې کولی شي وضعیت نور هم کړکیچن کړي او د دې هیواد د بشپړ له منځه تلو خطر رامینځته کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version